د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې ګډون نه‌کوي


ارشیف
ارشیف

د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په سږنۍ غونډه کې ګډون نه‌کوي، بلکې ثبت شوې وېډیویي ویناوې وراستوي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله په راروانه سپټمبر میاشت کې پیل شي.

د دې اسامبلې ۱۹۳ غړو هېوادونو پرون چهارشنبه پرېکړه وکړه چې مشران دې په دې اسامبله کې د فزیکي ګډون پر ځای خپلې وېډیوګانې ورواستوي.

دا په ۱۹۴۵ کال د ملګرو ملتونو د تأسیس راهیسې لومړی ځل دی چې د دې سازمان عمومي اسامبله د نړۍ د مشرانو له حضور پرته ترسره کېږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې مشر تیجاني محمد باندي غړو هېوادونو ته په یوه استولي لیک کې ویلي چې پر سفر لګول شویو بندیزونو او په غونډو کې د کرونا ویروس د خپرېدو خطر ته په پام له مشرانو غواړي چې د عمومي اسامبلې په څنډه کې ټولې غونډې له لیرې واټن څخه وکړي.

هغه ویلي دغه پرېکړه د دې لپاره شوې چې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د خلکو ګڼه ګوڼه محدوده کړي.

د عمومي اسامبلې په خوا کې معمولاً په سلګونه غونډې کېږي او مشران یو له بل سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG