د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

بیلاروس کې د اپوزیسیون د مشرانو د نیولو او محاکمې لړۍ چټکه شوې


بیلاروس کې د لاریون کوونکي د نیولو یو انځور
بیلاروس کې د لاریون کوونکي د نیولو یو انځور

په بیلاروس کې چارواکو د اپوزیسیون د مشرانو د نیولو او د هغوي د محاکمې لړۍ چټکه کړې ده.

په بیلاروس کې پر لاریون کوونکو چې په وروستیو ټاکنو کې د درغلۍ پر ضد اعتراضي لاریونونه کوي، بندیزونه لا زیات شوي دي.

خو د رژیم پر ضد لاریونونه روان دي او د اپوزیسیون پېژندل شوې څېرې، سویتلانا څیخانوسکایا ویلي چې خلک ډیموکراسي غواړي اوله دې غوښتنې نه تېرېږي.

په بیلاروس کې د جمهوري ریاست لپاره کاندیدې او د حکومت مخالفې، سویتلانا څیخانوسکایا پرون (داګست په ۲۵مه) د اروپا د پارلمان غړو ته وویل چې د ډيموکراسۍ لپاره د بیلاروس د خلکو هوډ د ماتېدلو نه دی.

سویتلانا ویلي، د جمهوري ریاست تر ټاکنو وروسته پر هغو لاریون کوونکو چې د درغلیو پر ضد د اعتراض لپاره لارو او سرکونوته را ووتل د حکومت سخت بندیز د ډيموکراسۍ لپاره د هغوي خوښه نه شی بدلولای.

څيخانوسکایا او پلویان یې په بیلاروس کې د وروستیو ټاکنو پایلې نه مني او وايي چې درغلي شوې ده.

سویتلانا څیخانوسکایا
سویتلانا څیخانوسکایا

څيخانوسکایا د اروپا د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړو ته وویل چې د بیلاروس خلکو په وروستیو دوو اونیو کې څرګنده کړه چې د هغوي د ځپلو هڅې، فزیکي تاوتریخوالي او حتی د زنداني کېدو ګواښ هغوي د ډیموکراسۍ لپاره له خپلې غوښتنې نه شي تېرولای.

په بیلاروس کې د جمهوري ریاست ټاکنې داګست په نهمه نېټه وشوې.

په بیلاروس کې د ټاکنوکمېسیون د اګست په لسمه نېټه اعلان وکړ چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې، ناست ولسمشر الکساندر لوکاشینکا تر اتیا فیصده زیاتې رایې ګټلي او د هغه په وړاندې کاندیدې سویتلانا څیخانوسکایا ته تر لس فیصده کمې رایې اچول شوې دي.

خو سویتلانا څيخانوسکایا وویل چې په ټاکنو کې درغلي شوې، پایلې یې نه مني او د خپل شکایت تر ثبت وروسته لیتوانیا ته وتښتېده.

هغې د اروپا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ته پرون له لیتوانیا په ویډیوي کنفرانس کې خبرې وکړې.

د څيخانوسکایا رقیب، الکساندر لوکاشینکا له ۱۹۹۴ میلادي کال راهیسې د بیلاروس ولسمشر دی.

سره له دې چې د ټاکنو د پایلو له اعلان راهیسې خلک مظاهرې کوي، داسې برېښي چې لوکاشینکا د جمهوري ریاست بلې دورې ته هم ملاتړ تړلې او نه تېرېږي.

په بیلاروس کې د وروستیو ټاکنو په اړه له غربي هېوادونو هم منفي غبرګونونه خپاره شوي او د لوکاشینکا حکومت په پراخه کچه د دې لپاره چې د لاریون کوونکو پر ضد یې سخت چلند کړی، غندل شوی دی.

الکساندر لوکاشینکا
الکساندر لوکاشینکا

لوکاشینکا ویلي چې د سویتلانا څيخانوفسکایا د همږغۍ شورا چې تېره اوونۍ یې له حکومت سره یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره جوړه کړې، قدرت ته د رسېدو لپاره غیر قانوني هڅه ده.

په بیلاروس د اګست په ۲۱مه د دې شورا پر ضد د جنايي څېړنې دوسیه جوړه شوه او له هغه راهیسې د شورا د پېژندل شوو غړو د نیولو او محاکمې ته د هغوي د برابرولو لړۍ چټکه شوې ده.

د دې شورا یوغړی، سرهې دیلیوسکي پرون د یوې مظاهرې د تنظیم په جرم په لس ورځې زندان محکوم شو.

د مینسک په ښار کې پرون له پخواني شوروي د بیلاروس د خپلواکۍ د اخیستلو د کلیزې د لمانځلو لپاره د سوله ییز لاریون غږ شوی و.

XS
SM
MD
LG