د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د افغانستان دفاع وزارت: د هلمند د وروستیو جګړو لپاره د طالبانو قوماندان ووژل شو


هلمند کې افغان ځواکونه
هلمند کې افغان ځواکونه

د افغانستان حکومت د هلمند په جګړو کې د پرمختګ خبره کوي او ادعا کوي چې د هلمند د وروستیو جګړو لپاره‌یې د طالبانو قوماندان وواژه.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، ملا شاه ولي چې د طالبانو د هلمند د جګړې قومانده‌یې په لاس کې وه، ووژل شو.

د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې ملا شاه ولي د هوایي برید په ترڅ کې له خپلو ملګرو سره ووژل شو: "د هلمند په نادعلي کې هوایي ځواک د طالبانو یو پټنځای په نښه کړ چې په ترڅ کې یې ملا شاه ولي هغه کس چې په چاه انجیر او باباجي کې یې د طالبانو د جګړې رهبري کوله له درېیو نورو جنګیالیو سره یوځای ووژل شو."

روح‌الله احمدزی
روح‌الله احمدزی

سره له دې چې د دې راپور تر چمتو کېدو ازادي راډيو بیا بیا له طالبانو سره ارتباط ونیو، دوی په دې اړه څه ونه‌ویل.

له دې پېښې سره په یوه ورځ د افغانستان دفاع وزارت وایي چې چهارشنبې د لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ ترمنځ لویه لار له طالبانو پاکه شوې ده او په دې سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ طالبان وژل شوي او ۲۷ تنه‌یې ټپيان شوي دي.

له څو ورځو راهیسې په هلمند کې افغان ځواکونو له طالبانو څخه د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات پيل کړي چې په وروستیو کې طالبانو نیولي وو.

دفاع وزارت وایي، د نادعلي ولسوالۍ چاه انجیر سیمه او د ناوې ولسوالۍ په لور یې په لسګونه کلي له یاغیانو او ماینونو پاک کړي دي.

نږدې دوه اوونۍ مخکې طالبانو په هلمند کې پراخ بریدونه پيل کړل او ویې‌ویل چې دوی هغه سیمې بېرته نیسي چې حکومتي ځواکونو ترې نیولې دي او طالبانو د لښکرګاه په لور پرمختګ وکړ، د ښار تر څلورمې ناحیې راورسېدل.

په هلمند کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ
په هلمند کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ

طالبانو وویل چې د دې عملیاتو هدف د هغو سیمو بېرته نیول دي چې افغان ځواکونو ترې لاندې کړې دي. د طالبانو د پرمختګ مخه د امریکایي الوتکو بمبارۍ ونیوله، طالبانو پر دې اعتراض وکړ.

د دې جګړو له امله په زرګونه کسانو لښکرګاه ته پناه یووړه. دا معلومه نه‌ده چې په پرونۍ بمباري کې چې د طالبانو یو مهم قوماندان ووژل شو، امریکایي الوتکو مرسته کړې ده که نه، خو د افغانستان دفاع وزارت وایي، تمه ده چې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د لښکرګاه او شاوخوا سیمو وضعیت بېرته عادي شي.

XS
SM
MD
LG