خبرونه
سږ افغانستان کې د کبانو ۳۵۰ روزنیز فارمونه جوړ شوي

په افغانستان کې سږ لمریز کال د کبانو د روزنې ۳۵۰ نوي فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن د پنجشنبې (د لېندۍ ۱۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه فارمونه د کرنې وزارت او خصوصي سکټور له لارې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړ شوي دي.
د کرنې وزارت وایي، د دغو ٣٥٠ فارمونو ترڅنګ د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د کب روزنې ۱۰۰ نوي فارمونه چې په کې د کبانو د بچیو دوه تولیدي فارمونه هم شامل دي د کونړ، بلخ، بغلان، لغمان، کندهار، خوست او هرات په ولایتونو کې جوړ کړي دي.
دغه فارمونه د کبانو د ۲.۷ میلیونه بچیانو د تولید وړتیا او تکثیري فارمونه یې د کبانو د دوه میلیونه او ۴۰۰ زره بچیانو د تکثیر وړتیا لري.
وزارت وایي، سږ کال د کبانو د تولید کچه د تېر کال پرتله یو زر او ۵۰۰ ټنه زیاته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېرکال د کبانو د تولید کچه نږدې ۱۰ زره ټنو ته رسېده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اروپايي ټولنې د افغان نجونو زدهکوونکو مسموميت یو بوږنونکی جنابت وباله

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ماموریت شارژدافېرې رافایلا یودیچې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځي له شپېتو د زیاتو زدهکوونکو مسمومېدل یو بوږنونکی جنایت بللی دی.
نوموړې په یوه ټویټ کې یې ټولو ته د عاجلې روغتیا د هیلې ترڅنګ ویلي چې هر ماشوم د زدهکړې او ښه خوندیتوب لپاره د خوندي ځای مستحق دی او ښوونځي باید امن ځایونه وي.
د راپورونو له مخې دا پېښه وړمه ورځ د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په دوو ښوونځیو کې رامنځته شوې او ویل شوي چې شاوخوا اتیا نجونې او د هغوی د څو ښځینه ښوونکو او ملازمینو په ګډون نهه تنه نور هم مسموم شوي دي.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ویاندې نبیلا مسرالي هم د دغو نجونو د مسمومېدو پر خبر ژوره خواشیني څرګنده کړې او په یوه ټویټ کې یې ویلي، واکمن چارواکي دې ته اړتیا لري چې د دغه بوږنونکی جنایت پېښه تعقیب کړي.
هغې ویلي، تعليم د ټولو ماشومانو انساني حق دی او ښوونځي باید امن ځایونه وي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونېسف هم پر دې پېښې اندېښنه ښودلې او له واکمنو چارواکو یې غوښتي و چې، دا پېښه دې سمدستي وڅېړي او عاملان دې يې ونیسي.
چارواکو نهدي ویلي چې دغه نجونې په څه ډول مسموم شوې، خو په سرپل کې دا پېښه داسې مهال شوې چې د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یې سرپرست حکومت له شپږم ټولګي پورته میلیونونه نجونې له ښوونځيو منع کړي او پر دې سربېره یې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو او ښځو پر مخ تړلې دي.
سیګار: په افغانستان کې شاوخوا ۵۲ زره پاکستاني کډوال ژوند کوي

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره یا سیګار وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۵۲ زره هغه کډوال ژوند کوي چې اکثره یې په ۲۰۱۴ م کال له پاکستانه دې هېواد ته کډه شوي دي.
سیګار نن سې شنبې په یوه ټویټ کې د دې خبرې تر څنګ کډوال تر ټولو زیانګالي خلک بللي چې د ملګرو ملتونو په وینا ۹۶ سلنه یې خوړو او ۵۹ سلنه یې سرپناه ته اړتیا لري او ۴۹ سلنه یې هم روغتیایي خدمتونو ته.
اکثره دغه کډوال د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د وزیرستانونو اوسېدونکې دي چې هغه مهال په سیمه کې د سخت دریځو وسله والو په وړاندې د پاکستان د پوځ د پراخو عملیاتو په نتیجه کې له پولې د افغانستان خواته را وښتي او اکثره یې په خوست او نورو څنګلورو ولایتونو کې په کمپونو او نورو ځایونو ځای پرځای شوي دي.
خپلو سیمو ته د دغو کډوالو د بېرته ستنولو لپاره هڅو تر اوسه د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.
خو تېره ورځ د جوزا یا غبرګولي په ۱۵مه د طالبانو حکومت ویلي وو، چې د ډریورنډ کرښې ته څېرمه په بېلابېلو ولایتونو کې مېشت پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقالوي.
که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د دغو پاکستاني کډوالو د انتقال په اړه ډېر جزییات ورنهکړل، خو ویې ویل، دوی پلان لري چې د خوست په ګډون په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه مېشت پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي.
نوموړي د هغه ولایتونو په اړه هم څه ونه ویل چې یاد کډوال به ورته انتقالېږي، خو ویې ویل چې د دوی لپاره به هلته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرېږي.
کرکټ؛ سبا افغانستان او سریلانکا درېيمه سيالي کوي

