د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

ایران کې افغان زده کړیالان: لا هم د زده کړو د لګښت پیسې نه دي راکړل شوي


په ایران کې د افغان زده کړیالانو اعتراض
په ایران کې د افغان زده کړیالانو اعتراض

په ایران کې افغان زده‌کړیالان وايي، د مالیې وزارت له ژمنو دوه اوونۍ تېرېږي خو لا هم دوی د خپلو زده‌کړو لپاره مرسته کېدونکې پیسې نه دي تر لاسه کړي.

مالیې وزارت نږدې دوه اوونۍ ازادي راډیو ته په ایران کې د شاو خوا ۵۰۰ زده‌کړیالانو لپاره د هغوی د زده‌کړو لپاره د مرسته کېدونکو پیسو په اړه ویلي و چې تر یوې اوونۍ به دا ستونزه حل شي.

په ایران کې یو شمېر افغان زده‌کړیالان وايي، مالیې وزارت یې په ځلونو شویو شکایتونو ته رسېدنه نه ده کړې او له دوی سره یې د زد‌ه‌کړو لپاره د مرسته کېدونکو پیسو په برخه کې په خپل شوې ژمنې عمل نه دی کړی.

دوی وايي، اقتصادي وضعیت یې خراب دی او ان له ډلې یې یو شمېر مجبور شوي چې درنو کارونو ته مخه کړي.

د دوی په استازولي په محمد نسیم فېروزي ازادي راډیو سره خبرو کې خبرداری ورکړ چې که ورسره مرسته کېدونکې پیسې ور و نه رسېږي، په تهران کې به د افغانستان د سفارت پر وړاندې د اعتراض خېمه ودروي.

هغه زیاته کړه: "له موږ سره یې ژمنه کړې وه چې د زده‌کړیالانو د زده‌کړې لپاره د مرسته کېدونکو پیسو په برخه کې به ستونزه حل کړي، خو متاسفانه هیڅوک ځواب ویوونکی نه دي، هیله‌مند یم چې د دویم ځل لپاره زموږ غږ تر مسوولانو ورسوئ، څو زموږ حق موږ ته را کړي، که د لړم تر یوولسمې موږ ته زموږ حق را نه کړل شي، موږ به د دویم ځل لپاره په تهران کې د افغانستان د سفارت پر وړاندې د اعتراض خېمه وردوو."

د معترضو زده کړیالانو یو انځور
د معترضو زده کړیالانو یو انځور

دا په داسې حال کې ده چې د مالیې وزارت دوه اوونۍ وړاندې د دې زده‌کړیالانو د ستونزې د حل په اړه ازادي راډیو ته ویلي و چې تر یوې اوونۍ به د دې زده‌کړیالانو د زده‌کړې پیسې په تهران کې د افغانستان سفارت ته ولېږدول شي.

په ورته وخت کې په ایران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال وايي، د دې زده‌کړیالانو د ستونزې د حل په اړه یې څو ځل لیکونه اړونده ادارو ته استولي دي.

په ورته وخت کې د لوړو‌ زده‌کړو وزارت ویاند حامد عبیدي وايي، د هغو افغان زده‌کړیالانو نوملړ چې په ایران کې د ماسټرۍ او دوکټورا په زده‌کړو بوخت دي، وروستی شوی دی او د پیسو د حوالې لپاره به مالیې وزارت ته واستول شي.

خو د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي بیا ا زادي راډیو ته وویل، تر اوسه د دې زده‌کړیالانو د پیسو د ورکړې په برخه کې ستونزې شته.

شمعروز خان مسجدي
شمعروز خان مسجدي

هغه زیاتوي: "دا مسئله یو څه ستونزې لري، ځکه دوی هغه زده‌کړیالان نه دي چې باید د زده‌کړو لپاره د مرستې په توګه پیسې تر لاسه کړي، هغه پیسې چې باید ورکړل شي، زیاتې دي او موږ په دې برخه کې لوړو‌ زده‌کړو او بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې یوو، مالیې وزارت هڅه کوي چې له یوې سرچینې دوی ته پیسې ورکړي، موږ په لټه کې یوو ولې متاسفانه تر اوسه دې ستونزې ته رسېدنه نه ده شوې."

اوسمهال نږدې ۵۰۰ افغان زده‌کړیالانو د ماسټرۍ او دوکټورا په برخه کې په زده‌کړو د ایران په بېلابېلو پوهنتونونو کې په زده‌کړو بوخت دي، خو دوی وايي، له ۱۳۹۷ راهیسې یې هغه پیسې نه دي تر لاسه کړي، کومې چې د زده‌کړو لپاره د مرستې په توګه ورکول کېږي.

له دې وړاندې هم په ځینو نورو هېوادونو کې یو شمېر زده‌کړیالانو په دې برخه کې د شکایت په ډول خپل غږ پورته کړی چې ګنې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو څوک یې مرستې ته نه دي رسېدلي.

XS
SM
MD
LG