د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

پوتین د ارمنستان او اذربایجان چارواکو سره پر نګورنو قره باغ خبرې کړي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ارمنستان او اذربایجان له چارواکو سره د نګورنو قره باغ سیمې په اړه خبرې کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اذربایجان له ولسمشر الهام علیېف او ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشینیان سره په ناګورنو قره باغ سیمه کې د روسیې په منځګړیتوب عملي شوي اوربند په اړه جلا ټیلیفوني خبرې وکړې.

دا خبره کریملن د سې شنبې په ورځ د نومبر په ۲۴مه نېټه په یوه اعلامیه کې وکړه.

د اعلامیې له مخې، درې واړو مشرانو د نګورنو قره باغ له اوسېدونکو سره د بشري مرستو رسولو د موضوع تر څنګ په دې سیمه کې د ترانسپورت د اتصال په اړه خبرې وکړې.

د روسیې د حکومت لوړپوړی پلاوی چې پکې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو او بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په ګډون دوه مرستیال وزیران شامل وو، څو ورځې وړاندې یریوان او باکو ته ولاړ.

د کریملن د اعلامیې له مخې، دوی په نګورنو قره باغ سیمه کې د سوله ساتو روسي ځواکونو فعالیت وڅاره او ځايي اوسېدونکو ته یې د بشري مرستو رسولو په اړه خبرې وکړې.

تېره میاشت شا او خوا دوه زره روسي ځواکونه د نګورنو قره باغ سیمې شاوخوا ځای پر ځای شول.

دا اقدام د نومبر په ۹مه د مسکو په منځګړیتوب رامنځته شوي اوربند برخه دی چې په نتیجه کې يې د شپږو اوونیو په اوږدو کې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شو.

د نګورنو قره باغ پر سر د اذربایجان او ارمنستان تر منځ له دېرشو کلونو راهیسې شخړه روانه ده چې په کې تر اوسه زرګونو کسان وژل شوي دي.

د اوربند د موافقې له مخې دواړه هېوادونه باید د سوداګرۍ لپاره خپلې پولې پرانېزي.

پوتین همداراز د سې شنبې په ورځ د نومبر په ۲۴مه نېټه د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم د نګورنو قره باغ په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

د کریملن د اعلامیې له مخې، ولادیمیر پوتین په نګورنو قره باغ کې د روسي ځواکونو په اړه اردوغان ته وویل چې دا ځواکونه په یاده سیمه کې اوربند تضمینوي او ملکیان خوندي ساتي.

ترکیې غوښتل چې دې سیمې ته د سوله ساتو ځواکونو په توګه خپل ځواکونه هم ولېږي خو دا کار ونه شو.

روسیه له ارمنستان او اذربایجان دواړو سره پراخې اړیکې لري خو ارمنستان ته یې امنیتي تضمین ورکړی.

ترکیه بیا د اذربایجان کلک متحد او د ارمنستان پخوانی مخالف دی.

XS
SM
MD
LG