د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۳۳

نړۍ

د قرغزستان امنیتي ځواکونو د دې هېواد پخوانی ولسمشر نیولی

المازبیک اتمبایف

د قرغزستان امنیتي ځواکونو د دې هېواد پخوانی ولسمشر المازبیک اتمبایف نیولی دی.

د قرغزستان د دولتي امنیت کمیټې نن د اتمبایف د نیولو خبر ورکړ.

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د دې هیواد د پارلمان غړيو د نوي حکومت د جوړېدو په اړه د بحث لپاره راټول شوي دي.

لا هم د قرغزستان د پارلماني انتخاباتو په تړاو لانجې په دې هېواد کې دوام لري.

د ولسمشر سورون بای جین بیکوف لخوا د بېړني حالت تر اعلان وروسته، د قرغزستان پلازمېنه بشکېک د لانجو د ډېرېدو شاهده ده.

ادعا کېږي چې د اکتوبر د څلورمې نېټې په انتخاباتو کې بې نظمې وې او رایې پلورل شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د روغتیا نړیوال سازمان مشر د کرونا د دوامداره کېدو خبرداری ورکړ

د «WHO» مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس

په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو موارد په زیاتېدو دي، د روغتیا نړیوال سازمان مشر د دې وبا د دوامداره کېدو په اړه خبرداری ورکړی.

د «WHO» مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس پرون د اکټوبر په ۲۶مه، په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې د ځمکې د شمالي نیم کرې په ډېرو هېوادونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله په روغتونونو کې د خلکو د بستر کېدو پېښې زیاتې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د جدي مراقبت څانګې، په تېره د اروپا او شمالي امریکا په ګډون په ځینو ځایونو کې نوي ناروغان نه‌شي منلی ځکه ځای نه ورته لري.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې له ۴۳ میلیونو زیات انسانان په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ اخته شوي او له ۱۱ لکو زیات کسان مړه شوي دي.

امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول

د امریکا بیرغ

متحده ایالاتو پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي او دا ځل‌یې د دې هېواد د تېلو په سکټور کې فعال شرکتونه، مؤسسې او افراد په نښه کړي.

په نویو بندیزونو کې د ایران د پټرولیم وزارت، د ایران د تېلو ملي کمپنۍ او د ایران د ټانکرونو ملي شرکت شامل دي.

د امریکا د خزانې وزارت پرون د اکټوبر په ۲۶مه نېټه په یوه بیان کې وویل، هغوی چې بندیزونه پرې لګېدلي، د ایران د سپاه پاسداران اړوند قدس ځواک ملاتړ کوي. په بیان کې د خزانې د وزیر ستیفن منوچین له قوله ویل شوي دي چې د ایران رژیم د قدس ځواک د ورانکارو فعالیتونو د تمویل لپاره د تېلو له سکټور څخه کار اخلي.

بیان زیاتوي چې د ایران حکومت د خپلو خلکو د ملاتړ پر ځای د ترورېستي ډلو او د خپل اټمي پروګرام ملاتړ ته لومړیتوب ورکوي.

د امریکا سنا امي کوني باریټ د سترې محکمې غړیتوب لپاره تأیید کړه

 امي کوني باریټ

د امریکا سنا د سترې محکمې د غړیتوب لپاره د امي کوني باریټ نوماندي تأیید کړه.

له دې سره د سترې محکمې انډول ۳-۶ د محافظه‌کارانو په ګټه بدل شو چې دا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لپاره یوه سیاسي بریا ګڼل کېږي.

د امریکا د مشرانو جرګې چې اکثریت په‌کې جمهوري‌پال دي، پرون د اکټوبر په ۲۶مه، د ۴۸ مخالفو رایو پر وړاندې په ۵۲ موافقو رایو ۴۸ کلنې باریټ ته رایې ورکړې.

د سترې محکمې څوکۍ تېره میاشت وروسته له هغه تشه شوه چې په امریکا کې د عدالت مخکښه لبرال څېره روت بادېر ګینسبورګ مړه شوه.

ډیموکراتانو په سنا کې د باریټ لپاره د رأی اخیستو سره مخالفت کړی و او ویلي یې و، د نوماندې د معرفي کولو او هغې ته د رأی ورکولو بهیر دې د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته چې د نومبر په درېیمه نېټه کېږي، ترسره شي.

د کارګرانو، محصلانو او متقاعدانو مظاهرې؛ لوکاشینکا دې استعفا وکړي

بلاروس کې مظاهره‌چیان

کارګران، محصلان او متقاعدان پرون دوشنبه د بلاروس د پلازمېنې مېنسک لارو سړکونو ته راووتل او له الکساندر لوکاشینکا یې د استعفا غوښتنه وکړه.