د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به سبا چهارشنبه د جون ۷مه درېیمه یو ورځنۍ سیالي ترسره شي.
دغه لوبه به د کابل پر وخت سهار نهه بجې پيل شي.
د دې لوبلړۍ په ترڅ کې لومړۍ سیالۍ افغانستان د ۶ وېکټو په توپیر ګټلې وه، خو په دویمې سیالۍ کې بیا سریلانکا د ۱۳۲ منډو په توپير بریا ترلاسه کړه.
د سریلانکا کرکټ بورډ د دې لوبلړۍ تر پیل وړاندې د خپلې ۱۶ کسیزې لوبډلې د اعلانېدو پرمهال ویلي وو، چې دا یې یوازې دوه لوبو ته اعلان شوې لوبغاړي دي؛ ښايي سبانۍ سیالۍ ته په لوبډله کې ځینې تغیرات رامنځته کړي.
بل لور ته د افغانستان کرکټ بورډ په درېیمې سیالۍ کې بیا د راشدخان د لوبېدو او نه لوبېدو په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي.
خان د دې لوبلړۍ تر پیل یوه ورځ وړاندې د تمریناتو پر مهال په ملا کې دردونه حس کړي وو، چې بیا د اړوند ډاکتر له لوري ورته د یوې اونۍ ارام کولو ویل شوي وو.
ټېسټ کرکټ؛ سبا د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د ټېسټ اتلولیو پایلوبه پيلېږي

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ټېسټ اتلولیو د پيل شویو سیالیو پایلوبه سبا چهارشنبه د جون ۷مه د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ پیلېږي.
دغه سیالي به د انګلستان په 'اوول' لوبغالي کې په ځايي وخت سهار ۱۰:۳۰ بجې پيل شي.
دواړه لوبډلې له یوې اونۍ راهیسې لندن ته راغلي او په تمریناتو بوخت دي.
په دې پایلوبه کې به د یادو لوبډلو په ۱۱کسیز ترکیب کې د کرکټ د نړۍ مشهور ستوري ویرات کولي، روحیت شرما، سټیف سمېټ، مېچل سټارک، ډیوېډ وارنر، شبمن ګېل، محمد شامي او نتن لاین لوبه وکړي.
د ویلو ده چې د دې پایلوبې ګټونکې لوبډلې ته به تر یو نیم میلیون امریکايي ډالر ورکړل شي.
د افغانستان بانک د زړو بانکنوټونو د بدلون بهیر پیل کړی

د افغانستان بانک وايي چې په هېواد کې له زړو بانکنوټونو سره د نویو هغو د بدلون پروسه پیل شوې.
د افغانستان بانک چې طالبان یې اداره کوي، نن په یوه بیان کې وویل چې د لسو او شلو افغانیو زاړه بانکنوټونه له نن څخه له نویو بانکنوټونو سره بدلېږي.
بیان زیاتوي چې خلک کولی شي زاړه بانکنوټونه د افغانستان بانک څانګو کې او نورو سوداګریزو بانکونو ته وروړي او پر ځای یې نوي هغه ترلاسه کړي.
د هېواد مرکزي بانک وايي، د بانکنوټونو د بدلون لپاره هېڅ کمېشن نه اخلي.
له دې مخکې ډېرو خلکو د زړو بانکنوټونو له چلند څخه شکایت کاوه او ویل یې چې زاړه بانکنوټونو په بازارونو کې د پیسو د راکړې ورکړې چارې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړې وې.
د ماشومانو يوه ټولنه: افغانستان د ماشومانو د سرغړونو تر ټولو ډېر مستند موارد لري

