د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

ترکیه کې ایرانۍ فعاله 'مریم شریعتمداري' خوشې شوه


مریم شریعتمداري په هغو لسګونو فعالانو کې وه چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې په عام محضر کې ټیکري له سره لري کړل او په ایران کې د ښځو د اجباري حجاب پر ضد یې اعتراض وکړ.
مریم شریعتمداري په هغو لسګونو فعالانو کې وه چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې په عام محضر کې ټیکري له سره لري کړل او په ایران کې د ښځو د اجباري حجاب پر ضد یې اعتراض وکړ.

په ایران کې پر ښځو د حجاب د اجبار مخالفه فعاله، مریم شریعتمداري پرون د سېپټېمبر په ۸مه په ترکیه کې تر څو ساعتونو بند وروسته خوشې شوه.

هغه په ترکیه کې اوسېږي.

شریعتمداري د سېپټېمبر په اومه پر انسټاګرام په یوه پیغام کې لیکلي و چې د ترکیې په د نزلي ښار کې پولیسو نیولې ده.

کله چې شریعمداري ونیول شوه، ډېرو کسانواندېښنه درلوده چې ښايي د ترکیې حکومت هغه ایران ته واستوي.

مریم شریعتمداري پر انسټاګرام په پیغام کې ویلي و: "پولیس هېڅ دلیل نه لري، زما نوم په سیسټم کې شته خو هغوي یې نه ګوري، څو تنه یې نیولي او غواړي چې ډيپورت یې کړي."

هغې پر انسټاګرام پر خپلو پلویانو غږ کړی و چې د نیول کېدو خبر يې خپور کړي.

مریم شریعتمداري په هغو لسګونو فعالانو کې وه چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې په عام محضر کې ټیکري له سره لري کړل او په ایران کې د ښځو د اجباري حجاب پر ضد یې اعتراض وکړ.

هغوي ته په ایران کې (د انقلاب د سرک لوړڼې) نوم ورکړ شوی دی.

د ایران حکومت هغوي د ټولنیز فساد په خپرولو او د عامه نظم په ګډوډولو تورنې کړې دي، چې په دې جرم په یوه کال زندان محکومه شوې وه.

په ترکیه کې د هغې وکیل، موسی بارزین ویلي چې مریم شریعتمداري د یو کلنې سیاحتي ویزې پر اساس ترکیې ته تللې او ۷ میاشتې مخکې یې هلته د پناه غوښتنه کړې وه.

بارزین پرون د ازادې اروپا راډیو د ایران برخې (راډیو فردا) ته وویل چې هغه په ترکیه کې په غیرقانوني ډول د استوګنې په تور نیول شوې وه او دا لا نه ده څرګنده چې د هغې د پناه غوښتنه منل شوې که رد شوې ده.

په ایران کې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې د اسلامي انقلاب له بریالي کېدو سره پر ښځو د پړوني پر سر کول اجباري شول.

XS
SM
MD
LG