د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

افغان پاخه عمر لرونکي وګړي په کوم وضعیت کې دي؟


کابل ښار، د پاخه عمر لرونکی یو کس د قدم وهلو پرمهال؛ ارشیف 20Jun2011
کابل ښار، د پاخه عمر لرونکی یو کس د قدم وهلو پرمهال؛ ارشیف 20Jun2011

د اکټوبر لومړۍ نېټه د پاخه عمر لرونکو کسانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ سږ کال داسې مهال رارسېږي چې د افغانستان په شمول د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې کرونا ویروس له دوی په لوړه کچه قرباني اخیستې ده.

د کابل ښار اوسېدونکی ۷۰ کلن محمد ظریف د لسو اولادونو پلار دی.

دی، وايي، په ښار کې لاسي کراچۍ چلوي او د خلکو سودا له یو ځای بل ځای وړي.

د محمد ظریف په خبره، د ساتنې څوک نه لري، مجبور دی چې په دې عمر هم کار وکړي او خپل ځان او کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ وګټي.

هغه زیاته کړه: "سهار اته بجې کار ته ځم ماښام بېرته کورته راځم، د ورځې ایله یونیم سل، دوه سوه افغانۍ کار کوم، کرونا ونیولم، ډاکتر ته د تګ پېسې راسره نه وې، بس کور کې پروت وم، سختې تبې مې تېرې کړې،خو شکر خدای روغ کړم."

کابل ښار د قرنطین پرمهال؛ ارشیف
کابل ښار د قرنطین پرمهال؛ ارشیف

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی ۹۰ کلن محمد ظاهر وايي، چې زامنو پرېښی، بهر تللي او دی دلته یوازې ژوند کوي.

هغه زیاتوي: "ژوند ستونزمن دی، څه وکړم مجبور یم، کار او مزدوري نه شته، نه وږی او نه هم موړ پاتې کېږیم، زامنو مې پرېښودلی یم خارج ته تللي."

داسې لوڼې او زامن به وي، چې په زړښت کې خپلو میندو او پلرونو ته امسا نه شي خو داسې هم شته چې میندې او پلرونه یې ورته هر څه دي او که نه وي نه شتون یې ډېر ځوروي او وايي، چې ان کورنۍ نظام یې ور ګډوډ کړی دی.

د خوست ولایت اوسېدونکی عریزالرحمن چې پلار یې ډاکتر و او کویډ ۱۹ ناروغۍ ترې اخیستی.

عزیزالرحمن وايي، پلار یوه نایابه هستي ده چې باید قدر یې وشي.

هغه زیاته کړه: "پلار مې ډاکتر نیک الرحمن و، د روژې په ۲۳ مه د کرونا له امله مړ شو، ډاکتر زموږ د کور مشر و، د هغه په نشتون کې موږ ټول ځانونه نیمګړي حسابوو، مور مې په دې نړۍ ځان مړ احساسوي."

عزیز الرحمن زیاتوي، پلار یې د ورځې له اویا تر اتیا ناروغان کتل، حتی د کورنا په وخت کې هم کور پاتې نشو، دوی او د خپلو خلکو لپاره یې خدمت وکړ، چې بلاخره همدې ناروغۍ یې ژوند هم واخیست.

له ۱۹۹۰ کال راهیسې هر کال د اکټوبر لومړۍ نېټه د پاخه عمر کسانو د نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي.

دا ورځ د ملګرو ملتونو له خوا نومول شوې ده.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اټکل کړی، چې د افغانستان د وګړو شمېر ۳۳ میلیونو ته رسېږي.

خو د پاخه عمر کسانو شمېر یې نه دی معلوم کړی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټول افغانستان کې ۳۹۲۳۹ تنه په کرونا اخته شوي، چې له دې شمېر ۳۰ سلنه یې د پاخه عمر لرونکي کسان دي.

د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور ازادي راډیو ته وویل، چې د کویډ۱۹ ناروغۍ له امله په دغه هېواد کې د مړو شویو کسانو۱۴۵۶ تنو ته رسېږي چې اویا سلنه یې د پاخه عمر لرونکي کسان دي.

اکمل سمسور
اکمل سمسور

هغه وویل: "د کویډ۱۹ ناروغان چې په روغتونونو کې بستر شوي، څلویښت فیصده هغه ناروغان دي، چې عمرونه یې له پنځوسو کلونو لوړ دي، له دې ناروغۍ ۱۴۵۶ مړه شوي، چې پنځه او یا فیصده هغه کسان دي، چې عمرونه یې له پنځوسو کلونو لوړ دي."

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ هېوادونه په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر د زیاتېدو او د دې ناروغۍ د احتمالي دوهمې څپې له اندېښنو سره مخ دي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون وروستۍ شمېرې ښيي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په ټوله نړۍ کې له ۳۳ میلیونو اوښتی او د مړینو ټول شمېر یو میلیون او ۸۲۵ ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG