د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

نن په بیلاروس کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي


امریکا ویلي، په بیلاروس کې ټاکنې ازادې او عادلانه نه دي.
امریکا ویلي، په بیلاروس کې ټاکنې ازادې او عادلانه نه دي.

نن د اګست په نهمه، په بیلاروس کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي.

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا چې خپل سیاسي مخالفان او اعتراض کوونکي یې ځپلي، د شپږم ځل لپاره دې ټاکنو ته کاندید دی.

هغه له تېرو ۲۶ کلونو په واک کې دی.

امریکا ویلي، په بیلاروس کې ټاکنې ازادې او عادلانه نه دي.

لوکاشینکا دا ځل له یوې پياوړې ټاکنیزې سیالې سوتلانا تیخانوفسکایا سره د سیالۍ ډګر ته وځي.

الکساندر لوکاشینکا
الکساندر لوکاشینکا

تیخانوفسکایا نوې سیاسي ډګر ته راغلې او ژمنه یې کړې چې د لوکاشینکا رژیم به ماتوي او ډیموکراسي به راولي.

تېره اونۍ په بیلاروس کې زرګونه کسانو د مېرمن تیخانوفسکایا په ملاتړ لاریون وکړ.

تیخانوفسکایا وروسته له هغه د سیاست ډګر ته را ووتله چې خاوند یې ونیول شو.

نوموړې د اګست په اومه فرانس پریس خبري اژانس ته یوې ځانګړې مرکه کې ویلي: "مونږ به د درغلیو مخه ونه شوای نیولی، تېرو څو ورځو کې د لومړنۍ رایې ورکونې پر مهال مونږ د بې رحمانه درغلۍ شاهدان یو، هېڅ هیله نشته چې هغوی دې د صندقونو رایې په صداقت وشمېري، خو تل د هیلو څاڅکی موجود وي چې باید مړ نه شي، مونږ باید واقعیت لیدونکي اوسو."

د بیلاروس د ټاکنو په درشل کې پرون د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د کرنټ ټایم څانګې درې خبریالان هم ونیول شول او له بیلاروسه اخراج شول.

ارینا رومالیسکایا، یوری باران یوک او ایوان هریبین یوک د ازادۍ راډیو هغه خبریالان دي چې پلازمېنه مینسک کې ونیول شول او تر لسو کلونو پورې بلاروس ته له ورتګه منع شول.

د ایوان هریبین یوک په نوم خبریال د اوکراین له ادیسه ښار نه د ازادي راډیو کرنټ ټایم څانګې ته وویل: "کوم سند چې له ما سره ده، هغه اطلاعیه ده چې مونږ ته یې راکړې، نوم یې له بیلاروسه د ایستلو اخطار دی، هلته ځینې دلایل لیکل شوي، کلیدی ټکی دادی چې مونږ تر لسو کلونو بیلاروس ته له تګه منع شوي یو، په دې اړه هم مفصل معلومات شته که مونږ بلاروس ته ولاړ شو، څه به راسره کېږي."

کرنټ ټایم د ازادي راډیو ټلویزیوني شبکه ده چې په روسي ژبه د امریکا غږ په همکارۍ خپرونې لري.

د بیلاروس چارواکو د تیخانوفسکایا ټاکنیزې ډلې یوشمېر غړي او ملاتړي هم نیولي او د ناقانونه مظاهرو تور یې پرې پورې کړی دی.

XS
SM
MD
LG