د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۴۰ میلیونو او د مړو له دوه‌نیم لکو واوښت


د برازیل په یوه روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان
د برازیل په یوه روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان

په نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۴۰ میلیونو واوښتې. اروپا کې چې د دغه ویروس له امله د مړو شویو شمېر له دوه‌نیم لکو کسانو اوښتی، ډېرو دولتونو بیرته سخت مقررات وضع کړي دي.

پرون یکشنبه بیا په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر نږدې ۴۰ میلیونو ۵۱ زره او له امله‌یې د مړو شویو شمېر نږدې یو میلیون یو لکو ۱۴ زره کسانو ته ورسېد.

دا د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې دي، خو حقیقي شمېرې به له دې ډېرې لوړې وي، ځکه ډېر خلک پرته له دې چې پوه شي پر کرونا اخته شوي، ټستونه نه‌کوي او شک کېږي چې یو شمېر هېوادونه به هم د کرونا د مثبتو پېښو اصلي شمېرې پټوي.

په اروپایي هېوادونو کې چې په دې وروستیو اوونیو کې د کرونا ویروس په چټکۍ په‌کې د خپرېدو په حال کې دی، په تېرو اوو ورځو کې یې پېښې په سلو کې ۴۴ زیاتې شوې دي. د دغه ویروس چټک سرایت ډېر هېوادونه دې ته اړ کړي چې سخت مقررات بیا وضع کړي.

پولنډ کې روغتیايي کارکوونکی
پولنډ کې روغتیايي کارکوونکی

پولنډ پرون اعلان کړه چې په وارسا کې یو لوی سپورټي لوبغالی چې د شااوخوا ۵۸ زره نندارچیانو ظرفیت لري، د 'کووېډ-۱۹' پر ناروغۍ د اخته شویو کسانو د درملنې پر یوه ساحوي روغتون بدلوي. په دغه روغتون کې به د اکسیجن پر ماشینونو سمبال د ۵۰۰ ناروغانو لپاره خونې جوړېږي.

په پولنډ کې روغتیایي چارواکو پرون د کرونا د څه کم اووه‌نیم زرو مثبتو پېښو خبر ورکړ.

په اتریش کې چې د کرونا مثبتې پېښې هره ورځ په زیاتېدو دي، صدراعظم‌یې پرون د مخنیوي لپاره د یو لړ نویو اقداماتو په ترڅ اعلان وکړ چې په عامه سرپټو ځایونو کې دننه له شپږو او دباندې له ۱۲ زیات کسان نه‌شي راټولېدای.

په بلجیم کې چې د یوې میاشتې په مخه رستورانتونه او بارونه بند شوي، د شپې له‌خوا پر ګرځېدو راګرځېدو هم بندیز ولګول شو.

د بلجیم په یوه روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغ د درملنې لاندې
د بلجیم په یوه روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغ د درملنې لاندې

سلووینیا پرون رسماً اعلان وکړ چې په هېواد کې د کرونا وبا خپره شوې ده. دغه اعلان د یوې میاشتې په مخه حکومت ته اجازه ورکوي چې له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره نور محدودیتونه ولګوي.

دغه د اروپا ۲ میلیون نفوس لرونکی هېواد په اروپا کې لومړنی هېواد و چې په مې میاشت کې یې ځان له کرونا څخه خلاص هېواد اعلان کړی و. تېره اوونۍ په سلووینیا کې د کرونا د سلګونه نویو پېښو راپور ورکړل شو.

چک جمهوریت په اروپا کې د کرونا ویروس نوې څپې تر ټولو ډېر اغېزمن کړی دی.

په دې هېواد کې په دې وروستیو اوونیو کې تقریباً هره ورځ پر کرونا ویروس له پنځو زرو د زیاتو کسانو د اخته کېدو راپورونه ورکړل شوي. د دغه ویروس د سرایت د مخنیوي لپاره د نویو سختو اقداماتو له مخې د نومبر تر درېیمې پورې سینماګانې، تیاترونه، سپورټي ځایونه، موزیمونه او هنري ګالرۍ به بندې وې او له وړکتونونو پرته ټول ښوونځي د انلاین په بڼه فعالیت مخ ته وړي. د ماسک کارول په ټولو عامه ځایونو کې اجباري دي.

چک جمهوریت کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو د درملنې روغتون
چک جمهوریت کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو د درملنې روغتون

د فرانسې حکومت دوه ورځې مخکې په پاریس او څو نورو لویو ښارونو کې د ماښام له نهو د سهار تر شپږو بجو پورې ګرځبندیز اعلان کړ. دغه بندیز به څلور اوونۍ دوام ولري.

په شمالي او جنوبي امریکا کې هم د کرونا ویروس پېښې په زیاتېدو دي.

په متحده ایالاتو کې وړمه ورځ د کرونا له ۵۲ زرو زیاتې نوې پېښې ثبت شوې چې د کرونا د ۱۴ ورځو ثبت شویو پېښو ته په پام دا په سلو کې ۲۸ زیاتوالی ښیي. په دې هېواد کې د دغه ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۲۲۰ زرو ته رسېدلی دی.

په برازیل کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له ۲۴ زرو او د مړینو له ۴۵۰ زیاتې پېښې ثبت شوي چې په دې سره په دې هېواد کې پر کرونا د ټولو اخته شویو کسانو شمېر له ۵ میلیونو او دوه لکه کسانو اوښتی.

'کووېډ-۱۹' ناروغۍ هم په دې هېواد کې د نږدې یو لک و ۵۴ زره کسانو ژوند اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG