د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

د ازادي راډیو له لوري د دوو نویو کتابونو مخکتنه وشوه


فرهنګ جان محبوب شاه محبوب لیکلی او دریچه به سوی فرهنګ مردم مهریې انوري او شمیلا جاوید لیکلي
فرهنګ جان محبوب شاه محبوب لیکلی او دریچه به سوی فرهنګ مردم مهریې انوري او شمیلا جاوید لیکلي

د ازادي راډیو له لوري د دوه نویو کتابونو مخکتنه وشوه.

د مخکتنې دا مراسم چې په انلاین بڼه جوړ شوي وو په کې د ازادي راډيو مسئولینو او د پښتو او دري ژبې لیکوالانو په کې برخه اخیستې وه.

دا کتابونه د ازادي راډیو د دوو ښوونیزو خپرونو ژوند په شېبو کې او در امتداد لحظه ها لیکې بڼه ده چې په پښتو ژبه محبوب شاه محبوب او په دري ژبه مهریې انوري او شمیلا جاوید لیکلي دي.

محبوب شاه محبوب
محبوب شاه محبوب

په دې کتاب کې د افغان فرهنګ، تاریخي سیمو، دودونو، باورونو، لرغونو ابداتو، ښکلو هنرونو او په ټوله کې د فولکلوریکو توکو په اړه معلومات شامل دي.

قادر حبیب
قادر حبیب

د ازادي راډیو د افغانستان د برخې مشر قادر حبییب د دغه کتاب د چاپ د هدف په اړه وویل: "دا کتاب به د فرهنګ، تاریخي اباداتو، فوکلور او په بېلابېلو برخو کې د محصلینو لپاره د څېړنې لا زمینه برابره کړي، هیله داده چې دا کتاب وکولای شي د محصلینو او څېړونکو لپاره یوه ښه سرچینه شي، او د دې کتابونو چاپ او مخکتنه فرهنګي او فولکلوریک مسایلو ته د پاملرنې د بیا جلبولو لامل وګرځي چې د سولې او جګړې به درشل کې ورته پام نه کېږي."

دغه تازه خپاره شوي کتابونه به پلازمېنې کابل او بېلابېلو ولایتونو کې عامه کتابتونونو او پوهنتونونو ته ووېشل شي څو محصلین او د کتابه مینه وال ترې ګټنه وکړي.

ژوند په شېبو کې او در امتداد لحظه ها خپرونې افغانستان ته د ازادي راډیو د پښتو او دري څانګې د ښوونیزو خپرونو له پیل سره جوړې او په اوونۍ کې یو ځل خپرېږي خو بیا ځلي تکرار هم لري.

د پښتو او دري ژبې مطرح لیکوال او شاعر او علمي کدر اکاډمیسین سلیمان لایق د دغه کتاب په سریزه کې کښلي چې، له دغه کتاب څخه د افغانستان پېژندنې په برخه کې د ماخذ په توګه کار اخیستلی شو.

دا کتاب ټول ۴۷۷ مخه لري چې هر یو زر ټوکه چاپ شوی دی.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاده زرغونه زېور د مخکتنې په غونډه کې د ازادي راډيو دا اقدام وستایه او د دې کتاب چاپ او خپرېدل يې د افغاني ټولنې لپاره ګټور یاد کړل.

زېور زیاته کړه: "د دې کتاب ارزښت زموږ او د پښتنې ټولنې لپاره ځکه ډېر زیات دی چې په دې کتاب کې هغه مسایل راټول شوي دي چې اوسمهال د ورکېدو په حال دي، دا کتاب به راتلونکې نسل ته د یو فرهنګي میراث په توګه پاتې شي."

د یادونې ده چې ازادي رادیو د دغو خپرونو په شمول ۳۲ نورې بیلابیلې خپرونې هم لري چې د ازادي راډیو په ویب پاڼه یې غږیزه بنه هم اورېدل کېږي.

XS
SM
MD
LG