د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

کندز کې د واورې ورېدل د بزګرانو اندېښنې لیرې کړي


د کندز ولایت بزګران چې د روان کال په ژمي کې د واورې نشتوالي اندېښمن کړي وو، خو تېره ورځ په دې ولایت کې په پوره پیمانه واوره ورېدلې او د دې ولایت بزګران‌یې دې ته هېله‌مند کړي چې راتلونکی کال کې به له خپلو کرنیزو ځمکو څخه ډېر حاصلات ترلاسه کړي.

د کندز دشت ارچي ولسوالۍ یو تن بزګر خان اغا ازادي راډیو ته وویل چې کرنه په ورښتونو ولاړه ده نو له دې امله د واورې ورښت د حاصلاتو د تر لاسه کولو لپاره ډېر اړين دي.

دی وايي:

"د واورې نه‌ورېدل موږ یې ډېر په تشويش کړي وو، خو اوس دا تشويش لیرې شوی او ورښتونه د للمي غنمو د کرلو لپاره ځمکه ښه برابروي، نو د واورې ورښت موږ یې خپلو حاصلاتو ته هيله‌من کړي يو."

نوموړی زیاتوي چې د واورې ورښت د دوى باغونو او کروندو ته ډېره ګټه لري او دوى د پسرلي کښت لپاره د چمتووالي په حال کې دي.

په ورته وخت کې د کندز خان‎اباد ولسوالۍ یو تن بزګر خالق داد بيا وايي چې د واورې ورښت د غنمو فصل ته ډېره ګټه رسوي:

"د دې مهال د واورې ورېدل غنم له يوې خوا تازه ساتي او له بلې‎خوا اوبه هم د دې واورې د شتون له امله ورسېږي او په راتلونکي کال به له خپلې ځمکې په ډېره پېمانه غنم ترلاسه کړم."

په همدې حال کې د امام‎صاحب ولسوالۍ یو تن دهقان سید حکیم، د واورې د ورښت له امله خوښ دی.

هغه وايي چې د واورې ورښت د نباتي ناروغيو او مضره حشراتو د له‎منځه تللو لامل هم ګرځي همدارنګه په سیندونو کې اوبه هم زیاتېږي.

د کندز د کرنې ریاست چارواکي هم د واورې ورېدو له امله ډېر خوښ دي.

دوی وايي چې د نوموړي ولایت د غنمو د توليد ډېره برخه پر للمي ځمکو ولاړ ده او د للمي غنمو توليد بيا پر ورښتونو باندې ولاړ دى نو د دې وروستۍ واورې ورښت ټولو کرنیزو ځمکو ته ګټه ورسوله او په راتلونکي کال به بزګران له خپلو کرنیزو ځمکو څخه ښه حاصلات ترلاسه کړي.

کندز د هېواد یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی، په نوموړي ولایت کې بېلابېل زراعتي فصلونه کرل کېږي لکه غنم، وریجې، زغر، کُنځلې، نخود، خټکي، هندواڼې او داسې نور غله‌جات او مېوه‌جات او د هېواد په ډېره پیمانه غله له دې ولایت څخه چمتو کېږي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG