د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

قرغزستان جمهور رئیس: چمتو یم استعفا ورکړم


د قرغزستان جمهور رئیس سورونبای جینبیکوف
د قرغزستان جمهور رئیس سورونبای جینبیکوف

د قرغزستان جمهور رئیس ویلي چمتو دی چې استعفا ورکړي.

د پارلماني ټاکنو له پایلو ناخوښو کسانو بلاخره د قرغزستان جمهور رئیس انعطاف ته اړ کړ.

سورونبای جینبیکوف په خپله ویب‌پاڼه لیکلي چې چمتو دی د نوې کابینې تر تأیید وروسته استعفی ورکړي.

د هغه په حواله زیاته شوې: "کله چې په قرغزستان کې یو وار بیا د قانون حاکمیت ټینګ شو چمتو دی د جمهوري ریاست څوکۍ پرېږدي."

که څه هم داسې برېښي چې د جمهور رئیس جینبیکوف دا وړاندیز او انعطاف د واک د انتقال چاره اسانه کړي خو معلومه نه‌ده چې د ده ایډیال شرایط به پوره کېږي که څنګه؟

د قرغزستان جمهور رئیس داسې وخت نن جمعه چمتووالی ښودلی د هر څه په سمېدو واک پریږدي چې د پارلماني ټاکنو د پایلو په اړه ناخوښو سیاسي ډلو او مظاهره چیانو د تازه مظاهرو د ترسره کولو غږ پورته کړی.

د قرغزستان پارلماني ټاکنې یکشنبه وشوې چې په کې د اوسني واکمن رژيم اکثر پلوي کسان بریالي اعلان شول.

دې پایلو د منځنۍ اسیا د دغه هېواد د سیاسي مخالفو ډلو او خلکو تند غبرګون وپارواه او پراخې مظاهرې یې ترسره کړې

لاریون کوونکي
لاریون کوونکي

د مظاهرو په ترڅ کې خلکو دولتي ودانۍ ونیولې او د انتخاباتو کمېسیون یې اړ کړ چې چهارشنبه د پارلماني ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړي.

ولسمشر سورونبای جینبیکوف هم د پایلو له باطلېدو سره موافقه وښودله.

مظاهره چیانو د نوي موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې هغه غوښتنه چې دوی يې د تحقق لپاره د مظاهرو د دوام ګواښ کړی.

د سیاسي مخالفو ډلو له منځه څو تنو د نوي موقت حکومت د رهبري لپاره چمتووالی ښودلی خو تر اوسه په هېڅ یوه موافقه نه‌ده شوې.

له یکشنبې راهیسې د منځنۍ اسیا دا هېواد په تازه کړکېچ کې ایسار دی چې ورسره په اکثرو ښارونو کې عادي ژوند ګډوډ شوی.

په ځینو راپورونو کې خلکو دا شکایتونه هم کړي چې د مظاهرو په پلمه ځینې لوټماران د خلکو شخصي شتمنۍ او وسایل غلا کوي.

XS
SM
MD
LG