د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۳۷

دفاع وزارت: د هلمند پراخې سیمې له وسله والو طالبانو بېرته نیول شوي

په هلمند کې افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پرمهال
په هلمند کې افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پرمهال

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي، چې د هلمند د نادعلي او ناوې ولسوالیو پراخې سیمې یې له وسله والو طالبانو بېرته نیولي دي.

دغه وزارت وايي، په پوځي عملیاتو کې تر سلو زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان دفاع وزارت تمه لري، چې په هلمند کې د پیل شویو عملیاتو په نتیجه کې به په لښکرګاه او شاوخوا ساحو کې وضعیت عادي بڼه خپله کړي.

د وزارت په حواله د پیل شویو عملیاتو په نتیجه کې د لښکرګاه تر څنګ په نادعلي او ناوې ولسوالیو کې زیاتې ساحې له وسله والو طالبانو بېرته نیول شوي دي.

فواد امان
فواد امان

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېر ماښام ازادۍ راډیو ته وویل: "په وروستیو کې د هلمند د ناوې او نادعلي ولسوالیو زیاتې ساحې له وسله والو طالبانو تصفیه شوې، په دغو ساحو کې طالبان راغونډ شوي وو، خلک یې ځورول او له دوی یې باج اخیست، د دواړو لوریو په وسله والو نښتو کې تر سلو زیات طالبان مړه یا هم ټپیان شول، د دوی زیاتې وسلې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاس ته ورغلې، په هلمند، په ځانګړي ډول د لښکرګاه ښار په څنډو کې عملیات په شدت روان دي، که خدای کول په لښکرګاه کې به وضعیت عادي شي."

دفاع وزارت نه دي ویلي، چې د پوځي عملیاتو پر مهال څو تنه افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د هلمند والي وايي، د پوځي عملیاتو پرمهال یو موټربم او په لسګونو کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړای شوي دي.

والي، ازادۍ راډیو ته وویل، تصفیه شويو سیمو ته د بېځایه شویو کورنیو ستنېدل پیل شوي دي.

تورن جنرال محمد یاسین
تورن جنرال محمد یاسین

هغه زیاته کړه: "د خوشبختۍ ځای دا دی، د دغو سیمو خلک چې د جګړو له کبله بېځایه شوي وو، بېرته خپلو کورونو ته تللي او هلته ځای پر ځای کېږي."

د هلمند په ځینو سیمو له دې جملې مرکز لښکرګاه، ناوې او نادعلي کې د تلې/ میزان پر ۲۰مه جګړې پیل شوې، چې وسله والو طالبانو د لښکرګاه د ځینو برخو په ګډون ځینې سیمې ونیولې.

د هلمند چارواکو ویلي چې په دغو تازه جګړو کې نږدې لس زره کورنۍ نورو سیمو ته کډې کولو ته مجبوره شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG