د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۴۶

د نجونو د فوټبال لیګ؛ د هرات لوبډلې د بامیانو ټیم ته ماته ورکړه


د هرات او بامیان لوبډلې

د افغانستان د نجونو د فوټبال لیګ نن پيل او په لومړۍ سیالۍ کې یې د هرات لوبډلې د بامیانو ټیم ته درې د صفر په وړاندې ماته ورکړه.

فوټبال فدراسیون ویلي چې د دغې سیالۍ درې واړه ګولونه د هرات د ټیم تکړه لوبغاړې فاطمې حیدري ووهل. سبا دغه لیګ کې د کابل او بلخ ټیمونه مخامخ کېږي.

بل لور ته نن د فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې سیمرغ البرز د شاهین اسمایي په وړاندې لوبه کوي.

دغه لیګ د سپټمبر په ۲۴مه کابل کې پیل شوی چې سپین غر بازان او طوفان هریرود لوبډلې نیمه پایلوبې ته تللې دي.

XS
SM
MD
LG