د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

کابل کې د 'ملاله کپ' په نوم د  نجونو د بایسکل چلوونې سیالۍ پیل شوې 


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کابل کې د ملاله کپ په نوم د نجونو د بایسکل چلوونې سیالۍ پیل شوي دي.

د بایسکل چلوونې د فدراسیون رئیس فضلي احمد فضلي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له ۷ ولایتونو څخه بایسکل چلوونکې نجونې د ملاله کپ په نوم په دې سیالیو کې ګډون لري. دوی به د المپیک له ملي کمېټې تر پغمان پورې دا سیالۍ ترسره کړي."

ښاغلي فضلي وویل، د دې سیالیو تکړه نجونې به د ملي ټيم او راتلونکو سیالیو لپاره جلبیږي.

XS
SM
MD
LG