دوی شعار ورکاوه چې لوکاشینکا له واکه د لیرې کېدو لپاره د اکټوبر میاشتې د ۲۵مې نېټې ټاکل شوي مهلت ته پام نه‌دی کړی.

اعتراض کوونکو وویل، لوکاشینکا نه‌یوازې له واکه لیرې نه‌شو، بلکې پر اعتراض کوونکو یې د امنیتي تدابیرو په سختولو سره فشارونه لا زیات کړي دي.

راپورونه وايي پولیسو پرون په مېنسک کې د لسګونه زره اعتراض کوونکو په وړاندې رابړي مرمۍ وکارولې او په سلګونه کسان ونیول شول.

په بلاروس کې د اګسټ میاشتې د نهمې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته د لوکاشینکا پر ضد پراخ ولسي اعتراضونه روان دي.

الکساندر لوکاشینکا ځان د دغو ټاکنو ګټونکی بولي، خو اعتراض کوونکي وايي په دغو ټاکنو کې په پراخه پیمانه درغلۍ او سرغړونې شوې دي.

لاوروف: د نړیوالو مسایلو حل کې به له ترکیې سره همکارۍ ته دوام ورکړو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد به‌یې د نړیوالو مسایلو په حل کې له ترکیې سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

سرګي لاوروف پرون په اتن کې له خپل یوناني سیال نیکوس دنیا سره تر کتنې وروسته وویل: "که څه هم په ځینو قضیو کې زموږ کړنلار سر نه سره خوري، خو موږ کولای شو له انقرې سره ځیني ګډ ټکي پیدا کړو."

سرګي لاوروف زیاته کړه، روسیه که څه هم له ترکیې سره ښې اړیکې لري، خو له ستونزو تشې نه‌دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، د هېوادونو ترمنځ هر ډول ولاړې شوې ستونزې باید د ډیالوګ له لارې حل شي او د یونان او ترکیې ترمنځ هم ښايي ځیني ستونزمن مسایل وي.

د یونان او ترکیې ترمنځ وروسته له هغې کړکېچ راغی چې انقرې پرېکړه وکړه، لانجمنو اوبو ته خپلې تحقیقاتي کښتۍ ولېږي.

دې مسئلې د سمندري حدودو او د تطبیقاتو د حقونو پر سر د ناټو د دغو دوو غړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ رامنځته کړ.

د ای پي ایل سیالیو دوام؛ نن کلکته او پنجاب لوبه کوي

ای پي ال سیالیو کې د پنجاب لوبډلې د لوبغاړی راهول یو انځور

د هند د ای پي ایل سیالیو په دوام نن شپه شپږ نیمې بجې د کلکتې نایټ رایډرز او کینګز ایلیون پنجاب ترمنځ لوبه کېږي.

د تېرې شپې په لوبه کې بیا چنای سوپر کېنګز رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

چنای سوپر کېنګز د ۶ لوبغاړو په له لاسه ورکولو ۱۴۶ منډې وکړې او مقابله لوبډله بیا د ۲ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹ اور کې ۱۵۰ منډې وکړې.

همدارنګه ممبيي انډينز د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې وکړې او راجستان رایلز بیا ټاکلی هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۹ اور کې پوره کړ.

د لومړي پړاو لوبې به د نوومبر تر درېیمې دوام وکړي.

تیخانوفسکایا نن په بېلاروس کې د عمومي اعتصاب غوښتنه کړې

د بېلاروس د سیاسي مخالفانو مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا

د بېلاروس د سیاسي مخالفانو مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا نن په دغه هېواد کې د عمومي اعتصاب غوښتنه کړې ده.

د سویتلانا دا غوښتنه په الکساندر لوکاشینکا باندې د فشار راوړلو لپاره ده څو له جمهوري ریاسته لاس واخلي.

د بېلاروس د سیاسي مخالفانو مشرې وروسته له هغه د عمومي اعتصاب غوښتنه وکړه چې لوکاشینکا د واک د پرېښودو لپاره د اکتوبر پنځه ویشتمې ضرب الاجل ته پام ونه کړ او پر ځای یې امنیتي ځواکونه د مظاهره چیانو پر ضد مارش کړل.

لوکاشینکا د اګست نهمې ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شوی خو سیاسي مخالفین بیا سویتلانا تیخانوفسکایا د انتخاباتو مشروع ګټونکې بولي.

د امریکا سنا د سترې محکمې غړیتوب لپاره 'امي کاني بریټ' ته رایه ورکوي

امي کاني بریټ

د امریکا سنا جرګه به نن د سترې محکمې د غړیتوب لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کاندیدې امي کاني بریټ ته رایه ورکړي.

