د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له ۴۰ میلیونو واوښت


ارشیف
ارشیف

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له څلوېښتو میلیونو واوښت.

له دې ډلې نږدې یو میلیون او یو سل او دولس زره کسان مړه شوي دي.

یو شمېر اروپايي هېوادونو یو وار بیا د کویډ۱۹ په مثبتو پېښو کې له جدي زیاتوالي اندېښنه ښودلې.

بریټانیا ویلي چې ۱۷ زره نوې پېښې یې ثبت کړې دي.

اخوا سلواکیا چې تر نورو اروپايي هېوادونو په کې کم خلک په کرونا اخته شوي و داسې پلان لري چې خپل ټول وګړي د کرونا په وړاندې معاینه کړي.

د سلواکیا صدراعظم ایګور ماتوویچ په دې اړه وویل: "دا معاینه داسې یوه طریقه ده چې له لارې یې کولای شو د عفونت لارې یا بندې کړو یا یې منحرفې کړو، که دا کار وکړای شو نه یواځې د اروپا بلکې د ټولې نړۍ لپاره به یوه الګو و اوسو."

په چک جمهوریت کې هم چې اوس تر نورو اروپايي هېوادونو په ورځنۍ کچه زیاتې مثبتې پېښې پکې ثبتېږي دوه اوونۍ نور هم لګېدلي محدودیتونه جاري ساتي.

په دغه هېواد کې تېر دوه اوونۍ د مثبتو پېښو شمېر د نورو اروپايي هېوادونو لس چنده زیات بلل شوی.

XS
SM
MD
LG