د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د افغان ولسمشر د مرستیالانو وروستیو څرګندونو ته د طالبانو تند غبرګون


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

د طالبانو ډلې، د ولسمشر د مرستیالانو پر پرونیو څرګندونو تند غبرګون ښودلی دی.

په داسې حال کې چې په قطر کې د سولې د خبرو د اصولو د وروستي کولو لپاره، د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ خبرې روانې دي، د دولت چارواکي او د طالبانو ډله، یو د بل پر کړنو غبرګونونه ښيي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د طالبانو ډلې د خپلې واکمنۍ پر مهال یو شمېر خلک ځورولي، سنګسار کړي او پرته له قانون نه‌یې له خلکو عشراو زکات اخیستی دی.

ښاغلي صالح د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۳۱» د سولې نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې دغه‌راز وویل، د طالبانو ډلې د خپلې واکمنۍ پر مهال د افغانستان دریځ په نړیواله کچه ټیت کړی او ان دا چې زرګونه نجونې یې په زوره نکاح کړې دي.

امرالله صالح
امرالله صالح

ښاغلي صالح زیاته کړې: "د افغانستان زرګونه نجونې د دوی د غوښتنو خلاف، د طالبانو په دوره کې په زوره نکاح کړای شوي، خو په افغانستان کې فرهنګ ډال دی او اجازه نه‌ورکوي چې دغه خبرې بربنډې شي، که موږ بېلابېل فرهنګونه لرلی، د طالبانو په دوره کې د زور نکاح د افغانستان په ټولو سیمو کې بدعت و او د هېواد په تاریخ کې یې ساری نه‌درلود."

ښاغلي صالح ویلي، د طالبانو ډلې د خپلې واکمنۍ پر مهال فرهنګ وځاپه او د افغانستان د څو زره کلن فرهنګ پر ځای یې، د دوو پاکستاني روحانیونو، مولانا فضل‌الرحمن او مولانا سمېع‌الحق د فرهنګ د ژوندي کولو هڅې وکړې.

همدا شان په دغو مراسمو کې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، پر طالبانو له یو لړ انتقادونو سره سره وویل، له قطر نه د رارسيدلو راپورونو له مخې، دغې ډلې ویلي چې له شیعه‌ګانو سره دې د دیني اقلیت په څېر د اسلامي شریعت په چوکاټ کې چلند وشي.

ښاغلي دانش ویلي دا شان څرګندونې د امام ابو حنیفه د مذهب د احکامو خلاف او د افغانستان د خلکو د یوې لویې برخې سپکاوی دی.

سرور دانش
سرور دانش

ښاغلي دانش وویل: "زما په نظر دا شان چلند، د امام ابو حنیفه د فکر او مکتب او همدا شان زموږ له دیني او اساسي حقونو سره مخالف دی او د افغانستان د خلکو د یوې لویې برخې یو ډول سپکاوی دی."

خو د طالبانو ډله د ولسمشر د مرستیالانو څرګندونې، د سولې د روان بهیر پر وړاندې د خنډونو جوړول ګڼي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ولسمشر مرستیالان پر دغو څرګندونو د افغانستان د راتلونکي نظام پر وړاندې عقدې پیدا کوي.

د طالبانو په اعلامیه کې د کنایې په بڼه راغلي چې د طالبانو له‌خوا د کابل له نیولو مخکې، د ځواک د ترلاسه کولو په خاطر په کورنیو جګړو کې چې شااوخوا ۶۰ زره کابلیان په‌کې ووژل شول، کوم کمال و؟

همدا شان طالبانو په خپله اعلامیه کې د "شر او فساد" عبارتونه کارولي او ویلي يې دي چې د بانکونو او خلکو د مالونو تالان، پر ښځو جنسي تېري او زرګونه نورې ناوړه کړنې، څه اتلولي وه؟​

XS
SM
MD
LG