د 'تعلیم انتظار نهشي کولای' په نوم د ماشومانو د ملاتړ ټولنه وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د ماشومانو پر وړاندې د سرغړونو تر ټولو زیات مستند موارد لري.
د ملګرو ملتونو دې اړوندې موسسې، چې په بېړنیو حالاتو او اوږدمهالو کړکېچونو کې د ماشومانو د زدهکړې لپاره بسپنه راټولوي په یو بیان کې ویلي، پر ماشومانو حملې باید سمدستي بندې شي.
دې ټولنې د نړۍ له مشرانو هم غوښتي چې د ماشوم د حق د کنوانسیون او د خوندي ښوونځيو د نړیوالې اعلامیې د سپارښتنو په اساس پر خپلو ژمنو عمل وکړي او نجونو او هلکانو ته د زدهکړو انډول امکانات برابر کړي.
دا اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له شپږم د پورته ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې بندې کړې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير سعودي عربستان ته روان شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن د جون ۶مه سعودي عربستان ته خپل سفر پیل کړ.
د بلېنکن د سفر هدف به د واشنګټن او ریاض د ترینګلو اړیکو بیا جوړول وي.
د دې دوو هېوادونو اړیکې، له تېرو څو کالو راهیسې د ایران او د سیمې د امنیتي پالیسیو پر سر سړې شوي دي.
تمه ده چې بلېنکن به په پلازمېنه ریاض او ساحلي ښار جده کې له سعودي چارواکو او احتمالا ولیعهد محمدبن سلمان سره چې د سعودي رښتینی واکمن بلل کېږي وګوري.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان هم د مې په اوومه په سعودي عربستان کې و.
اوکرایني چارواکي: روسیې د دنیپر برښنا بند الوزولی

اوکرایني چارواکو پر روسیې تور لګولی چې د دې هېواد په اشغال شوي جنوب کې پر دنیپر سیند جوړ د برښنا بند یې الوزولی دی.
د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په وینا دې کار د دنیپر سیند میلیونونه لیټره اوبه د سیمې پر لور ورخوشې کړې دي.
زیلینسکي دا یو تروریستي عمل بللی.
اوکرایني چارواکي وايي، نن سهار له دې برید وروسته له خرسون څخه چې سیمې یې اوبو لاندې کړي، لسګونه زره کسان له کورونو وایستل شول.
د چارواکو په وینا، د روسیې د حملې په نتیجه کې د اوبو سطح تر لسو مترو پورې لوړه شوه. په داسې حال کې چې احتمالاً دې برید به د زاپوریژیا اټومي بټۍ هم له ګواښ سره مخامخ کړې وي زیلینسکي په دې اړه د خبرو لپاره د ملي امنیت شورا او دفاعي شورا غونډه راوبلله.
د 'ایف بي آی' د یوه پخواني مامور جسد د هغه د زندان په سلول کې موندل شوی

د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې یا 'ایف بي آی' د پخواني مامور رابرټ هانسن جسد په کلوراډو ایالت کې د هغه د زندان په سلول کې موندل شوی دی.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې رابرت هانسن د امریکا په تاریخ کې د مخربو جاسوسانو له ډلې یاد کړی دی.
په راپورونو کې د زندان د چارواکو په حواله ویل شوي چې د هانسن جسد پرون د جون میاشتې په پنځمه موندل شوی دی.
۷۹ کلن هانسن په ۲۰۰۱ کال کې ونیول شو او وروسته یې اعتراف وکړ چې پر پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسیې یې حساس یا طبقه بندي شوي اسناد پلورلي دي.
هانسن په ۱۹۷۹ کال کې د جاسوسۍ فعالیت پیل کړی و او دا مهال د عمري قید تېرولو په حال کې و.
په صربستان کې د ډلهییزو وژنو وروسته د کرکجنو خبرو زیاتوالي اندېښنې رامنځته کړي

د عقیدې او بیان ازادي په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ایرینه خان په صربستان کې د ډلهییزې وژنې تر دو پېښو وروسته د کرکجنو خبرو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو په بیان کې راغلي، صربستان باید ژر تر ژره د کرکجنو او تفرقه اچونکو خبرو په وړاندې چې په ټولنه کې تاوتریخوالي ته لمن وهي، اقدام وکړي.
تازه صربستان په ۴۸ ساعتونو کې د ډزو د دو پېښو شاهد و چې پهکې څو تنه ټپیان شول.
د ملګرو ملتونو د بیان په دوام کې راغلي چې دغو ډزو پر ټول صربستان اغېز کړی او له دې پېښې د کرکې خپرولو او د خپلواکو رسنیو، د بشري حقونو مدافعانو او سیاسي مخالفانو د سپکولو د یوه فرصت په توګه کار اخیستل کېدای شي.