د ایران پر وړاندې د امریکا د احتمالي بریدونو راپورونو ته د تهران تند غبرګون.
د ایران حکومت ویلي چې دا هېواد به د امریکا متحده ایالاتو هر ډول برید ته سخت ځواب ووایي.
د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي د سې شنبې په ورځ وویل، پر ایران د امریکا هر ډول برید به سخت ځواب ولري، خو نوموړي په عین وخت کې وویل چې د دې ډول پېښې احتمال لږ دی.
د راپورونو له مخې په داسې حال کې چې د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ دورې ختمېدو ته شاوخوا دوه میاشتې پاتې دي، نوموړي له خپلو لوړپوړو سلاکارانو څخه غوښتي چې د ایران پر اټمي تأسیساتو د برید پر څرنګوالي غور وکړي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د نومبر پر ۱۲مه ولسمشر ټرمپ پوښتنه کړې چې ایا په راتلونکو اوونیو کې د ایران پر اصلي اټمي تأسیساتو د برید لپاره انتخابونه شته؟
دغې ورځپاڼې د نومبر پر ۱۶مه راپور ورکړ چې په دې لیدنه کې د ولسمشر ټرمپ لوړپوړي سلاکاران، مرستیال ولسمشر مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د امریکا د لوی درستیزانو کمېټې مشر مارک میلي حضور درلود.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې لوړپوړو سلاکارانو ولسمشر ټرمپ له دې کاره راګرځولی او خبرداری یې ورکړی چې دا اقدام کولای شي د ده د ولسمشرۍ په وروستیو اوونیو کې لوی کړکېچ رامنځته کړي.
یوه امریکایي چارواکي د نومبر پر ۱۷مه روېټرز خبري اژانس ته دا راپور تأیید کړ.
د دغه مقام چې نومیې نهدی ښودل شوی له قوله راغلي چې ټرمپ غوښتل د احتمالي برید په انتخابونو پوه شي.
د راپور له مخې چارواکو د سناریو په اړه ورته وویل او هغهیې له دې پرېکړې راوګرځاوه.
راپورونه وایي ټرمپ د اټمې انرژۍ د نړیوالې ادارې تر راپور وروسته دا پوښتنه کړې ده.
دغې ادارې ویلي چې ایران د بډای شویو یورانیمو زېرمه کولو ته دوام ورکړی دی.
سپینې ماڼې په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې په لوی احتمال د نطنز اټمي تأسیسات د دې برید هدف کېدای شو.
د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي، په دې تأسیساتو کې د تهران د یورانیمو زېرمې اوس تر هغې موافقې ۱۲ برابره ډېرې دي چې د ایران او نړۍ د قدرتونو ترمنځ شوې وه .
ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې امریکا له دې تړونه وایستله.