د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د اسرائیل او اماراتو نوې اړیکې؛ تلبیب څخه ابوظبي ته لومړنۍ الوتنه شوې


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په یوه ټویټ کې دغه پرمختګ ستایلی او دغه الوتنه یې سوله د سولې لپاره یوه بېلګه بللې ده. 
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په یوه ټویټ کې دغه پرمختګ ستایلی او دغه الوتنه یې سوله د سولې لپاره یوه بېلګه بللې ده. 

وروسته له هغې چې درې اوونۍ مخکې اسرائیل او متحده عربي اماراتو په خپلو کې د اړیکو د عادي کېدو تاریخي موافقه اعلان کړه، د اسرائیل هغه لومړنۍ الوتکه چې نن له تلبیب څخه مستقیماً د متحده عربي اماراتو پرلورې الوتې وه، په ابوظبي کې کښیناسته.

متحده عربي امارات د خلیج د سیمې لومړنی او د عربي نړۍ دریم هېواد دی چې له اسرائیل سره اړیکې ټینګوي.

د اسرائیل د ایل ال هوایي شرکت دغه الوتکه چې نن په درې ساعتونو کې ابوظبي ته ورسېده، د اسرائیلي او امریکایي چارواکو یو پلاوی لېږداوه چې په ترکیب کې یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم او جګپوړی سلاکار جرید کوشنیر او د اسرائیل د ملي امنیت سلاکار میر بن شابات هم شامل دي.

دغه پلاوی به په ابوظبي کې د اماراتو له چارواکو سره وګوري او پر دې به خبرې وکړي چې اسرائیل او متحده عربي امارات په کومو برخو کې کولای شي چې همکاري ته پراختیا ورکړي.

کوشنیر د هغو پټو خبرو مشري کړې چې په نتیجه کې یې د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځ دغه موافقه ترلاسه شوې ده.

نوموړي الوتکې ته له پورته کېدو مخکې د تلبیب په بن ګوریون هوایي ډګرکې خبریالانو ته وویل، دا یوه تاریخي الوتنه ده او هیله لري چې هغه به په منځني ختیځ کې او له هغې وراخوا یو تاریخي سفر پیل کړي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په یوه ټویټ کې دغه پرمختګ ستایلی او دغه الوتنه یې سوله د سولې لپاره یوه بېلګه بللې ده.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د دغې الوتکې د پیلوټ د اړخ کړکۍ په عربي، عبري او انګریزي ژبو د سولې په کلمو پوښل شوې ده.

دغه الوتکه د سعودي عربستان له هوایي قلمرو څخه چې معمولاً د اسرائیلي الوتکو په وړاندې بند دی، تېره شوه.

اسرائیل او متحده عربي اماراتو د روانې اګسټ میاشتې په دیارلسمه د امریکا د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د یوې موافقې اعلان وکړ چې له مخې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ بشپړ ډیپلوماتیک اړیکې ټینګېږي.

دغې موافقې له مخې دغه راز اسرائیل ژمنه کړې چې له خپلې خاورې سره د لویدیځې غاړې د اشغال شویو سیمو د یوځای کېدو پلانونه ځنډوي.

دا د خلیلج د سیمې له یوه هېواد سره د اسرائیل د بشپړو ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګېدو لومړنۍ خو له عربي نړۍ سره یې درېیمه موافقه ده.

اسرائیل له دې مخکې له اردن او مصر سره ورته اړیکې ټینګې کړي دي.

د خلیج یو شمېر هېوادونو د دغه وروستي اقدام هرکلی کړی خو ایران، ترکیې او فلسطینې ادارې پرې انتقاد کړی دی.

په عین حال کې د تیرې شنبې په ورځ متحده عربي اماراتو هغه قانون لغوه کړ چې له ۱۹۷۲ کال راپدېخوا نافذ و او پر اسرائیل یې تحریم وضع کړی و.

دغه راز د روانې میاشتې په سرکې هم دواړو هېوادونو د لومړي ځل لپاره په خپلو کې مستقیمي ټیلیفونې اړیکې پرانیستې.

XS
SM
MD
LG