د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

د کانکور له ازموینې ناخوښي کسان له ناهیلۍ د ځانوژنې تر هڅې


آرشیف، د کابل په پوهنتون کې د کانکور د ازموینې د جریان یو انځور
آرشیف، د کابل په پوهنتون کې د کانکور د ازموینې د جریان یو انځور

هغې نجلۍ چې په کانکور ازموینه کې یې د ځان وژنې هڅه کړې، له دولته د عدالت غوښتنه کوي.

د سمنګانو اوسېدونکې ۱۸ کلنه شمېلا چې په کانکور ازموينه کې یې د نه برياليتوب له امله د ځان وژنې هڅه کړې، د تېزابو د څښلو له امله دا مهال د کابل په ابن سینا روغتون کې بستر ده.

شمېلا چې سمې خبرې نه شي کولای، وايي چې ځکه یې د ځان وژنې هڅه وکړه چې همزولو یې ورته پیغورونه ورکول.

دې وویل: خپلو همزولو او صنفیانو راته پیغور راکاوه چې کامیابه نه شوې، زما ډېره هيله دا وه چې د انجنیرۍ پوهنځي ته کامیابه شم.

د نوموړې کورنۍ وايي، که څه هم شمېلا ښې نمرې وړې دي، خو په کانکور کې بې نتیجې راغلې ده.

د شمېلا تره او خسر حاجي عبدالصمد چې دامهال په روغتون کې ورسره پایواز دی، وايي، کله چې د سمنګان روغتون شمېلا ځواب کړه، دوی اړ شول چې هغه کابل ته را انتقال کړي.

ده وویل: په شمېلا دې موضوع ډېره ناوړه اغېز وکړ، ځکه نور همصنفیان يي بریالي شول خو هغه پاتې شوه، کله چې هغې دا خبره واورېده، تېزاب یې وخوړل، سمنګان روغتون ورته ځواب ورکړ او مونږ کابل ته را انتقال کړه.

د شمېلا معالج ډاکتر قیس نېکزاد وايي، هيله مند دي چې د شمېلا په روغتیايي حالت کې ښه والی راشي

دی وایي: دې تېزاب خوړلي، ډېره ستونزه یې هضمي سېستم کې پیدا شوې، خو دقیق نه شو ویلی چې حالت به یې څنګه شي، هیله مند یوو چې ښه شي.

یو شمېر د کانکور ګډونوال بیا د کانکور سهمیه بندي د ځوانانو په حق کې خیانت بولي.

دوو تنو ګډونوالو مجتبی او پلوشه وايي:

تر ټولو لویه ستونزه سهمیه بندۍ کې ده، ما ۲۵۲ نمرې اخیسي، خو بې نتیجې یم، دا راته سخت درد راکوي.

زه خپله لسو نمرو کې پاتي یم، سره له دې چې ما یو کال د کانکور اماده ګي نیولې، بیا هم پاتي شوم، زه داسې انګېرم چې زه په هېڅ هم نه پوهېږم.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له‌مخې، د روان کال د کانکور په ازموینه کې یولک ۸۹ زره ۳۲۹ تنو نوم لیکنه کړې وه چې له ډلې یې یولک ۷۴ زره ۸۷۱ تنو یې په ازموینه کې ګډون کړی و.

د افغانستان د روان ۱۳۹۸کال د کانکور ازموینې اول نمره احمد راشد د نصیر احمد زوی و چې له هرات ولایت څخه په۳۵۰ نمرو د هرات طب پوهنځي ته بریالی شوی و.

د افغانستان د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خاموش وايي، اساسي ستونزه د کانکور د ګډنوالو په انتخاب کې ده.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: د ټولو انتخاب لوړ دی، ځکه دوی بې نتیجې شوي، دا ستونزه خپله دوې جوړه کړې، کوم مثال چې تاسې د یوه ګډنوال ورکړ چې له درې سوو لوړې نمرې یې وړي، خو کامیاب شوی نه دی، هغه هلک ظفر نومېږي او هېڅ انتخاب یې نه دی کړی.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزی وايي چې د روان کال د کانکور ازموینه له ښه مدیریته برمنه وه.

خو شته د شمېلا په شان کسان چې ورڅخه راضي نه دي او سر یې تر تېزاب څښلو او روغتون پورې رسېږي.

د یادونې ده چې د روان کال د کانکور ازموینې د حمل د میاشتې په اوومه نېټه پيل او د ثور د میاشتې په همدغه نېټه پای ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG