د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

'د طالبانو پخوانی قومندان د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند ټاکل شوی'


رحمت‌الله اندړ
رحمت‌الله اندړ

د طالبانو پخوانی قومندان د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند ټاکل شوی.

د افغان حکومت او د طالبانو ځینې سرچینې وايي، مولوي رحمت الله اندړ چې تازه د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند ټاکل شوی پخوا د یادې ډلې غړی و.

د افغان حکومت یوه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته ویلي، مولوي رحمت الله اندړ څو کاله وړاندې د طالب په تور بندي شوی و.

غزني ولایت کې یوه بلې حکومتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل، ښاغلی اندړ په کال ۱۳۸۳ کې له طالبانو سره یو ځای او د دې ډلې د قومندان په توګه یې کار پیل کړ.

د موضوع حساسیت له امله سرچینو ډیر جزئیات ورنه کړل، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره مرکه کې وویل، ښاغلی اندړ له ۲۰۰۷ کال مخکې د دې ډلې غړی و.

هغه وویل، له دې وړاندې مولوي اندړ غزني ولایت اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو قومندان مولوي نورالله د لاس لاندې کس و.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، رحمت الله اندړ هغه مهال بندي شوی و چې اسدالله خالد د غزني والي و خو موده وروسته بېرته ښاغلی اندړ له بنده خوشې شو.

د ښاغلي مجاهد په خبره، د افغانستان ملي امنیت شورا د دفتر نوی ویاند له خوشې کیدو وروسته بیا د پلچرخي زندان کې پنځلس میاشتې زنداني شو.

خو هغه وویل، چې ښاغلی اندړ کلونه کېږي له طالبانو سره اړیکې نه لري.

غزني ولایت کې د ازادي راډیو سرچینې وايي، وروسته له دې چې ښاغلی اندړ د دولت له لورې خوشې شو، په ۱۳۹۱ کال کې د ولسي پاڅونکونکو سره یو ځای د طالبانو پر وړاندې وجنګېد.

د سرچینې په خبره، وروسته له هغې طالبانو د رحمت الله اندړ د کورنۍ پنځه غړي ووژل.

و موغوښتل په دې اړه د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي او او د حکومت د رسنیو اطلاعاتو مرکز مشر لطیف محمود نظر واخلو خو بریالي نشو.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

رحمت الله اندړ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل وروسته له دې چې په رسمي توګه یې دنده پیل کړه په دې اړه به خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه: "په دې اړه ځکه خبرې نشم کولای، چې په رسمي ډول مې دنده پيل کړې نه ده، د دندې پیل کېدو وروسته به په دې اړه خبرې وکړم چې له چاسره وم او که نه وم."

د افغانستان د امنیت ملي شورا د خبرپاڼې پر بنسټ، رحمت الله اندړ د دې هېواد د ولسمشر د حکم پر اساس د افغانستان امنیت ملي شورا د ویاند په توګه ټاکل شوی دی.

د دې خبرپاڼې په اساس، ښاغلی اندړ د ماسټرۍ دوه سنده لري چې یو په عربي ژبه او دیني علوم او بل د تعلیماتو د مدیریت برخه کې دي.

اندړ له دې وړاندې هم د افغانستان اطلاعاتو فرهنګ وزارت او د افغانستان امنیت ملي شورا کې د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده.

که څه د طالبانو په وینا اوس مهال دا ډله له مولوي اندړ سره هیڅ کومه اړیکه نه لري، خو د افغانستان ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ یا نی اجرائیوي مسول مجیب خلوتګر وايي، د مولوي اندړ ټاکل یو ډول طالبانو ته د باج ورکول دي.

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

هغه زیاته کړه: "حکومت حتی د ویاندویانو په ټاکلو کې د طالبانو غوښتنې پام کې نیسي، خو طالبانو د یوې ستنې په اندازه هم له خپلو غوښتنو چې د افغانستان حکومت او قانون سره ټکر کې دي نه تېرېږي،خو د افغانستان حکومت هغوی ته باج ورکوي."

د ملي امنیت شورا، په جمهوري ریاست کې د مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي چې د پالیسي جوړونې او د امنیتي بنسټونو په همغږۍ برخه کې فعالیت کوي.

په وروستیو کلونو کې دا شورا د افغانستان پياوړي امنیتي بنسټونو څخه ګڼل کېږي.

له دې وړاندي جاوید فیصل د ملي امنیت شورا د ویاند په توګه دنده ترسره کوله، خو دا لومړنی ځل دی چې یو مولوي چې د طالبانو ډلې عضویت یې درلود په دې دنده کې ګمارل کېږي.

XS
SM
MD
LG