د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۸ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۲۱

بيلاروس کې د اعتراضونو دوام؛ د اپوزیسیون کاندیدې دغه هېواد پرېښود


سویتلانا چیخانوفسکایا

په بیلاروس کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د اپوزېسیون کاندیده سویتلانا چیخانوفسکایا لیتوانیا ته تللې او د هغه هېواد حکومت تائید کړې چې هغه په امن کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د بيلاروس د ولسمشرۍ د ټاکنو د رسمې پایلو د اعلان پرضد اعتراضونه روان دي.

د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیر لیناس لینکویشس نن (داګست ۱۱مه) پر ټوېټر ولیکل چې د بیلاروس د اپوزېسیون کاندیده ور رسېدلې او خوندي ده.

په بیلاروس کې د تېرې یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې.

په ټاکنوکې د بیلاروس مستبد ولسمشر الکساندر لوکاشینکا یو وار بیا بریالی وګڼل شو.

لوکاشینکا له ډېرو کلونو راهیسې به بیلاروس کې د قدرت پر ګدۍ ناست دی.

الکساندر لوکاشینکا
الکساندر لوکاشینکا

د هغه په مقابل کې کاندیده سويتلانا پرون د بیلاروس د ټاکنو د کمېسيون له ودانۍ تر وتلو وروسته بې درکه شوه.

سويتلايا نن په یوه ویډیويي پیغام کې لیتوانیا ته د تېښتې په اړه وویل: "ډېر کسان زما وضعیت درک کولای شي، ډېر کسان به ما وغندي، ډېر کسان به له ما کرکه وکړي، خو خداي دې تاسو له داسې انتخاب څخه چې ما باید کړى واى وساتي."

هغې پلویانو ویل چې حتی ټيليفون ته یې هم ځواب نه ورکاوه.

هغې د ټاکنو د پایلې تر اعلان وروسته خبريالانو ته وویل چې ځان د ټاکنو ګټونکی ګڼي نه الکساندر لوکاشینکا.

د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت نن د فرانسې خبري اژانس ته هم تائید کړه چې هغه په امن کې او په لیتوانیا کې ده.

له کله راهیسې چې الکساندر لوکاشینکا په ټاکنو کې بریالی اعلان شوی، د بیلاروس په پلازمېنه منسک کې اعتراضونو زور اخیستی دی.

زرګونه کسانو پرون هم مظاهره وکړه او ټاکنې یې نیمګړې وبللې.

د رپوټونو پر اساس، د اګست د لسمې په شپه یو اعتراض کونکې د مظاهرو ضد پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

بيلاروس کې د اعتراضونو کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب هم شوى.
بيلاروس کې د اعتراضونو کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب هم شوى.

د بیلاروس د کورنيو چارو وزارت د ازادې اروپا/ازادي راډيو د بیلاروس برخې ته ويلي، د مظاهره چي په لاس کې داسې بم (چاودېدونکي مواد) و چې لا نه دی پېژندل شوی او غوښتل یې چې پر پولیسو یې ور واچوي خو تر هغه مخکې یې په خپل لاس کې وچاودېد.


د راپورونو له مخې پوليسو د دې مظاهرو پرمهال پر معترضانو اوښکې بهوونکی ګاز شیندلی او ربړي مرمۍ یې ور ویشتي دي.

د ټاکنو له ورځې راهیسې پولیسو سلګونه مظاهره چیان په پلازمېنه مينسک او نورو ښارونو کې نیولي دي.

د بېلاروس د ټاکنو کمېسیون د اګست پر نهمه اوسنی ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د دې هېواد د ولسمشر په توګه اعلان کړ.

مظاهره چيان وايي چې دا ټاکنې له مخکې پلان شوې وې.

لوکاشینکا په خپله د اګست پر ۱۰مه دا مظاهره چيان داسې پسونه وبلل چې له بهرنیو هېوادونو د ټيلیفوني له لارې اداره کېږي.

لوکاشینکا ویلي چې دې کسانو ته له پولنډ، بریتانیا او چک جمهوریته ټيلیفونونه شوي دي.

د پخواني شوروي دې جمهوریت ته په اروپا کې د وروستۍ دیکتاتورۍ په سترګه کتل کېږي.

د بیلاروس واکمن الکساندر لوکاشینکا له مسکو سره نږدې اړيکې لري.

XS
SM
MD
LG