تمه یې ده چې بریټ د سنا جرګې باور خپل کړي ځکه د دې جرګې اکثریت د جمهوري غوښتونکو په لاس کې دی.

ډیموکراټان اوس وخت چې انتخاباتو ته کمې ورځې پاتې دي د سترې محکمې د غړیتوب لپاره د امي کاني بریټ له نوماندۍ سره مخالفت کوي او وايي چې د نومبر درېیمې تر ټاکنو وروسته باید د سترې محکمې غړې معرفي شي.

امي کاني بریټ د سترې محکمې د یوې وتلې غړې روت بادر ګینسبورګ پر ځای معرفي کیږي.

مېرمن ګینسبورګ د سپټمبر په اتلسمه وفات شوې ده.

که چېرته سنا جرګه نن د ولسمشر ټرمپ کاندیدې ته رایه ورکړي په دې سره به د امریکا په ستره محکمه کې د محافظه کارانو شمېر شپږو ته ورسېږي چې په مقابل کې به یې دری تنه پاتې وي.

همداراز به د امي کاني بریټ بریا د سترې محکمې د څو لسیزو تشکیل له ایډیالوژیک نظره بدل کړي.

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په نګورنو قره باغ کې اوربند ټینګ شوی

د ارمنستان او اذربایحان ترمنځ جګړه

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په نګورنو قره باغ لانجمنه سیمه کې بشردوستانه اوربند ټینګ شوی دی.

که څه هم پرون یکشنبه بریدونو دوام درلود، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د اذربایجان او ارمنستان حکومتونو په ګډه اعلامیه کې وویل چې دواړه لوري اوربند ته ژمن دي.

دغلته د څلورو اونیو راهیسې شخړې پيل شوي او دا دریم ځل دی چې د پای ته رسېدو لپاره یې اوربند اعلانېږي.

دا ګډه اعلامیه وروسته له هغه خپرېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جمعې په ورځ واشنګټن کې د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټویټر د دغه اوربند مبارکي ورکړې او لیکلي یې دي: "د ارمنستان صدر اعظم نیکول پاشینیان او د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف ته د اوربند د مراعاتولو د هوکړې مبارکي وایم."

د نګورنو قره باغ لانجمنې سیمې پر سر جګړه شاوخوا میاشت وړاندې ونښته چې تراوسه په کې دواړو خواوو ته نږدې زر کسان وژل شوي دي.

پاپ فرانسيس د ستر کشېش مقام ته د ۱۳ کشېشانو د ارتقا خبر ورکړی

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس د کاردینال یا ستر کشېش مقام ته د ۱۳ کشېشانو د ارتقا خبر ورکړی.

په دې کسانو کې د واشنګټن د کلیسا کاردینال ویلتون ګریګوري هم شامل دی. نوموړی لومړنی تورپوستی دی چې دې رتبې ته رسېږي.

پاپ فرانسیس پرون په واتیکان کې له یوې ځانګړې سټوډیو څخه له لېرې واټنه د یکشنبې د دعا په مراسمو کې په یوه ناڅاپي اعلان کې وویل، په پام کې ده چې دې کسانو ته د کاردینال نوي القاب د نوامبر په ۲۸ رسماً ورکړل شي.

د بلغاریا صدراعظم په کرونا ویروس اخته شوی

د بلغاریا صدراعظم بویکو بوریسوف

په داسې حال کې چې په بلغاریا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی د دې هېواد صدراعظم په 'کوویډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوی دی.

بویکو بوریسوف پر خپله فیس‌بوک پاڼه لیکي چې له دوو معاینو وروسته روښانه شوه چې دی په دې ناروغۍ اخته شوی دی. بوریسوف لیکلي دي چې د ډاکټرانو له سپارښتنې سره سم په کور کې پاتې کېږي.

بلغاریا چې د وګړو شمېر یې اووه میلیونه دی تر دې دمه د کرونا ویروس ۳۷۶۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړي او ۱۰۸۴ کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

د بلغاریا حکومت د اکتوبر له ۲۱مې نېټې راهیسې یو لړ نوي محدودیتونه لګولي او په ودانیو کې دننه یې د ماسک اغوستل جبري کړي دي.

همداراز د پلازمېڼې سوفیې په ګډون په یو شمېر ښارونو کې د شپې کلپونه هم بند شوي دي.

تیخانوفسکایا: له نن به بلاروس کې حکومت ضد اعتصاب پیل شي

د بلاروس د اپوزیسیون مشره سویتلانا څیخانوفسکایا

د بلاروس د اپوزیسیون مشره سویتلانا تیخانوفسکایا وايي چې له نن دوشنبې څخه به د ټول هېواد په کچه د حکومت پرضد د خلکو اعتصاب پیل شي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د بلاروس مشر الکساندر لوکاشینکا ته د اپوزیسیون له‌خوا ورکړل شوی مهلت پرون د اکتوبر په ۲۵ مه پای ته ورسېد.

پرون له یولک زیاتو کسانو د بلاروس په بېلابېلو ښارونو کې د لوکاشینکا پرضد لاریون وکړ.

پرون د دې اعتراضونو یوولسمه یکشنبې وه او خلک د کورنیو چارو وزارت له هغه خبرداري سره چې ویل یې په بې جواز مظاهرو کې دې ګډون نه کوي، لاریونونو ته راووتل.

په پلازمېنه مینسک کې پرون په داسې حال کې چې لسګونه زره کسان د خپلواکۍ د ماڼۍ خوا ته روان وو پولیسو له بېسده کوونکو لاسي بمونو کار واخیست او په نتیجه کې یو تن ټپي شو. د راپورونو له مخکې دولتي ځواکونو لسګونه کسان هم ونیول.

مېرمن تیخانوفسکایا تېره شپه ناوخته په یوه بیان کې وویل، رژیم یوځل بیا د بلاروس خلکو ته وښودله چې له زوره کار اخیستل یوازینی کار دی چې د ترسره کولو توان یې لري.

دا اعتراضونه نږدې دوه میاشتې مخکې وروسته له هغه پیل شول چې د بلاروس د انتخاباتو کمېسیون د مې د نهمې په انتخاباتو کې لوکاشینکا په سلو کې د اتیا رایو ګټونکی اعلان کړ. اپوزیسیون وايي چې په رأیو کې تقلب شوی دی.

ښايي نن په مینسک کې د لوکاشینکا د واکمنۍ پرضد بیا لاریونونه وشي

د لاریون کوونکو یو انځور

اټکل کېږي چې نن به بیا د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې د الکساندر لوکاشینکا د واکمنۍ پرضد لاریونونه وشي.

نن هغه مهلت پای ته رسېږي، چې اپوزیسیون له واک څخه د لیرې کېدو لپاره لوکاشینکا ته ټاکلی و او ویلي وو که له واکه لیرې نه شي په ملي سطحه به له اعتصابونو سره مخامخ شي.

د بېلاروس د کورنیو چارو وزارت خلکو ته خبرداری ورکړی، په هغو مظاهرو کې چې له مخکې یې اجازه نه وي اخیستل شوې، برخه وانخلي.

وروسته له هغې چې د اګست میاشتې د نهمې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې الکساندر لوکاشینکا، چې له ۱۹۹۴م کال راهیسې په واک کې دی، ځان ګټونکی اعلان کړ، په دغه هېواد کې مظاهرې روانې دي.

په هغو ټاکنو کې د پراخو درغلیو او سرغړونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د رزمي سیالیو مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف لوبې پرېښودې

حبیب نورمحمدوف

د رزمي سیالیو مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف له دې لوبې سره مخه ښه وکړه.

ده وروسته له دې په سیالیو کې له ګډونه استعفا وکړه چې خپل امریکايي سیال جاستن ګیچي ته‌یې ماتې ورکړه.

محمدوف پرون په دوبۍ کې ګیچي ته ماتې ورکړه او د ۲۹ ځل لپاره‌یې بې له کومې ماتې اتلولي وګټله.

نوموړي د تېرې ورځې د سیالۍ له ګټلو وروسته خپلې دستکشې پر ځمکه کېښودې او ویې ویل له خپلې مور سره د کړې ژمنې په اساس د رزمي سیالیو سره خدای پا اماني کوي.

حبیب نور محمدوف د روان کال د جولای په میاشت کې د خپل پلار د مړینې پر مهال چې د کرونا ویروس له امله مړ شو له خپلې مور سره د دې سیالیو د پرېښودو ژمنه کړې وه.

نوموړي وویل، له مور سره يې ژمنه کړې وه چې په میدان کې د خپل پلار د نه موجودیت په صورت کې به د سیالیو لپاره لوبغالي ته ښکته نه شي او بل اخره يې دا ژمنه پوره کړه.

د رزمي لوبو مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف استعفا وکړه

د رزمي سیالیو مشهور لوبغاړی حبیب نورمحمدوف

د رزمي سیالیو مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف له دې لوبې سره خدای پاماني وکړه.

ده وروسته له دې په سیالیو کې له ګډونه استعفا وکړه چې خپل امریکايي سیال جاستن ګیچي ته‌یې ماتې ورکړه.

محمدوف پرون په دوبۍ کې ګیچي ته ماتې ورکړه او د ۲۹ ځل لپاره‌یې بې له کومې ماتې اتلولي وګټله.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG