د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

ځیني وکیلان او کارپوهان: کمزوري مدیریت د افغان سرتېرو تلفات ډېر کړي


د ولسي جرګې یو شمېر غړي او پوځي کارپوهان په تېره یوه اوونۍ کې د افغان ځواکونو د تلفاتو د ډېرېدو لوی لامل کمزوری مدیریت یادوي.

د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو د تلفاتو ډېرېدو د ولسي جرګې د غړو او کارپوهانو اندېښنې راپارولې دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، دوی ته د رسېدلو راپورونو پر اساس، هره ورځ تر ۴۰ افغان سرتېرو ته د جګړې په ډګرونو او د امنیتي ځواکونو پر پوستو د مخالفینو په ډله‌ییزو حملو کې تلفات اوړي.

د دغې جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړي غلام سخي مشواڼي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۲۱» ازادي راډيو ته وویل، د جګړې په ډګر کې له ترهګرو سره د افغان ځواکونو مقاومت د ستاینې وړ دی، خو ټينګار یې وکړ چې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د مخنیوي لپاره باید طرحه جوړه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"داسې وخت هم راغلی چې په یوه اوونۍ کې د افغان ځواکونو تلفات تر ۳۰۰ پورې رسېدلي او په یو شمېر ولایتونو کې هره ورځ تر ۴۰ پورې افغان ځواکونو تلفات درلودل، ځکه چې دښمن په هر ځای کې ځای پر ځای شوی او په هره سیمه کې غواړي چې افغان ځواکونه هدف وګرځوي."

د ولسي جرګې د استازو په وینا، افغان امنیتي ځواکونو په تېرو دوو اوونیو کې تر ټولو ډېر تلفات په فراه او فاریاب کې درلودل چې د فراه په بالا بلوک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې د وسله‌والو طالبانو په حمله کې د ملي اردو د ۲۴ سرتېرو د وژل کېدو ادعا شوې وه.

یاده پېښه د بالا بلوک ولسوالۍ په کنسک سيمه کې رامنځته شوې، خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د ۱۸ سرتېرو وژل کېدل تأیید کړي دي.

د افغان ځواکونو د تلفاتو خبره داسې مهال کېږي چې د امریکا استخباراتي او اطلاعاتي ادارو ۲۰۱۸ میلادي کال له امنیتي پلوه تر ټولو ستونزمن کال یاد کړی، کوم چې د کارپوهانو په وینا، افغان ځواکونو ته به د ازموینې کال وي.

د افغانستان دفاع وزارت ټينګار کوي چې د افغان ځواکونو د تلفاتو د کچې راټیټول د دوی له لومړیتوبونو څخه دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وویل، په تېره یوه اوونۍ کې په فراه او کندز کې ۱۷ امنیتي سرتېري وژل شوي، خو په وینا يې چې تر دې ډېر تلفات وسله‌والو مخالفينو ته اوښتي دي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

ښاغلی رادمنش وایي:

"د دفاع لپاره باید قربانۍ ورکړل شي، موږ په تېره اوونۍ کې په فراه او کندز کې د افغان ځواکونو د تلفاتو شاهدان وو، خو موږ په مقابل کې وسله‌والو مخالفينو ته له ۲۰۰ ډېر تلفات اړولي، موږ په ټولو هغو برخو کې عملیات کوو چې ترورېستان په‌کې فعالیت لري او د افغان ځواکونو د تلفاتو کمښت زموږ د کارونو په لومړیتوب کې ځای لري."

خو اوس پوښتنه دا ده چې په وروستیو کې د افغان ځواکونو د تلفاتو د ډېرېدو دلیل څه دی او د کمېدو لپاره‌يې څه باید وشي؟

د پوځي چارو کارپوه محمداګل مجاهد د پولیسو او ملي اردو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی، استخباراتي او کشفي کمزورتیا، د جګړې ناسم مدیریت او د افغان ځواکونو په لیکو کې د وسله‌والو مخالفينو نفوذ په هېواد کې د تلفاتو د ډېرېدو لامل یادوي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د افغان ځواکونو تجهیزات، د جګړې د مشرۍ لپاره تجربه لرونکي کسان او د امنیتي ځواکونو ترمنځ باید همغږي رامنځته شي، کنه افغان دولت به د ډېرو سرتېرو د تلفاتو شاهد وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG