د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

د امریکا دوه سترې جنګي الوتکې د ایران اوبو ته نږدې والوتې


آرشیف
آرشیف

د امریکا دوې سترې جنګي الوتکې د ایران اوبو ته نږدې والوتې.

دوې سترې امریکايي جنګي الوتکې پرون (پنجشنبه) د خلیج د سیمې د درو عربي هېوادونو له جنګي الوتکو سره یوځای د ایران ساحلي قلمرو ته نږدې والوتې.

د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، امریکايي چارواکو وویل، د دغو ستراتیژیکو بم غورځوونکو الوتکو د الوت هدف ایران ته د احتمالي اقداماتو د مخنیوي پیغام او په منځني ختیځ کې د ثبات د ساتلو لپاره د امریکا پر ژمنې ټینګار و.

د امریکا دوې بي ۵۲ ایچ سترافورتریس الوتکې د چهارشنبې په ورځ د دې ماموریت لپاره د امریکا د لویزیانا ایالت د هوايي ځواک له اډې والوتې.

د دغو الوتکو ماموریت ټولټال ۳۶ ساعته دوام ورکړ. دغو الوتکو، چې د سعودي عربستان او دوو نورو عربي هیوادونو جنګي الوتکې هم ورسره ملګرې وې، د ایران د اوبو قلمرو ته نژدې ۲ ساعته په هوا کې تېر کړ.

دا په څه کم یوه میاشت کې دوهم ځل دی چې جنګي الوتکې د دې سیمې په فضا کې لیدل کېږي.

امریکايي رسنیو درې اوونۍ وړاندې ادعا کړې وه چې په سپینه ماڼۍ کې په یوه غونډه کې، چې ولسمشر دونالډ ټرمپ هم په کې ګډون درلود، پر ایران د حملې پر احتمال خبرې وشوې.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغو الوتکو دا تازه ماموریت د ایران د اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده له وژل کېدو وروسته د ایران د پوځي اقداماتو د احتمال په اړه په امریکا کې د جدي اندېښنو ښودنه کوي.

همداراز دا مانوره وروسته له دې کېږي، چې په عراق کې د امریکا له لوري د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني تلین په رانږدې کېدو دی.

راپورونه وايي، چې امریکا د خپلو دغو دوو سترو الوتکو په اړه، چې خورا درانه او قوي بمونه او اټومي وسلې وړلی شي، په خلیج کې خپلو متحدانو ته خبر ورکړی و.

تر دې څه موده وړاندې د امریکا الوتک وړونکې بیړۍ له درو جنګي بیړیو سره د مخکیني مهالوېش خلاف په سیمه کې تر نامعلومې مودې پورې پاتې شوه او بېرته امریکايي اډې ته ستنه نه شوه.

XS
SM
MD
LG