د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د کانکور ازموینو کې د پکتیا او خوست د ګډونوالو نجونو شمېر زیات شوی


د کانکور ازموینې د ګډونوالو یو انځور چې نجونې هم په کې لیدل کېږي.
د کانکور ازموینې د ګډونوالو یو انځور چې نجونې هم په کې لیدل کېږي.

په پکتیا او خوست کې د کانکور په ازموینو کې که له یوې خوا د برخه والو نجونو شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی، له بلې خوا په ګڼ شمېر کورنیو کې په نجونو محصلانو اجباري انتخاب لا هم هغه ستونزه ده چې تر اوسه د دې ولایتونو نجونې ورسره مخامخ دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د پکتیا ولایت د کانکور د ازموینې لپاره په قطار د ولاړو نجونو یو عکس لاس په لاس کېږي چې ډېرو خلکو پرې مثبتې تبصرې کړې.

په دې عکس کې یوه نادیه د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اوسېدونکې ده.

د هغې دوهم ځل دی چې د کانکور په ازموینه کې برخه اخلي.

وایي، په لومړي ځل یې ونشو کولی، چې د کورنۍ په خوښه انتخاب شوې طب پوهنځي ته بریالۍ شي.

دا وایي، دلته زیاتره کورنۍ زړه نه ښه کوي چې خویندې او لوڼې یې د روغتیا اړوند پرته په نورو پوهنځيو کې لوړې زده کړې وکړي.

هغې زیاته کړه: "اول ځل مې چې کانکور ازموینه ورکړه کور کې یې راته ویلي و، چې طب انتخاب کړه، هغه زه بې نتیجې شوم، سږکال غواړم حقوق انتخاب کړم او انشاالله کورنۍ راسره مشکل نلري."

په خوست او پکتیا کې د کانکور دغه ازموینې د چهارشنبې په ورځ پیل شوې او د جمعې تر ورځې دوام کوي.

مرسل د خوست په شېخ زاید پوهنتون کې د پنجشنبې په ورځ ازموینه ورکړه.

دا وایي، انتخاب یې د کورنۍ په خوښه وکړ او په خبره یې ډاډمنه نده چې بریالۍ به شي.

مرسل وايي، د دې په څېر ګڼې نورې نجونې هم د کورني انتخاب قرباني شوي دي.

هغه زیاتوي: "خوست کې د کانکور په ازموینه کې د نجونو په وړاندې ستر لامل په ښوونځیو کې کمزوری تدریسي سیستم او په خپله خوښه انتخاب نه کېدل دی، چې په دې برخه کې لومړۍ زه او ګڼ شمېر نجونې ددې ستونزې قرباني شوي یو."

د کانکور ازموینه کې د ګډون کوونکو یو انځور
د کانکور ازموینه کې د ګډون کوونکو یو انځور

د پکتیا پوهنتون رئیس سیدولي جلالزی وایي، هغه نجونې چې د کورنۍ په خوښه پوهنځي انتخابوي په راتلونکو زده کړو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي.

هغه زیاتوي: "د تحصیل په جریان کې کېدای شي، له روحي ستونزو سره مخامخ شي او تر څنګ یې تحصیلي رشته شاید یې ترې پاتې شي او بل مهم شی چې څوک خوښې خلاف رشتې لوستلو ته مجبوریږي، د هغه اغېزمنتیا به ډېره کمه وي."

په پکتیا کې سږکال د کانکور په ازموینه کې له ۳۷۵۰ تنه زده کوونکو ۶۰۰ نجونو او په خوست کې له ۴۹۰۰ بیومتریک شویو زده کوونکو څخه ۶۳۶ نجونو برخه واخېسته.

خو دا شمېر بیا په لوګر او پکتیکا کې کم و.

په لوګر کې له ۳۱۶۱ زده کوونکو څخه ۳۴۰ نجونو برخه اخېتسې وه، خو په پکتیکا کې دا شمېر خورا کم و.

هلته له ۱۲۲۷ زده کوونکو یوازې درو نجونو په کانکور ازموینه کې برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG