د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

افغانستان د حامدالحق په وروستیو څرګندونو د پاکستان سفارت ته اعتراض کړی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د یوه مذهبي مشر د څرګندنو په خاطر د دغه هېواد سفارت ته اعتراض کړی دی.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې چې د شنبې په ماښام (د نوومبر په ۷مه) خپره شوه، راغلي چې په افغانستان کې د جګړې د دوام په اړه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر حامدالحق خبرې په سختو ټکو غندي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم د شنبې په ورځ رسنیو ته په لېږلي پیغام کې په پاکستان کې مذهبي مدرسې په افغانستان کې د ویرانۍ اصلي لامل وبللې او له پاکستانه یې وغوښتل چې د مذهبي افراطیت خپروونکو مدرسو مخه دې ونیسي.

همداراز د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم د پاکستان د یوه مذهبي مشر حامدالحق وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلي چې ویلي یې دي افغان حکومت دې وسله والو طالبانو ته تسلیم شي.

حج او اوقافو وزارت په دې تړاو جمعه ناوخته اعلامیه ورکړې.

حامدالحق د پېښور په زبیریه مدرسه کې د جمعې په ورځ په خپله وینا کې ویلي چې افغان حکومت دې وسله والو طالبانو ته تسلیم شي.

حامد الحق د مولانا سمیع الحق زوی او ځای ناستی دی.

سمیع الحق په ۲۰۱۸میلادي کال کې د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې ووژل شو. دی د حقانیه مدرسې مشر او د جمعیت علمای اسلام ګوند رهبر و د طالبانو اصلي ملاتړی او معنوي پلار بلل کېده.

پاکستان په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي خو مخکې يې څرګنده کړې چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG