خبرونه
چارواکي: بدخشان کې د سړو خونو د جوړېدو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوي
د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، په بدخشان کې د سړو خونو د جوړېدو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوي دي.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل، په یاد ولایت کې د کرنېزو محصولاتو د مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۵۴ میلیونه ۲۹۱ زره او ۴۰۸ افغانیو په لګښټ د مېوو ۲۳سړې خونې جوړېږي چې ۹۰ سلنه یې د کرنې وزارت او لس سلنه یې د برخمن شوېیو بزګرو له خوا ورکول کېږي.
یادې پروژې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي کېږي.
د ښاغلي رستمي په خبره، د دې ترڅنګ په لسو نورو ولایتونو پروان، کاپيسا، تخار، فاریاب، فراه، غزني، پکتیا او لوګر کې بیا په معیاري توګه ۱۲ د انارو او مڼو د ساتنې په موخه ۱۲ معیاري سړې خونې جوړیږي چې ۱۵ سوه مټریک ټنه میوه به په کې وساتل شي.
د افغانستان کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټول افغانستان کې د ۴۷۶ وړو سړو خونو جوړول تر د لاس لاندې دي چې ډېر ژر به یې کارونه پای ته ورسېږي.
د افغانستان کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په داسې حال کې د سړو خونو د چټک جوړېدو خبر ورکوي چې هرکال د بزګرانو ډېری میوې او سبزیانې د همدې خونو د نشتون له امله خرابېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان او زیمبابوې شل اووره لوبې مساوي شوې
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د درویش رسولی د اته پنځوس منډو په مټ له زیمبابوې سره د دریو شل اووریزو لوبو لړۍ تردې دمه مساوي کړه.
افغان لوبډلې لومړی بېټینګ غوره کړ او په شلو اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان، سیالې لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه. خو د زیمبابوې ملي لوبډلې په اتلسم اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل په داسې حال کې چې یوازې ۱۰۳ منډې یې کړې وې.
په افغان بالرانو کې نوین الحق او راشد خان درې- درې او مجیب الرحمان دوه ویکتې واخیستې.
د افغانستان او زیمبابوې دریمه او وروستۍ شل اووریزه لوبه به نن د کابل په وخت د مازیګر په څلورو بجو وي. کوربه زیمبابوې په دې لړۍ کې له افغانستان سره درې یوورځنۍ او دوه ټسټ لوبې هم په پام کې لري.
پاکستان کې د ۱۲۰۰ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړل شو
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري وايي چې په تېره نوامبر میاشت کې شاوخوا ۱۲۰۰ افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي دي.
UNHCR په یوه تازه راپور کې چې پرون خپور شو ویلي چې دا په سږني کال کې د افغان کډوالو د نیونو تر ټولو لوړه شمېره ده. د راپور له مخې پاکستاني امنیتي ځواکونو د روان ۲۰۲۴ کال له پیله له ۸۵۰۰ ډېر افغانان نیولي دي.
په ۲۰۲۳ کال کې چې پاکستاني چارواکو ناڅاپه له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړ، له دېرش زرو زیات افغانان په زندانونو کې اچولي وو، چې د UNHCR په وینا نژدې ۲۶۳۰۰ یې غیرقانوني او له ۴۳۰۰ ډېر نور هغه افغان کډوال وو، چې په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد یې درلودل.
حالوش: مشهد کې دوه افغانان اعدام کړای شوي
د بشري حقونو ایرانۍ ټولنې حالوش د مشهد ښار په وکیل آباد زندان کې د دوو افغان وګړو اعدام خبر ورکړی.
د بشري حقونو دې ډلې پرون پر خپله ویبپاڼه په یوه خبرپاڼه وویل چې دا کسان د مخدرو موادو د اړوندو جرمونو په تړاو په اعدام محکوم شوي وو. په خبرپاڼه کې د دې کسانو نومونه د فراه ولایت اوسېدونکي محمدشاه اڅکزی او رحیم اڅکزی ښودل شوي چې یو ۲۲ کلن او بل یې ۲۴ کلن و.
د خبرپاڼې له مخې محمدشاه او رحیم په ۱۴۰۱ کال کې په مشهد کې نیول شوي وو، او د دې ښار د انقلاب د محکمې له خوا په اعدام محکوم شوي وو.
حالوش نژدې لس ورځې مخکې هم خبر ورکړی و، چې د ایران په یزد ښار کې پر دریو افغان وګړو د اعدام حکم تطبیق شو. دا کسان هم د مخدرو موادو د اړوندو جرمونو په یوه قضیه کې په اعدام محکوم شوي وو.
ایران: د نسرین ستوده مېړه ونیول شو
د ایران امنیتي ځواکونو د بشري حقونو د مخکښې فعالې نسرین ستوده مېړه نیولی دی.
د دوی لور مهراوه خندان پرون پر خپله انسټاګرام پاڼه ولیکل چې پلار یې رضا خندان سهار مهال په تهران کې له خپل شخصي کور څخه د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
په عین حال کې مېرمن ستوده د آزادۍ راډیو فردا څانګې ته ویلي دي چې مېړه یې د ۱۳۹۷ کال د یوې قضیې په تړاو نیول شوی دی خو نوموړې زیاتوي چې ښاغلی خندان په هغه قضیه کې بښل شوی و.
مېرمن ستوده د چارواکو دا اقدام غیرقانوني بللی دی.
روسي ځواکونه د اوکراین پوکروفسک ښار ته نږدې شوي
راپورونه وايي چې روسي ځواکونه د اوکراین ختیځ ستراتیژیک ښار پوکروفسک Pokrovsk ته نژدې شوي دي.
ډیپ سټېټ آنلان ویبپاڼه چې د ځواکونو د موقعیت نقشې ښيي، راپور ورکوي چې روسي ځواکونه د پنجشنبې په ورځ د پوکروفسک له جنوبي څنډې څخه یوازې درې کیلومتره لیرې وو.
په عین حال کې د اوکراین د پوځ جګپوړي چارواکي جنرال اولیکساندر سیرسکي پرون پر خپله فیسبوکپاڼه ولیکل چې د روسي یرغلګرو پرضد د جګړې په ډګر کې د اوکراین د دفاعي ځواک د پیاوړي کولو لپاره باید نامتعارفې پرېکړې وشي.
له بلې خوا د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي چې تېره پنجشنبې د جبهې په لومړۍ کرښه کې د سرتېرو لیدو ته ورغلی و، سیمې ته د مرستندویو ځواکونو د استولو غوښتنه کړې.
روسې داسې مهال په اوکراین کې پوځي عملیاتو ته زور ورکړی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډيپلوماتیکې هڅې ګړندۍ شوي او ښکېل اړخونه غواړي دا جګړه، چې په اروپا کې یې په تېرو څو لسیزو کې ساری نه دی لیدل شوی پای ته ورسوي.
هسپانیا: د کنفرانس ګډونوالو پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لیرې کېدو غوښتنه وکړه
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې د افغانستان لپاره د هغوی د تېرو درې نیمو کلونو هڅې موثرې نه وې او وضعیت لا پسې خراب شوی دی.
هغې دا خبره د افغان ښځو په اړه په هسپانیا کې یوه کنفرانس ته وکړې.
اغلې امیري د غونډې ګډونوالو ته سپارښتنه کړې چې باید د یو بل ملاتړ وکړي.
د افغان ښځو په اړه په هسپانیا کې د کنفرانس اکثرو ویناوالو پر ښځو د طالبانو د محدودوونکو فرمانونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.
دغه کنفرانس چې «موږ واورئ» په نوم جوړ شوی ګڼو افغان فعالانو او د لویدیځو هېوادونو چارواکو او فعالانو پکې برخه اخیستې.
غونډې ته د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل الباریس وویل:
«د افغان ښځو د حقونو محدودوونکي فرمانونه نه یوازې پر افغان ښځو او نجونو، بلکې پر اکثرو اساسي او بشري حقونو برید دی او لغوه کېدل یې غواړو.»
کنفرانس ته په وینا کې د افغانستان لپاره د کاناډا خاص استازي ډېوېډ اسپرول وویل د طالبانو مشرتابه ته د افغانانو په تېره بیا افغان ښځو هوساینه اهمیت نه لري، بلکې خپلې شخصې ګټې ورته مهمې دي.
افغان لوبډلې زمبابوې ماتې ورکړه
د افغانستان او زمبابوې دوهمه شل اوریزه لوبه د جمعې په ورځ په هرارې کې ترسره شوه.
افغانستان پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
افغانستان په ۲۰ اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۵۴ منډې یې هدف وټاکه.
دروېش رسولي په نننۍ لوبه کې ۵۸ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.
زمبابوې په ځواب کې یوازې ۱۰۳ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
په باولنګ کې راشد خان او نوین الحق دواړو درې- درې، مجیب الرحمن دوې او عظمت الله عمرزي او فرید احمد دواړو یوه- یوه وېکټه واخیسته.
افغانستان او زمبابوې سبا وروستۍ شل اووریزه لوبه کوي چې بریالی ټیم به سیریز په خپل نوم کړي ځکه لومړۍ لوبه زمبابوې ګټلې وه.
د افغانستان او زمبابوې تر درېیمې شل اوریزې لوبې وروسته به درې ۵۰ اوریزې او بیا دوه ټیسټ لوبې هم ترسره شي.
