د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

اروپایي هېوادونو د کرونا ویروس نویو پېښو کې ۴۴ سلنه زیاتوالى راغلى


ارشيف
ارشيف

په اروپا کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو شمېره تر ۲۵۰ زرو واوښت.

دا خبر نن داسې مهال خپور شوی چې اروپایي هېوادونه د کرونا ویروس د تازه پېښو د خورېدو د مخنیوي لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

اروپایي هېوادونو په تېرو اوو ورځو کې د کرونا ویروس د نویو پېښو د ۴۴ سلنې ډېروالی ثبت کړی دی.

همدا د دې سبب شوی چې یو شمېر هېوادونه نوي محدودیتونه ولګوي.

شمالي او جنوبي امریکا هم د کرونا ویروس د مخنیوي مبارزې ته دوام ورکوي.

په امریکا متحده ایالاتو کې د اکتوبر پر ۱۷ څه باندې ۵۲ زره کسان تازه په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره تر څلویښت میلیونه اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG