د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

افغانستان کې ټولې دیني مدرسې او جوماتونه د یوه منظم پروګرام له مخې ثبتیږي


ارشیف، جلال اباد کې یوه دیني مدرسه
ارشیف، جلال اباد کې یوه دیني مدرسه

په افغانستان کې ټولې دیني مدرسې، جوماتونه او نور دیني ځایونه د یوې منظمې برنامې له مخې ثبت کېږي.

د افغانستان د حج اوقافو سرپرست وزیر قاسم حلیمي ولسي جرګې ته خپلو کاري پروګرامونو د وړاندې کولو پرمهال وویل، که ولسي جرګه ورته د باور رایه ورکړي په لومړي ګام کې به د هېواد ټول دیني مدارس، جوماتونه او نور دیني اماکن وارزوي او معلومات به یې ثبت کړي.

ښاغلي حلیمي زیاته کړه: "د ټولو دیني مدرسو، جوماتونو، حسینیه خونو، تکیه خانو، خانقاګانو او نورو دیني او مذهبي ځایونو د معلوماتو د ثبت سروې او ډیټابېس کېدل او ورسره د دې ځایونو د مسؤلینو او نور کارکوونکو د ثبت چارې به پیل او دوام به ولري."

د افغانستان د حج اوقافو سرپرست وزیر قاسم حلیمي
د افغانستان د حج اوقافو سرپرست وزیر قاسم حلیمي

ښاغلي حلیمي وايي، یوه بله سروې یې هم پیل کړې چې له مخې به یې په ټولو هغه دیني مدرسو کې چې ښوونکي درس ورکوي، ټول تحصیلي اسناد به یې وارزول شي.

نوموړی وايي، په دولتي ادارو لکه کورنیو چارو او دفاع وزارتونو کې باید عقیدوي پروګرامونه جوړ ان تردې چې باید په دې ځایونو کې ځیني علماء په دندو وګمارل شي.

له دې سره هم مهاله د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح تازه په خپل فیسبوک پاڼه لیکي چې د پلازمېنې کابل په ګډون د ۱۴ ولسوالیو ټول ۴۹۲ مدرسو ښوونکي او زده کونکي باید ثبت او بایومټریک شي.

ښاغلي صالح دغه اقدام له مدرسو د سوء استفادې مخنیوی یاد کړی.

د ښاغلي صالح د مطبوعاتو او عامه اړیکو د دفتر رئیس رضوان مراد د چهارشنبې(د لړم ۲۸مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"موږ ته باید دا روښانه وي چې زموږ په مدرسو کې څوک درس وايي، له کوم ځایه راغلی دي، موږ حد اقل باید د دې تر شا یو ډیټابېس ولرو، موږ دا کار د دې لپاره کوو چې زموږ مدرسې د ګاونډي هېوادونو لکه د پاکستان د مدرسو په څېر چې ترهګر روزي نه وي."

افغان چاوراکي داسې مهال په دې برخه کې اقدام کوي چې له دې وړاندې له دیني مدرسو ځیني عقیدوي اختلافات رابرسېره شوي او ان تردې چې په دې برخه کې د انحرافاتو موضوع هم موجوده وه چې دغه ادعاوې بیا تل د دې مدرسو د مسؤلینو له خوا رد شوي.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې ۱۱۰ دارالعلومه، ۲۱۷ دارالحفاظه او ۸۰۱ مدرسې ثبت دي.

XS
SM
MD
LG