د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۳۹

په کندز کې د وریجو د پروسس فابریکه جوړه شوې


کندز کې د وریجو د پروسس فابریکه

په کندز کې یو سوداګر په خپل شخصي لګښت د وریجو د پروسس یوه فابریکه جوړه کړې ده.

د وریجو د پروسس د دې فابریکي کارکونکي وايي، په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۴۰ ټنو وریجو د پروسس وړتیا لري او ۸۵ فني کارکونکي په کې کار کوي.

په کندز کې چې د شولو حاصلات یې د افغانستان په کچه مشهور دي، په دې بڼه لومړنۍ فابریکه ده.

د دغې فابریکې څښتن خان محمد فروتن وايي، پر دې فابریکه یې څه باندې ۵ میلیونه ۷۰۰ زره ډالر لګښت کړی دی.

د ښاغلي فروتن په وینا، د شمال ختیځ زون په درې ولایتونو کندز، تخار او بغلان کې ۳۸۴۰ قراردادي کروندګر لري چې دې فابریکې ته شولې ورکوي.

هغه زیاته کړه: "زموږ هدف دا دې چې دهقانانو شولې په نړیوال شکل پرورسس او بازار ته یې وړاندې کړو او ترڅنګ وزګاره خلکو ته د کار زمینه برابره کړو. دغه راز موږ بزګرانو ته د شولو اصلاح شوي تخمونه ورکوو او د اړتیا په وخت کې بزګرانو ته پورونه هم ورکوو چې خپلې ستونزې هوارې کړي."

د کندز والی عبدالستار میرزکوال بیا وايي، چې کندز په پخوا کلونو کې د افغانستان د غلې کندو یادېده او د دې فابریکې په جوړېدو سره به بېرته خپل پخوانی برم ترلاسه کړي.

د کندز والي عبدالستار میزکوال
د کندز والي عبدالستار میزکوال

هغه زیاته کړه: "هغه ضرورتونه چې د هېواد وګړې وریجو او غنمو ته لري کندز به دغه ستر رسالت ادا کوي. زه باور لرم چې د حاجي صاحب په مرسته د وریجو هغه نوی تخم چې راغلی دی او په ترویج سره به یې موږ نور له پاکستان او هند نه وریجې نه خریداري کوو."

کندز چې پرېمانه اوبه او هوارې ځمکې لري، هرکال په دې ولایت کې زیاته پېمانه شولې کرل کېږي، او د پروسس د یوې معیاري فابریکي د نشتوالي له کبله کروندګرو په زاړه او دودیزه توګه وریجې پروسس کوي چې د وریجو پر کیفیت یې اغېز کوي.

اوس د شولو یو شمېر کروندګر د وریجو د پروسس دې فابریکي ته خوښ دي.

د کندز وریجې
د کندز وریجې

۶۰ کلن محمدالله چې په چهاردرې ولسوالۍ کې ۵۰ جریبه ځمکه لري، تمه لري چې د دغې فابریکې په جوړېدو سره د بزګرانو شته ستونزې هوارې شي.

هغه زیاته کړه: "هر دهقان هر رقم وریجي ویستلي. د چا به ښي وي، د چا به خرابه وي، د چا به یو رقم وي او د چا بل رقم وي. همدا لامل وو چې موږ خپل مارکیټ له لاسه ورکړ. اوس چې له دغې فابریکې سره دهقانان وصل شي او وریجې له یو لاس ووځي. موږ به نور د پاکستان او هند وریجو ته اړتیا ونه لرو."

په دغې فابریکې کې لسګونه تنه وزګاره ځوانانو ته هم د کار بوختیاوې برابرې شوي دي.

۳۰ کلن احمد جان چې دې فابریکي کې کار کوي وايي: "که دغه ډول نورې فابریکې جوړې شي، زیات شمېر ځوانانو ته به د کار زمېنه برابره شي. ځکه د ځوانانو له غیرقانونې مهاجرتونو او دغه راز د ځوانانو له روږدې کېدو مخنیوي کوي. زه ډېر خوشحاله یم چې دلته راته کار پیدا شوي او خپلې کورنۍ ته حلاله روزې پېدا کوم."

د دې فابریکې چارواکي وايي، چې د دوی تولید شوي وریجې پر افغانستان سربېره ګاونډیو هېوادونو تاجکستان او ازبکستان ته هم صادرېږي.

خو لا هم افغانستان له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او هندوستان څخه زیاته اندازه وریجې واردوي.

د دې لپاره چې د افغانستان ټولې شولې په معیاري ډول پروسس شي او دا هېواد په خپل کور د وریجو له پلوه بسیا شي، ښايي دا ډول نورو فابریکو او نور کار ته اړتیا وي.

XS
SM
MD
LG