د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۰

خبرونه

کندز کې یو افغان سوداګر د وریجو د پروسس فابریکه جوړه کړې  

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کندز کې یو افغان سوداګر په خپل شخصي لګښت د وریجو د پروسس یوه فابریکه جوړه کړې ده.

د دې فابریکې مشر خان محمد فروتن نن سې شبنه(د لړم ۲۷مه) ازادي راډيو ته وویل چې پر دې فابریکه یې څه باندې ۵ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالر لګښت کړی دی.

دا فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۴۰ ټنو وریجو د پروسس وړتیا لري او ۸۵ فني کارکوونکي په کې کار کوي.

دا په کندز کې چې د شولو حاصلات یې د افغانستان په کچه مشهور دي، په دې بڼه لومړنۍ فابریکه ده.

د شمال ختیځ زون په درې ولایتونو کندز، تخار او بغلان کې ۳۸۴۰ قراردادي کروندګر لري چې دې فابریکې ته شولې ورکوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاکستان د ۱۹ کلنو د کریکټ اسیایي جام خپل کړ

د پاکستان او هند تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي، ارشیف
د پاکستان او هند تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي، ارشیف

د پاکستان تر ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ لوبډلې د اسیا کپ په پنځوس اوریزو لوبو کې هند په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.

دغې پایلوبه کې د پاکستان او هند لوبډلې مخامخ شوې وې.

پاکستانۍ لوبډلې هند ته د ۳۴۸ منډو هدف ورکړ، خو د هند ټول لوبغاړي په اووه ویشتم اور کې اوټ شول او یوازې ۱۵۶ منډې ېې جوړې کړې.

د اسیا کپ دغه جام کې، چې په دوبۍ کې ترسره شو، افغانستان هم د خپل ګروپ له درېو څخه دوه لوبې وبایللې او لوبه کې له پرمختګه پاته شو.

کیلیان امباپه د کال د ګولونو په شمېر کې د رونالډو ریکارډ ته ځان ورسوه

امباپه
امباپه

د ریال مادرید د فوټبال ستوري کیلیان امباپه په یوه کال کې خپلې لوبډلې ته د ۵۹ ګولونو په وهلو سره، د کریستیانو رونالډو ریکارډ ته ځان ورسوه.

امباپه چې د خپلې زوکړې په ورځ یې لوبه کوله، د لوبې تر پایه فرصت ته په تمه شو، خو وروسته یې پنالټي ضربو کې ګولونه ووهل او ځان یې د رونالډو د ۲۰۱۳ کال ریکارډ ته ورسوه.

دغه ۲۷ کلن یرغلیز لوبغاړي دغه شیبه په هغه معروف حرکت سره ولمانځله چې معمولا یې رونالډو ترسره کوي.

په دغې لوبه کې چې تیره شپه ترسره شوه، ریال مادرید خپلې سیالې لوبډلې سیویا ته دوه- صفر ماته ورکړه.

اوس د لالیګا د سیالیو په جدول کې ریال مادرید له بارسولونا وروسته په دویم کتار کې دی.

سالنګ کې ترافیکي پیښې ۶ تنه مړه کړي، دغه لویه لار د توپان او واورو له کبله بنده شوه

ارشیف
ارشیف

په شمالي سالنګ کې ترافیکي پیښې ۶ تنه مړه کړي او ۴۲ نور یې ټپيان کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس لیکلي چې پیښه تیره شپه د کنګل له کبله د یوه ۵۸۰ ډوله مسافروړنکي بس د چپه کېدو له کبله شوې.

د پنځو تنو ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

بل لورته نن یکشنبه ماسپښین مهال دغه لاره د واورو او توپان له کبله د هر ډول تګ راتګ په مخ وتړل شوه.

سالنګ یوه مهمه ترانسپورتي لاره ده چې کابل له پنځلسو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي.

