د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

ګلوبل نیوز: اټکل دی چې له روسانو سره هم ښایي بله جګړه وشي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونه لیکي، د فبروري په میاشت کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې تر تړون وروسته، د لنډې مودې په مخه وروسته تر دې په افغانستان کې هیلې زیاتې شوې چې جګړه به پای ته ورسېږي چې د یوې اونۍ په مخه شخړې راکمې شوې.

د ډیپلومات په خپرې کړې مقالې کې وړاندې راغلې دي چې د سولې تر تړون راوروسته په تېرو نژدې پنځو میاشتو کې دا هیلې د سولې پر سر د اختلافاتو له امله له منځه تللې دي.

ډیپلومات بیا په کابل کې د یوه شخصي پوهنتون د استاد علي امیري خبرې خپرې کړې دي چې وایي، د سولې په خبرو کې ځنډ دې بهیر ته سخت زیان اړوي.

  • ګلوبل نیوز

ګلوبل نیوز خپرونه لیکي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې تر تړون راوروسته اوس د امریکایانو له لوري د سولې فشار زیات شوی دی خو دا څه چې سوله ورته وایي، د ټولو اړمنو افغانانو په ګټه نه ده.

د جولای په دیارلسمه له طالبانو سره د شوي تړون یوسل او پنځه دېرش ورځې پوره شوې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر دې وروسته په ټویټر ولیکل چې د سولې لومړی پړاو بشپړ شو او اوس به د زندانیانو د خوشې کولو، د شخړو د راکمولو او د بین الافغاني خبرو د پیلولو لپاره فشار زیات کړي.

ګلوبل نیوز خپرونه لیکي، واشنګتن په تریلیون ډالر د افغانستان پر جګړې لګولې دي او دا جګړه نوره هم پسې سخته شوې ده.

خپرونه بیا لیکي، په افغانستان کې د امریکایانو د جګړې له پیله تر اوسه درې ولسمشران په متحد ایالتونو کې بدل شوې دي او یوه یې هم خپل هدفونه نه دې ترلاسه کړې دي.

خپرونه بیا د افغانستان د جګړې د اوسني او راتلونکي وضعیت په اړه څرګندوي چې د اوس لپاره افغانستان یوازې د طالبانو له وسله والو سره په جګړه نه دی، پر پوله له پاکستاني ځواکونو سره هم په جګړه دی.

خپرونه بیا لیکي، امریکایي ځواکونو د افغانستان سرحد ته نژدې اډې پرې ایښې دي.

ګلوبل نیوز په خپرې کړې مقالې کې اټکل کوي چې له روسانو سره هم ښایي بله جګړه وشي، خو په دې برخو کې یې توضیحات نه دې ورکړي.

  • لینکاشیر پوسټ

لینکاشیر پوسټ خپرونې د غلا د یوې پېښې په اړه لیکنه کړې ده.

دا خپرونه لیکي، کید الکساندر د پنجشنبې په ورځ سهار ورپام شو چې څوک یې موټر ته ورننوتي دي او د ده هغه مډال یې ورسره وړی دی چې ده په افغانستان کې د جګړې په خاطر ترلاسه کړی و.

درویشت کلن کید الکساندر په دوه زره پنځلسم کال کې د بریتانیا له پوځ سره یوځای شو.

دی وایي، په غصه دی، دا مډال د ده د شپږ میاشتنۍ خوارۍ سمبول و.

کید الکساندر په ویلز کې له روغتیایي کارکوونکو سره د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره کار کاوه او د درې اونیو رخصتیو په مخه خپل کور ته چې په لینکاشیر کې دی تللی و چې هلته یې مډال غلا شو.

پولیسو ویلي دي چې د غله د موندلو لپاره د سړک د غاړې د کمرو فلمونه پلټي.

XS
SM
MD
LG