جي ۷ ډله په سوریه کې د روان وضعیت په اړه خبرې کوي
د نړۍ د اوو پرمختللو هیوادونو یا جی اوه ډلې مشران نن جمعه د (ډیسمبر۱۳مه) په یوه مجازي غونډه کې په سوریه کې د روان وضعیت په اړه خبرې کوي.
په سوریه کې د بشاراسد د رژیم له ړنګیدو وروسته موقت حکومت ژمنه کړې چې د قانون واکمني به ټینګوي.
دغو مشرانو ویلي، په سوریه کې د یوه ټولګډونه، غیرفرقه یې حکومت د رامنځ ته کیدو پرلور د انتقالي بهیر ملاتړکوي.
دوی د ښځو او لږکیو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د ملاتړ د غوښتنې ترڅنګ په دې ټینګارکړی چې د اسد له رژیم سره دې د ترسره کړو جنایتونو په خاطر حساب کتاب وشي.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپورله مخې د سوریې په نژدې څوارلسه کلنه کورنۍ جګړه کې له پنځو لکو زیات کسان وژل شوي، په میلیونونو کډوال شوي او د اسد درژیم په زرګونو مخالفان زنداني شوي یا وژل شوي دي.
د هیئت تحریر شام ډلې HTS په مشرۍ د افراطي ډلې نویو واکمنانو د اسد د واکمنۍ د قربانیانو لپاره د عدالت د تامین ژمنه کړې ده.
د دې ډلې مشر ابو محمد الجولاني، چې اوس له خپل اصلي نوم احمد الشرع څخه کار اخلي، له هیوادونو څخه غوښتي دي چې هر هغه مجرم دې بیرته وروسپاري چې د دوی هیواد ته ورغلی وي.
هغه ویلي، دا دې کار هدف د عدالت تامین دی.
افغانستان د زمبابوې پر وړاندې لوبې کې د توپوهنې پرېکړه کړې ده
افغانستان د زمبابوې پر وړاندې لوبې کې د توپوهنې پرېکړه کړې ده.
ټاکل شوې ده چې په څو شېبو کې د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه سیالي د زمبابوې په پلازمینې هرارې کې پیل شي.
د دې سیالۍ پچه افغان لوبډلمشر راشدخان وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
دا د روانې لوبلړۍ دویمه سیالي ده، په لومړۍ لوبه کې د ۴ ویکټو په تفاوت زمبابوې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.
په ننۍ سیالۍ کې د افغانستان په یولس کسیز ترکیب کې درې تغیرات راغلي چې د حضرت ځاځي، کریم جنت او اسحاق رحیمي پر ځای ګلبدین نایب، دروېش رسولي او ذبید اکبري ته چانس ورکړل شوی دی.
دا د ذبید اکبري لومړنۍ نړیواله شل اوریزه سیالي ده چې د افغانستان ملي لوبډلې استازولي کوي.
د ویلو ده چې دواړه لوبډلې به درېیمه شل اوریزه سیالي سبا شنبه د ډسمبر په ۱۴مه نېټه ترسره کړي.
امریکا: د طالبانو حکومت، تحریک طالبان پاکستان او د القاعده ډلو غړو ته په افغانستان کې ځای ورکړی دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه نوي راپورموندني ښیي چې طالبان په افغانستان کې د القاعدې او تحریک طالبان پاکستان (TTP) د غړو کوربه توب کوي. په دغه نوي راپورکې چې دې وزارت پرون پنجشنبې خپورکړې همدارنګه ویل شوي چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړیو ته چې د افغانستان په خاوره کې فعال دي، اجازه ورکړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ وکړي او بریدونه ترسره کړي. په دې راپورکې دغه راز ویل شوي چې د طالبانو په منځ کې په دې اړه چې له تحریک طالبان پاکستان سره څه ډول چلند وشي اختلاف دی. په راپورکې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې حملو ته په اشاره ویل شوي چې دې ډلې په بریدونو کې تر ډیره د طالبانو غړي په نښه کړي دي. ویل شوي چې داعش د جنوري له میاشتې نه تراوکتوبر میاشتې پورې له اتلسو بریدونو څخه يې په څوارلسو کې د طالبانو غړي په نښه کړي او یوازې په دریو کې یې شیعه لږکۍ هدف ګرځولي او په یوه کې یې د بهرنیو چارو وزرات کارکونکي په نښه کړي و.
پرطالبانو د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د حملو د زیاتوالي خبرده داسې مهال کیږي چې دې ډلې وړمه ورځ د طالبانو د کډوالو او بیرته راستیندونکو چارو د سرپرست وزیرخلیل الرحمن حقاني د وژلو مسولیت هم واخیست.
طالبانو تراوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.