د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

د قرغزستان ولسمشر استعفا وکړه


سورنبای جینبکوف رئیس جمهور قرغزستان
سورنبای جینبکوف رئیس جمهور قرغزستان

د قرغزستان ولسمشر سورنبای جینبکوف اسعتفا وکړه. دا په تېرو ۱۵ کلونو کې درېیم ځل دی چې عامه اعتراضونه د پخواني شوروي اتحاد په دې جمهوریت کې ولسمشر مجبوروي چې استعفا وکړي.

سورنبای جینبکوف وروسته تر دې استعفا وکړه چې د پارلماني ټاکنو د رسمي نتیجو له اعلان وروسته پراخې مظاهرې وشوې.

په هغه بیان کې چې نن خپور شو، جینبکوف وویل چې په هېواد کې سوله او یووالی د ده تر څوکۍ مهم دي.

په دې بیان کې د جینبکوف په وینا راغلي دي چې دی نه‌غواړي د قرغزستان په تاریخ کې د داسې ولسمشر په توګه یاد شي چې د ده د واک له امله وینې وبهېدې او پر خپلو خلکو یې ډزې وکړې.

جینبکوف زیاتوي، د دې سربیره چې یوه ورځ مخکې ده د پارلمان دا پرېکړه تأیید کړه چې سادیر ژاپاروف د نوي صدراعظم په توګه وټاکي، په هېواد کې تېری کوونکی حالت پای ته ونه‌رسېده او بیا یې هم زما د استعفا غوښتنه وکړه.

د سورنبای جینبکوف و سادیر ژاپاروف لیدنه
د سورنبای جینبکوف و سادیر ژاپاروف لیدنه

په بیان کې راغلي چې اعتراض کوونکي له امنیتي ځواکونو سره د شخړو په درشل کې دي او باید له پاروونکو هڅو ډډه وشي.

په ورته وخت کې جینبکوف د صدراعظم ژاپاروف له ملاتړو او نورو سیاسي څېرو غوښتي چې له مظاهرو لاس واخلي.

ژاپاروف تېره اوونۍ د اعتراضونو په لړ کې له زندانه خوشې شو، دی د برمته کولو په جرم په اوږده حبس محکوم و.

قرغزستان کې د اعتراضونو د مهارولو لپاره د بلوا ضد پولیس
قرغزستان کې د اعتراضونو د مهارولو لپاره د بلوا ضد پولیس

ژاپاروف د چهارشنبې په ورځ صدراعظم وټاکل شو او له دې سره د اکټوبر د څلورمې نېټې د پارلماني ټاکنو د نتیجو له امله رامنځته شوي کړکېچ ته د هواري لاره پیدا شوه.

د انتخاباتو د نتیجو تر اعلان وروسته د اکتوبر په شپږمه اعتراض کوونکو دولتي ودانۍ ونیولې.

XS
SM
MD
LG