د سیدني د تیرې یکشنبې ورځې د برید د قربانیانو په یاد، یوه دقیقه چوپتیا غوره شوه

د سیدني بوندانی ساحل او د وژل شویو کسانو په یاد د ګلونو د ګیډېو ایښودل
د سیدني بوندانی ساحل او د وژل شویو کسانو په یاد د ګلونو د ګیډېو ایښودل

د سیدني په بوندای ساحل کې نن لسګونه زره کسانو د تیرې یکشنبې خونړۍ پیښې د قربانیانو په یاد یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

رویټرز لیکلي چې پر ځایي وخت ماښام ۶ بجې او ۴۷ دقیقې دغه چوپتیا په راډیویي او ټلویزیوني شبکو کې هم مراعات شوه.

د تېرې یکشنبې په ماښام همدغه مهال دوو وسله والو د یهودانو پر مذهبي مراسمو ( حنوکا ) ډزې وکړې چې لږ تر لږه ۱۵ تنه یې ووژل.

د نننیو مراسمو پر مهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیزي د برید په ځای کې قربانیانو ته درناوی وړاندې کړ.

روسي مرکچي د فلوریدا د تیرې شپې خبرې ( رغوونکې) بللې دي

ارشیف
ارشیف

د اوکراین د جګړې په چارو کې د روسیې ستر مرکچي کیریل دیمیتريف په متحده ایالتونو کې د تیرې شپې خبرې " رغونکې" بللې دي.

دیمیتریف، چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سلاکار هم دی، ویلي چې خبرې پرون پېل او ټاکل شوې سبا هم دوام ولري.

خبرې د فلوریدا په میامي ښار کې ترسره کېږي.

د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ولسمشر زوم جرد کوشنر هم په خبرو کې ګډون لري.

دا په اوکراین کې د روسیې د ناموجه جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هڅو تازه ګام دی.

ټرمپ په نومبر کې پر اوکراین فشار پیل کړ او د سولې په برخه کې یې ۲۸ ماده ییز پلان وړاندیز کړ، خو منتقدان وایي، دا وړاندیز تر ډېره د روسیې په ګټه دی.

د تایلینډ او کمبوډیا ترمینځ سرحدي نښتو یو ملیون کسان کډه کړل

د کمبوډیا د AKP خبري اژانس لخوا د دیسمبر په اتمه د کډوالو یو خپور شوی تصویر.
د کمبوډیا د AKP خبري اژانس لخوا د دیسمبر په اتمه د کډوالو یو خپور شوی تصویر.

د کمبوډیا د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې له ګاونډې هیواد تایلند سره د دوه اونیو له درنو نښتو وروسته په کمبوډیا کی نیم ملیون خلک له خپلو کورونو کډه شوي دي.

چارواکي وايي په روانه میاشت کې د اسیا په جنوب ختیځ کی ددغو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ دد غو نویو نښتو له امله چې په کې ټانک ، توپخانه او ډرون وکارول شول لږترلږه ۲۲ کسه په تایلند او ۱۹ کسه په کمبوډیا کې وژل شوي دي.

د نښتو لامل د ځمکو او د ۸۰۰ کیلومترو پولې د ټاکنې په سراختلاف دی چې د استعمار له دورانه پاته دی.

تایلند هم ویلي چې ددغو تازه سرحدي نښتو له امله شاوخوا ۴۰۰ زره کسان په دغه هیواد له خپلو سیمو کډه شوي دي.

په تیرې جون میاشت کې هم د دواړو هیوادونو ترمینځ ۵ ورځنۍ سرحدي نښتې وشوې چې په نتیجه کې یې لسګونه کسان ووژل شول او دواړو هیوادونو پر یوبل د بریدونو د پیل او د ملکي خلکو د په نښه کولو تورونه ولګول.

د کابل د منډوي د بوټانو په مارکېټ کې اورلګېدنې زیانونه اړولي دي

انځور، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت
انځور، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت

د کابل په منډوي کې نن سهار اورلګېدنې زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې د لومړنۍ ارزونو له مخې یې دوکاندارانو ته د ۷ لکه ډالرو په ارزښت زیان اوښتی دی.

د مڼدوي د بوټانو په مارکیټ کې د دغې اورلګېدنې لامل د برښنا شارتي بلل شوې.

په خبرپاڼه کې د اورلګېدنې د احتمالي انساني زیان یادونه نه ده شوې.

جهانزبورګ کې خونړی وسله وال برید، لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي

ارشیف
ارشیف

د جنوبي افریقا په تر ټولو لوی ښار جهانزبورګ کې وسله والو لږ تر لږه ۹ تنه وژلي او لس نور یې ټپیان کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې وسله وال نن یکشنبه( د لیندۍ ۳۰مه) سهار وختي د جهانزبورګ په جنوب لویدیځ کې یوه بار ته ننوتلي او ډزې یې کړي.

پولیسو ویلي چې یوه بریدګر کلاشینکوف درلود او له پاته نورو سره تفنګچې وې.

بریدګرو تر برید وروسته له وژل شویو او ټپيانو څخه د مبایلونو او پیسو په ګډون قیمتي شیان غلا کړي دي.

د ډزو ورته پيښه د دسمبر په ۶مه هم شوې وه چې لسګونه کسان په کې وژل او ټپيان شوي وو.

په جنوبي افریقا کې د جرمونو کچه لوړه ده او دا ډول پیښې د تنظیم شویو شبکو او ډلو له خوا کیږي.

افغان خبریالانو د خپلو همکارانو د ژغورنې لپاره پاریس کې اعتراضي غونډه وکړه

یو شمیر افغان خبریالانو دهغو نورو افغان خبریالانو لپاره چې پاکستان او ایران کې ګیرپاته دي دفرانسې پلازمینه پاریس کې اعتراضي غونډه وکړه.

د افغانستان دخبریالانو د ملاتړ سازمان چې د غونډې په تنظیم کې برخه درلوده د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې اوسمهال لسګونه خبریالان او ددوی کورنۍ چې پاکستان او ایران کی یې د پناه اخیستو غوښتونلیکونه رد شوي یا یې برخه لیک نه دی څرګند ، هلته پاته دي.

اعلامیه زیاتوي چې دغه اوږد او مبهم انتظار ددغو خبریالانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی .

د افغانستان دخبریالانو د ملاتړ سازمان وايي پاکستان کې افغان خبریالان د بیکاري ، مالي فشارونو ، د پولیس لخوا د نیول کیدو ، رواني فشارونو او داخراج د تهدید په شمول ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په خبریالانو او د رسنیو په فعالیت د طالبانو د حکومت محدودیتونو، خبریالان له سخت وضعیت سره مخ کړي او ځینې یې په لویدیځو هیوادونو کې د پناه اخیستو لپاره ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته تللي دي.

د ازبیکستان ولسمشر په افغانستان کې دسولې او ثبات لپاره د ګډو زیارونو په اهمیت ټینګار وکړ

ولسمشر میرضاییف ، ارشیف
ولسمشر میرضاییف ، ارشیف

د ازبیکستان ولسشمر په توکیو د منځنۍ اسیا او جاپان لومړنۍ سرمشریزې ته خپله وینا کې په افغانستان کې د سولې ، ثبات او پرمختګ لپاره د ګډو هلوځلو په اهمیت ټینګار وکړ.

شوکت میرضیایف وویل چې دغه غونډه په داسې حال کې دایریږي چې په نړیوال سیاست کې جدي ننګونو ته په کتنه د سولې د ساتلو او ثبات د پیاوړتیا لپاره ګډي هلې ځلې ځانګړی اهمیت لري.

ښاغلي میرضیایف وویل چې افغانستان زموږ د تعاملاتو یو له مهمو ساحو څخه ده او د موږ ګډه هیله داده چې دا هیواد دپرمختک لور ته په واقعي تمرکز سوله ایزاوباثباته ولیدل شي.

د ازبیکستان ولسشمرد جاپان څخه په دې مننه اوقدرداني وکړه چې کلونو راهیسې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د افغانستان له خلکو سره یې زیاتې مرستې کړي دي.

د منځنۍ اسیا او جاپان په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه غونډه کې چې پرون پای ته ورسیده دکوربه هیواد د صدراعظمې سانائه تاکایچي ترڅنګ د ازبیکستان ، قزاقستان ، قرغیزستان ، تاجیکستان او ترکمنستان ولسمشرانو برخه واخیسته.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG