د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۳۷

کندز کې ۲۵۶ زره ټنه وریجې تولید شوي


ارشیف

له جګړې څخه مخکې کلونو کې یې کندز د افغانستان د غلو کندو باله. دې ولایت د هوارو ځمکو او پراخو اوبو په لرلو هر کال په زیاته اندازه غنم او وریجې تولیدولې چې وروسته پرې جګړو او کډوالیو اغېز وکړ او د ځمکو حاصلات‌یې راکم کړل.

خو په وروستیو کلونو کې یو ځل بیا کرنه په دې ولایت کې د غوړېدو او ودې په حال کې ده.

تازه د کندز چارواکي وايي، سږ کال د شولو حاصلات د نورو کلونو په پرتله زیات شوي دي.

د کندز د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالمجید نافذ وايي، سږ کال په دې ولایت کې څه باندې ۵۴ زره هکتاره ځمکه شولې کرل شوي او ورڅخه ۲۵۶ زره ټنه وریجې راټولې شوې دي.

د نوموړي په وینا سږ کال د اوبو زیاتوالی او د مناسبې هوا موجودیت د شولو د حاصلاتو د زیاتېدو سبب شوی دی.

ارشیف
ارشیف

شولې د کندز د مرکز د اړوند سیمو سربېره په امام صاحب، خان‌اباد، علي‌اباد، چاردرې، اقتاش، ګل‌تپې، کلباد او قلعه‌زال ولسوالیو کې کرل کېږي.

د کندز کروندګر هم وايي چې د شولو حاصلات زیات دي، خو په بازارونو کې د وریجو ټیټې بیو یې حاصلات کم ارزښته کړي دي. د خان‌اباد ولسوالۍ د چارتوت په سیمه کې د شولو یو کروندګر عیسی خان وايي، د وریجو لپاره د مارکېټ نشتوالی د دې سبب شوی چې کروندګر پرې شوی لګښت هم پوره نه‌کړي.

د چهار درې ولسوالۍ اوسېدونکی نیاز محمد د کندز د کروندګرو شولو ته د بازار موندنې په برخه کې له دولتي ادارو همکاري وغوښته.

هغه وویل: "موږ رنګارنګ شولې لرو لکه باسمتۍ، مونډه، زراعتۍ، باړه، سرده باړه، ګرمه او د وریجو نور غوره ډولونه." خو په وینا یې که مارکېټ ونه‌لري، کروندګر ترې څه نه‌ترلاسه کوي.

کندز کې د شولو کروندګر وايي له پاکستان او ایران څخه د وریجو زیات واردات د دې سبب شوي چې د کورنیو وریجو بازار پیکه شي.

  • خو ولې د بهر څخه د واردېدونکو وریجو په وړاندې د کورنیو وریجو بازار سوړ دی؟

د کندز ښار یو اوسېدونکی محمدالدین چې وطنۍ او سېله دواړه وریجې یې کارولي د توپیر په اړه راته وویل چې د بهرنیو وریجو پرتله د کورنیو وریجو خوند او کیفیت ښه دی.

خو په وینا یې تر پخلي وروسته د کورنیو وریجو څومره‌والی له بهرنیو وریجو کم وي.

هغه زیاته کړه: "ښې بار وریجې من په بازار کې ۳۸۰ افغانۍ دي او ښې سرخه وریجې یو من په ۳۴۰ افغانۍ دي، خو یو من ښه سېله (بهرنۍ) وریجې بیا په ۶۰۰ افغانۍ دي. په دې خاطر خلک له سېله وریجو ګټه اخلي چې زیات پُخت ورکوي. ځکه یو من ښې وطنۍ وریجې له ۱۰ غوریو ډېر نه‌ورکوي، خو یو من ښه سېله وریجې ۲۰ غوري ورکوي."

د وریجو د کرلو مرحله
د وریجو د کرلو مرحله

په کندز کې د شولو د حاصلاتو د زیاتېدو خبره داسې وخت کېږي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د یو اټکل له مخې افغانستان کې به په روان میلادي کال کې د هغو کسانو شمېر ۱۵ میلیونو ته ورسېږي چې کافي خوراکي توکي نه‌لري.

د کورنیو وريجو د بیو ټیټوالی ښايي د کندز د شولو د کروندګرو پر عوایدو ناوړه اغېزې ولري، خو د هغو کسانو لپاره ښه خبر دی چې د بیو لوړوالي د خوراکي توکو له کمي سره مخ کړي.

همدارنګه د شولو د حاصلاتو زیاتېدل ښيي چې کندز د افغانستان د غلې دانې د تولید په برخه کې بېرته خپل پخوانی شهرت خپلوي.

XS
SM
MD
LG