د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

ایا په لیبیا کې د بهرنیو قدرتونو ترمنځ د مخامخ جګړې خطر شته؟


ارشیف
ارشیف

د مصر پارلمان د تېرې دوشنبې په ورځ هغې لایحې ته رایه ورکړه چې د دې هېواد ولسمشر عبدالفتاح السیسي ته اجازه ورکوي چې په لیبیا کې د پوځي مداخلې په هدف هغه هېواد ته ځواکونه واستوي.

د مصر پارلمان وویل چې د سیسي حکومت ته یې اجازه ورکړې چې دا کار په لیبیا کې له تروریزم او وسله والو ډلو سره د مبارزې لپاره وکړي.

په لیبیا کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د معمر القذافي تر وژل کېدو وروسته، کورنۍ جګړه پيل شوه او لا هم روانه ده.

قطر ، ایټالیا او ترکیه د لیبیا په طرابلس ښار کې د جوړ شوي حکومت ملاتړ کوي چې د ملګروملتونو سازمان په رسمیت پېژندلی دی.

خو د نړۍ ځیني نور هېوادونه لکه مصر، متحده عربي امارات او روسیه په لیبیا کې د حکومت د وسله والو مخالفانو چې قوماندان حفتر یې مشر دی، ملاتړ کوي.

په لیبیا کې د قوماندان حفتر او د طرابلس د حکومت ترمنځ جګړو کې د نړیوالو مداخله د دې خطر رامنځته کوي چې بهرني هېوادونه په دې هېواد کې په مخامخ ډول په جګړه کې ښکېل شي.

د رپوټونو پر اساس، یو شمېر هېوادونو وار له مخه پر لیبیا د ملګرو ملتونو د وسلو بندیز مات کړی او په هغه هېواد کې د جګړې دواړو خواوو ته یې وسلې ورکړې او د ملاتړ لپاره یې جنګیالي ور استولي دي.

د بېلګې په ډول، د فرانسې حکومت تر دې وړاندې، څو واره پر ترکیه تور پورې کړی چې پر لیبیا د ملګروملتونو دوسلو بندیز یې مات کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت په وینا، ترکیې تېره میاشت د طرابلس د حکومت د ملاتړ لپاره ۳۵۰۰ جنګیالي له سوریې هغه هېواد ته واستول.

د پنټاګون دا راپور د جولاي په اولسمه د اسوشیتدپرس اژانس ته رسېدلی و.

له دې کبله، د حفتر ځواکونو پر طرابلس د حملې پلان شاته کړ.

د لیبیا په ختيځ کې پارلمان چې د حفتر ملاتړ کوی له مصره غوښتنه وکړه چې د ترکیې د ځواب ورکولو لپاره خپل پوځ ور واستوي.

لیبیا د مصر پر لویدیزه پوله پروت هېواد دی.

د افریقا په لویدیز کې دا عربی هېواد د تېلو سترې ذخیرې او ستر تاسیسات لري.

له کله چې په لیبیا کې د معمر القذافي حکومت نړېدلی، د مصر هوايي ځواکونو په دوامدار ډول په لیبیا کې د مشکوکو وسله والو پر ضد هوايي حملې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سازمان په یوه راپور کې چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې خپور شو، په زغرده ویل شوي چې د مصر حکومت د حفتر ملاتړ کړی خو که چېرې خپل پوځ ور واستوي، په بې ساري ډول جنجال پارونکی اقدام به وي.

السیسي
السیسي

د مصر ولسمشر تېره اونۍ خبرداری ورکړی و چې په لیبیا کې روان بحران د خپل هېواد کورني امنیت ته ګواښ ګڼی او نه شي کولائ چې په لیبیا کې د وضعیت په اړه بې تفاوته پاتې شي.

هغه د دوشنبې په ورځ په پارلمان کې تر بحث مخکې، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل چې سیسي او ټرمپ دواړو په دې ټیلیفوني خبرو کې ومنله چې په لیبیا کې بحران باید په بېړني ډول کم شي او د دې لپاره اوربند او د اقتصادي او سیاسي جوړجاړي خبرې وشي.

سپینې ماڼۍ همدا راز وویل چې ټرمپ د فرانسې له ولسمشرایمانویل مکرون سره خبرې وکړې او ورته ویې ویل چې په لیبیا کې وضعیت د بهرنیو ځواکونو او وسلو د شتوالي له کبله زیات شوی دی.

جرمني، فرانسې او ايټالیا په وروستیو کې خبردرای ورکړ چې پر هغو هېوادونو به بندیزونه ولګوي چې پر لیبیا د ملګرو ملتونو د وسلو د بندیز له اعلانه سرغړونه کوي.

د دې دریو هېوادونو مشرانو د جولاي په اتلسمه په یوه ګډ بیان کې پرته له دې چې د یوه هېواد یا سازمان نوم واخلي، وویل چې پر هغو اړخونو چې پر لیبیا د وسلو له بندیزونو سرغړونه کوي، د بندیزونو طرحه برابره کړي.

دا ګډه اعلامیه په بروکسل کې د فرانسې، جرمني او ايټالیا د مشرانوپه کتنه کې برابره شوې ده.

په بیان کې په لیبیا کې له ټولو سیاسي اړخونو او د هغوي له نړیوالو ملاتړکونکو غوښتنه شوې وه چې په لیبیا کې پوځي فعالیت بند کړي او د وسلو د خپرېدو مخنیوی وکړي.

د فرانسې حکومت تر دې وړاندې، څو واره پر ترکیه تور پورې کړی چې پر لیبیا د ملګرو ملتونو د وسلو بندیز یې مات کړی دی.

XS
SM
MD
LG