د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۱

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د لوړې کچې بحثونه پیلېږي

ارشیف، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله
ارشیف، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د لوړې کچې بحثونه راروانه سې شنبه پیلېږي.

سږ کال د کرونا وبا له کبله د نړۍ ګڼ مشران یا په انلاین بڼه په دې غونډه کې برخه اخلي، یا یې هم غونډې ته خپل ثبتي وېډیويي پیغامونه لېږلي دي.

دا د ملګرو ملتونو په تاریخ کې اول وار دی چې عمومي غونډه تر ډېره په مجازي بڼه کېږي.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د بحث وړ موضوعات په نړۍ کې د کرونا ویروس وبا، نژادپالنه، نابرابري، اقلیمي بدلون، بې‌وزلي، لوږه، وسله‌والې شخړې او نور مسایل دي.

ملګري ملتونه وايي د دغو چلنجونو په وړاندې مبارزه نړیوال اقدام ته اړتیا لري او د دغه سازمان ۷۵مه غونډه یو مهم چانس دی چې هېوادونه پر دغو ټولو ستونزو په ګډه غلبه حاصله او د راتلونکي لپاره یو چوکاټ وټاکي.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه تېره سې شنبه د سپټمبر پر ۱۵مه پیل شوې، خو د لوړې کچې عمومي بحثونه به راروانه سې شنبه یعنې د سپټمبر پر ۲۲مه پیلېږي.

انتونیو ګوترش
انتونیو ګوترش

په اجنډا کې د وینا لپاره افغانستان ته د راروانې چهارشنبې ورځې ته وخت ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په مې میاشت کې د نړۍ له رهبرانو غوښتنه کړې وه چې په عمومي غونډه کې د ګډون په نیت نیویارک ته د سفر پر ځای د لوړې کچې غونډې ته خپل وېډیويي پیغامونه ولېږي.

راروانه سې شنبه د وینا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو نوبت تر برازیل وروسته دی، خو ولسمشر ډونالد ټرمپ به په دې غونډه کې د وینا لپاره نیویارک ته نه‌ځي، بلکې د هغه د دفتر د رئیس مارک میدوس (Mark Meadows) په وینا ولسمشر ټرمپ به له سپینې ماڼۍ عمومي غونډې ته وینا وکړي.

ښاغلي میدوس ویلي ولسمشر ټرمپ به په هغه ورځ د ټاکنیز کمپاین په یوه غونډه کې د ګډون لپاره ویسکانسن (Wisconsin) ایالت ته لاړ شي.

ډونالد ټرمپ او مارک میدوس
ډونالد ټرمپ او مارک میدوس

په پام کې ده عمومي غونډې ته چې د ملګرو ملتونو د ایجاد له ۷۵مې کلیزې سره هم‌مهاله جوړېږي، د ۱۷۶ هېوادونو مشران وینا وکړي.

ډېرې ویناوې به یا په انلاین بڼه وي، یا به د مشرانو ثبت شوي وېډیويي پیغامونه د وینا پر ځای پلې کېږي.

د ملګرو ملتونو هغه غړي هېوادونه به په عمومي غونډه کې په حضوري ډول برخه اخلي چې له وړاندې یې استازي د امریکا په متحده ایالاتو کې وي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ويلي دی خواشینی دی چې سږ کال دا چانس نه‌شته چې د هېوادونو مشران تر یوه چتر لاندې سره راټول شي.

هر کال د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې ته زرګونه دولتي چارواکي، ډیپلوماتان او د مدني ټولنې استازي ورځي.

ارشیف، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله
ارشیف، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله

د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې ترڅنګ په سلګونه وړې او لویې حاشیوي غونډې هم جوړېږي او پر مهمو نړیوالو مسئلو په‌کې بحثونه کېږي، خو سږ کال دا هرڅه بدل ښکاري.

د ملګرو ملتونو سازمان ۷۵ کاله مخکې په ۱۹۴۵م کال کې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ایجاد شو چې ټولټال ۱۹۳ هېوادونه‌یې غړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG