۲۹ کلن یعقوب خان د ننګرهار ولایت د لعل پورې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
ده په ننګرهار پوهنتون کې انګریزي ادبیات ولوستل او بيا يې په یوه نادولتي اداره کې کار پيل کړ، خو څه موده وروسته د ښيښې په نشه اخته شو.
یعقوب خان وايي چې ټول معاشونه مې د ښیښې پر نشو ورکول، خو وروسته دې ته اړ شوم چې د خپلې مېرمنې سره زر هم خرڅ کړم.
دا چې يعقوب خان ولې او څنګه معتاد شو او وروسته د نشو له امله له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی؟
په دې اړه یې زموږ له همکار محمد ایاز ترنک سره د زړه خواله کړې ده.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ: