د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

ارمنستان کې اعتراض کوونکي: پاشینیان دې ژر تر ژره د صدارت څوکۍ پرېږدي


ایروان کې زرګونه اعتراض کوونکي
ایروان کې زرګونه اعتراض کوونکي

ارمنستان کې اعتراض کوونکي تېره ورځ د پلازمېنې ایروان په ازادۍ میدان کې ټول شوي وو، د صدراعظم پر ضد یې شعارونه ورکول او هغه یې خاین وباله.

اعتراض کوونکو له نیکول پاشینیان نه وغوښتل چې ژر تر ژره د صدارت له څوکۍ نه لېرې شي.

اعتراضونه له هغه وروسته راپورته شول چې ارمنستان او اذربایجان د نومبر په لسمه نېټه د مسکو په منځګړیتوب یوه هوکړه لاسلیک کړه.

له دغې هوکړې سره، د نګورنو قره باغ لانجمنې سیمې پر سر د ارمني او اذري ځواکونو ۴۴ ورځنۍ جګړه پایته ورسېده.

دغې هوکړې که یوې خوا جګړه پای ته ورسوله، بل لور ته یې ارمنستان کې سیاسي کړکېچ رامنځته کړ.

دا ځکه، د هوکړې له مخې اذربایجان اجازه لري چې د نګورنو قره باغ د پام وړ برخه چې جګړه کې یې نیولې، وساتي.

ایروان کې یو ځل بیا زرګونه اعتراض کوونکو د صدراعظم نیکول پاشینیان د استعفا غوښتنه وکړه.
ایروان کې یو ځل بیا زرګونه اعتراض کوونکو د صدراعظم نیکول پاشینیان د استعفا غوښتنه وکړه.

د هوکړې پر بنسټ اذربایجان به د دغې غرنۍ سیمې پر شااوخوا هم ولکه ولري، دا سیمې له ۱۹۹۴ کال راهیسې د ارمنستان په کنټرول کې وې.

د یادې هوکړې له مخې به د روسیې شااوخوا دوه زره سوله ساتي ځواکونه د نګورنو قره باغ د امنیت په خاطر ځای پر ځای کېږي.

دغه روسي ځواکونه به د لاچین ستراتیژیک دهلیز ساتنه هم کوي، دا دهلیز د نګورنو قره باغ او ارمنستان ترمنځ د نښلېدو یوازنۍ لاره ده.

په نړیواله کچه نګورنو قره باغ د اذربایجان د خاورې په توګه په رسمیت پیژندل شوی، خو ارمنيان چې د دغۍ غرنۍ سیمې اکثریت اوسیدونکي دي، د اذربایجان حاکمیت نه مني.

د نګورنو قره باغ د وروستۍ هوکړې پر سر د ارمنستان ۱۷ سیاسي ډلې په غوسه دي، د دوی ټولو غوښتنه د صدر اعظم استعفا ده.

د اعتراض کوونکو له څو ځلي غوښتنو سره-سره تراوسه پاشنیان له واکه د لېرې کېدو هېڅ اشاره نه ده ښودلې.

پاشنیان خپله ویلي، وروستۍ هوکړه بده وه، خو په خبره یې د نګورنو قره باغ بقا د همدې هوکړې له مخې تضمېنېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG