د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۴۰

د روسیې او بېلاروس د یوځای کېدو تړون پر ضد لاریون

ډېرو لاریون کونکو د بېلاروس د لومړی خپلواک دولت د سرو لیکو سپین بېرغونه او د اروپايي اتحادیې بیرغونه پورته کړي وو. 
ډېرو لاریون کونکو د بېلاروس د لومړی خپلواک دولت د سرو لیکو سپین بېرغونه او د اروپايي اتحادیې بیرغونه پورته کړي وو. 

یک شنبه ، د ډېسېمبر ۸مه د روسیې او بېلاروس د ادغام د تړون شلمه کلیزه ده.

دواړو هېوادونو په ۱۹۹۹ میلادي کال کې په خپلو کې د مدغم کېدو تړون لاسلیک کړی و.

د دې تړون پر ضد پرون، شنبه سلګونه وګړي د بیلاروس په پلازمېنه، منسک کې لارو او سرکونو ته راوتلي ول اوله روسیې سره د ادغام پر ضد یې شعارونه ورکول.

ډېرو لاریون کونکو د بېلاروس د لومړی خپلواک دولت د سرو لیکو سپین بېرغونه او د اروپايي اتحادیې بیرغونه پورته کړي وو.

په منسک کې لاریون کونکي د اکټوبر پر څلورلاره را غونډ شوي وو .

هغوی ژوندی دي وي بېلاروس نارې وهلې.

یوې لاریون کونکوې چې د ازادي راډیو خبریال ته یې ځان دوناتا معرفي کړی وویل: "زما زړه ماتېږي، زما هېواد له نقشې ورکېږي، یوازې د نوم خبره نه ده، ټول هېواد له منځه ځي."

د رپوټونو پر اساس، پولیسو ته ویل شوي و چې د لاریون کونکو له نیولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا روسیې ته تللی دی.

هغه پرون په سوچي کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

د روسیې او بېلاروس ولسمشران.
د روسیې او بېلاروس ولسمشران.

مسکو په وروستیو کې پر منسک د ادغام د تړون د عملي کولو لپاره فشارونه ډېر کړي دي.

خو د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا پرون په سوچي کې خبریالانوته وویل چې له روسیې سره په اړیکو کې د مساواتو پر اصل ولاړ پرمختګ غواړي.

لوکاشینکا وویل: "مونږ لکه څرنګه چې ځیني کسانو ویلي، د ارزانه ګاز یا تېلو پسې نه یو، مونږ تیرا یو چې یو مترمکعب ګاز په ۲۰۰ ډالرو واخلو، اساسي شرط دا دی چې باید مساوي وه اوسوو."

د روسیې ولسمشر ، ولادیمیر پوتین وویل چې دواړو خواوو خپلې څېړنې کړې او باید د ادغام د تړون پر اساس پاتې کارونه ترسره کړي.

پوتین: "زه هیله لرم چې خپلې هڅې به جاري وساتو څو زموږ خلک یووالی محسوس کړي، زما له نظره اقتصادي او ټولنیز یووالی تر هرڅه مهم دی."

بیلاروس د ارزانه تېلو او د خپل اقتصاد د چلولو لپاره له روسیې پر ۵ ملیارده ډالر کلنۍ سبسایډي متکي دی.

د بیلاروس اقتصادي سیسټم د پخواني شوروي له کلونو پاتې، زوړ او تر ډېره حده د حکومت په لاس کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بېلاروس او امریکا ترمنځ روابط هم په وروستیو کې د ښه کېدو پر خوا روان دي.

دواړو هېوادونو تر یولس کلنې وقفې وروسته په سپټمبر کې اعلان وکړ چې سفیران به سره تبادله کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG