د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

ایران کې د ځيني طبي برخو محصلان د دودیز طب زده‌کړو ته هم اړ شول


ارشیف
ارشیف

د ایران روغتیا وزارت اعلان کړی چې د طب، د غاښونو او درمل جوړولو محصلان اړ دي چې د دودیز طب دوه روزنیزې دورې هم بشپړې کړي.

دا خبر د ایران رسنیو پرون سې شنبه ورکړ.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د رسمي ارقامو له مخې، په ایران کې په کرونا ویروس نږدې ۸،۵۰۰ کسان مړه شوي او په دې ویروس تر یو لک او ۷۵،۰۰۰ ډېر کسان اخته شوي دي.

خو ګومان کېږي چې په ویروس د اخته کسانو او مړو کسانو شمېر به تر دې خورا زیات وي.

په وروستیو اوونیو کې د کرونا ویروس لپاره د ځینو خپل سرو حکیمانو د ناتصویب شوې تداوۍ لپاره تبلیغاتو جنجالونه پارولي دي.

روغتیایي چارواکو د کرونا ویروس د جعلي درملو په اړه خبرداری ورکړی چې په دغو درملو کې غیر قانوني بوټي هم شامل دي او په انلاین بڼه خرڅېږي.

تېره میاشت چارواکو هغه سړی هم ونیوه چې په یوه خپره کړې وېډیو کې یې ادعا کړې وه چې د اوښانو د متیازو څښل په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG