د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

بیلاروس کې د لاریونونو پرمهال لسګونه کسان نیول شوي


په مینسک کې د ازادۍ راډیو خبریال راپور ورکړ، چې په دغه ښار کې په لسګونه لاریون کوونکي نیول شوي.
په مینسک کې د ازادۍ راډیو خبریال راپور ورکړ، چې په دغه ښار کې په لسګونه لاریون کوونکي نیول شوي.

په بیلاروس کې د لاریونونو پر مهال په لسګونو کسان نیول شوي دي.

په دغه هېواد کې پرون هم له واک څخه د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د لیرې کېدو لپاره په لسګونو زره کسان په لاریونونو راووتل.

د بیلاروس د پلازمېنې مینسک د پرونیو لاریونونو په ویډيويي تصویرونو کې ښکاري، چې د خلکو پراخې ډلې راوتلي، ژوندی دې وي بیلاروس او شرم دې وي شرم شعارونه ورکوي.

دوی سره او سپین بیرغونه او بنرونه، چې د اپوزیسیون په سمبول بدل شوي او چارواکو بندیز ورباندې لګولی له ځانونو سره لېږدول.

یوه ډله لاریون کوونکو د جمهوري ریاست مخې ته لاریون وکړ، شا و خوا یې امنیتي ځواکونه له اوبو شیندونکو ټانکونو سره ولاړ وو.

په مینسک کې د ازادۍ راډیو خبریال راپور ورکړ، چې په دغه ښار کې په لسګونه لاریون کوونکي نیول شوي او په لویدیځ ښار هرودنا او ختیځ ښار ماهیلیو کې د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ اخ و ډب شوی دی.

په سویلي ښار هومِل کې هم لاریونونه شوي.

پرون د لاریونونو پر ۲۹مه ورځ پولیسو د مینسک د ځینو حکومتي او تاریخي ودانیو شا و خوا اغزن سیم او موانع درولي وو.

د ښار په څو برخو کې زغروال وسایط تر سترګو کېدل.

تر لاریونونو مخکې امنیتي ځواکونو په غیرمجاز لاریونونو کې د ګډون په صورت کې د لاریون کوونکو د ځپلو خبرداری ورکړی و.

د بیلاروس د اپوزیسیون عمده مشرې سویتلانا څیخانوفسکایا پرون له لیتوانیا په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، هېواد یې په ژور سیاسي بحران کې کېوتلی.

د بیلاروس د اپوزیسیون عمده مشره سویتلانا څیخانوفسکایا
د بیلاروس د اپوزیسیون عمده مشره سویتلانا څیخانوفسکایا

هغې زیاته کړه: :ډېره هیله منه یم چې ژر بیلاروس ته د ستنېدو فرصت ولرو، زړه مې ډېر غواړي، غواړو یو موټي یو."

مېرمن څیخانوفسکایا زیاته کړه، د بیلاروس وګړي نور پر اوسني حکومت باور نه کوي.

الکساندر لوکاشینکا چې له ۲۶ کلونو راهیسې د بیلاروس ولسمشر دی، د اپوزیسیون له مشرانو سره له خبرو ډډه کړې او له سره د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کېدو مخالفت یې هم کړی دی.

الکساندر لوکاشینکا
الکساندر لوکاشینکا

دی ادعا لري چې د اګسټ د نهمې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ۸۰ سلنه رایو په خپلولو سره بریالی شوی، خو د هغه مخالفان او څارونکي وايي په ټاکنو کې درغلي شوې ده.

XS
SM
MD
LG