د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

د فوټبال غوره لیګ سیالۍ: کومه لوبډله نیمه پایلوبې ته رسېدلې؟


د افغانستان د فوټبال فدراسیون سټډیوم
د افغانستان د فوټبال فدراسیون سټډیوم

ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن موج‌های امو او اباسین څپې لوبډلې سره مخامخ شي.

دا د روانو سیالیو د «ب» ګروپ د لومړي پړاو وروستۍ لوبه ده چې د کابل پر وخت کې مازدیګر په ۴ بجې او ۳۰ دقیقې پیلېږي.

د دواړو لوبډلو لپاره د دې سیالۍ بریا د مخکې تګ کوم چانس ځکه نه‌برابروي چې د دې ګروپ دوه لوبډلې طوفان هریرود او سپین غر بازان وار له مخه نیمه پایلوبې ته وتلي دي.

د «الف» ګروپ د لومړي پړاو وروستۍ لوبه به سبا د هندوکش عقابانو او میوند اتلانو ترمنځ ترسره کېږي.

په «الف» ګروپ کې شاهین اسمايي د اووه نمرو په لرلو سره د ګروپ په لومړي سر کې ځای لري او له وړاندې يې نیمه پایلوبې ته لاره کړې ده.

د دې ګروپ دوهمه لوبډله سیمرغ البرز ده چې څلور نمرې لري او درېیمه لوبډله بیا د میوند اتلان دي.

د فوټبال فدراسیون وايي که میوند اتلان غواړي نیمه پایلوبې ته لاره وکړي، نو د سبا ورځې په لوبه کې باید د هندوکش عقابانو ته د اووه ګولونو په توپیر ماتې ورکړي په دې سره به‌يې نمرې له سیمرغ البرز زیاتې او د ګروپ دوهم ځای خپل کړي.

د دې سیالیو د نیمه پایلوبو پړاو د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیلېږي.

لومړۍ نیمه پایلوبه د سپین غر بازانو او شاهین اسمايي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

دا د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو نهم پړاو دی چې د افغانستان فوټبال فدراسیون له‌خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او موبي ګروپ په مالي مرسته پیل شوی دی.

په دې سیالیو کې اته لوبډلې برخه لري او د روان کال د سنبلې ۲۴مه پیل شوې دي.

XS
SM
MD
LG