د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

فایزر شرکت: زموږ واکسین خلک له کرونا ویروس نه په سلو کې ۹۵ خوندي کوي


د فایزر شرکت له لوري جوړ شوی واکسین
د فایزر شرکت له لوري جوړ شوی واکسین

بازارونو ته د کرونا ویروس پر ضد د یوه اغېزناک واکسین د وړاندې کولو چارې ګړندۍ شوې دي.

د امریکا د درمل جوړولو لوی شرکت فایزر (Pfizer) پرون وايي، د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' پر ضد د دوی د واکسین د ازموینې وروستي پړاوونه جوتوي چې دغه واکسین خلک له کرونا ویروس نه په سلو کې ۹۵ خوندي کوي.

د دغه شرکت په خبره داسې ښکاري چې دغه واکسین کولای شي، پوخ عمره کسان هم چې په کرونا ویروس اخته دي او د مرګ له خطر سره ډېر مخامخ دي، خوندي کړي.

اوس بازار ته د دغه تازه جوړ شوي واکسین د وړاندې کولو هڅې ګړندۍ شوې دي.

د فایزر شرکت له لوري د کرونا ویروس ضد واکسین د جوړولو هڅې
د فایزر شرکت له لوري د کرونا ویروس ضد واکسین د جوړولو هڅې

د دغه واکسین د نهايي ارزونې په اړه معلومات په داسې حال کې خپرېږي چې یوه اوونۍ مخکې په لومړنیو ازموینو کې معلومه شوه چې دغه واکسین په سلو کې ۹۰ مؤثر دی.

د امریکا د درمل جوړولو یوه بل شرکت مودیرنا هم تېره دوشنبه د خپل جوړ شوي واکسین په اړه لومړني معلومات خپاره کړي وو چې د هغه مؤثریت هم تر ۹۰ فیصدو زیات ښوول شوی و.

د واکسینونو د جوړولو هڅې په داسې حال کې چټکې شوي چې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اروپا په لویه وچه کې د سختو لګول شویو محدودیتونو له کبله تېره اوونۍ په تېرو درېیو میاشتو کې په کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر یو څه کم و، خو په دې ویروس د مړو کسانو شمېر هغسې زیات ښکاري.

لګول شویو محدودیتونو په ځینو هېوادونو کې د خلکو غوسه پارولې ده، د جرمني په پلازمېنه برلین کې پرون په زرګونه کسان په احتجاجي ډول له ماسکونو پرته لارو سړکونو ته راووتل او له پولیسو سره چې پر دوی یې اوبه شیندلې لاس و ګرېوان شول.

په جرمني کې اعتراضونه
په جرمني کې اعتراضونه

که څه هم په جرمني کې ډېر کسان د لګول شویو محدودیتونو ملاتړ کوي، خو لږ شمېر خلک چې دا محدودیتونه غیر قانوني او د ځان په زیان بولي، په منظم ډول په اعتراضونو لاس پورې کوي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۵۵ میلیونو او ۸ لکو اوښتی او له دې جملې تر ۳۹ میلیونو ډېر کسان روغ شوي دي.

په کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' په نړۍ کې د مړو شمېر تر یو میلیون او څلورو لکو اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG