د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

د امریکا پوځ: روسیې لیبیا ته وسلې او الوتکې استولي


ارشیف، لیبیا کې پوځي عملیات او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (لیبیا سره د روسیې د پوځي مرستې په تړاو ډیزاین شوی انځور)
ارشیف، لیبیا کې پوځي عملیات او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (لیبیا سره د روسیې د پوځي مرستې په تړاو ډیزاین شوی انځور)

د امریکا پوځ وایي، روسیې په لیبیا کې ځان ته د پښې ځای د پیدا کولو په هدف دغه هېواد ته وسلې او الوتکې استولي.

په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ پر روسیې دا تور پرون پورې کړ.

پر روسیې دا تور په داسې حال کې لګول شوی چې په لیبیا کې ښکېلې خواوې د سِرت ساحلي ښار د کنټرول لپاره یو بل سره په جګړه بوختې دي.

پر روسیې تور دی چې د لیبیا په ختیځ کې د خلیفه حفتر د پوځ ملاتړ کوي، هغه وسله‌وال چې په طرابلس کې حکومت سره چې ملګرو ملتونو په رسمیت پېژندلی، جګړه کوي.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) داسې تصویرونه خپاره کړي چې په وینا یې د روسیې له‌خوا د واګنر ډلې ته چې په لیبیا کې بوخت روس شرکت دی، د تجهیزاتو د استولو دوام ښيي.

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون)
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون)

د پنټاګون په وینا د روسیې په بار وړونکو الوتکو کې د واګنر جنګیالیو ته د جنګي جټ الوتکو، زغره‌والو ګاډو، لاریو او د هوايي دفاع د تجهیزاتو لېږد لا هم روان دی.

پنټاګون تر دې مخکې هم مسکو لیبیا ته د جټ الوتکو په استولو تورن کړی او د دې میاشتې په پیل کې یې ویلي و، د واګنر ډلې د لیبیا د پلازمېنې طرابلس دننه او بهر ماینونه ایښي دي.

په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ همدارنګه ویلي، روسیه په مدیترانې سمندرګي کې د خپل اوږدمهالي حضور لپاره له واګنر نظامي شرکته د یوې نیابتي ډلې کار اخلي.

په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ د استخباراتو مرستیال جنرال ګریګوري هډفېلډ وایي، لیبیا ته د روسیې له‌خوا استول شوي تجهیزات بشري مرسته نه‌ده.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د تجهیزاتو له ډولونو او کچې داسې ښکاري چې مسکو غواړي هلته خپله جګړه‌ییزه وړتیا لوړه کړي.

روسیه تورنه ده چې د لیبیا په ختیځ کې د قوماندان خلیفه حفتر له‌خوا د خپل‌سره اعلان شوي ملي پوځ ملاتړ کوي.

خلیفه حفتر
خلیفه حفتر

فرانسه، مصر او متحده عربي امارات هم د خلیفه حفتر د ځواکونو ملاتړ کوي، دغه ځواکونه د لیبیا د هغه حکومت په وړاندې جنګېږي چې ملګري ملتونه‌یې په رسمیت پېژني.

ترکیه بیا برعکس د لیبیا له حکومته ملاتړ کوي او د همدې حکومت د مرستې لپاره‌یې دغه هېواد ته سرتېري، بې‌پیلوټه الوتکې او اجیر سوریایي جنګیالي استولي دي.

قطر او ایټالیا هم دې چاره کې د ترکیې ترڅنګ ولاړ دي.

د مصر پارلمان بیا همدا اوونۍ تأیید کړه که د ترکیې په ملاتړ ځواکونه د سرت ښار خوا ته پرمختګ وکړي، دوی به‌یې ځواب کې مستقیمه پوځي مداخله وکړي.

ارشیف، د مصر پارلمان
ارشیف، د مصر پارلمان

له دې سره داسې وېره شته چې د لیبیا د سرت ښار پر سر لانجه به د ناټو غړې ترکیې او په سیمه کې د امریکا متحدان په مستقیمه شخړه ښکېل کړي.

امریکا بیا په لیبیا کې د اوربند ملاتړ کوي چې دغلته د لانجې سیاسي هواري ته لاره برابره کړي.

په لیبیا کې کورنۍ جګړه په ۲۰۱۱ کال کې هله پيل شوه چې د ناټو په ملاتړ پاڅون کوونکو د دغه هېواد پخوانی مشر معمر قذافي له واکه لیرې او وواژه.

XS
SM
MD
LG