د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۳

ایران د تهران په ګډون ځینو ښارونو کې پر فعالیتونو بندیز لګوي

ارشیف
ارشیف

ایران وايي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د شنبې له ورځې د تهران په ګډون د هېواد په ښارونو کې پر فعالیتونو بندیز لګوي.

له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ایران د ملي کمېټې ویندوی علیرضا رييسي پرون دوشنبه وویل، د ۱۵۰ ښارونو د دوه اوونیزې ټولبندۍ په لړ کې به یوازې د خوراکي موادو پلورنځي، نانویانې، روغتونونه، کتنځي او درملتونونه پرانیستي وي.

سره له دې چې په ایران کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې او ورڅخه مړینې زیاتې دي، د ایران حکومت د اقتصادي ستونزو له کبله له ټولبندۍ ډډه کوله.

د ایران د رسمي شمېرنو پر اساس په وروستیو ورځو کې په دغه هېواد کې د ورځې څه باندې ۱۳ زره تنه په کرونا ویروس اخته کېږي او د ورځې ۴۵۰ تنه ورڅخه مري.

خو د ایران د روغتیايي نظام اداره وايي چې نن سبا په دغه هېواد کې له ۱۳۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ تنه په کوویدو نولس مړه کېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG