د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

پنټاګون: ترکیې ۳۵۰۰ سوریايي جنګیالي لیبیا ته استولي


دا د امریکا د پوځ لخوا لومړنی راپور دی چې په لیبیا کې د ترکيې لخوا د پوځيانو د ځای پر ځای کېدو په اړه جزییات ورکوي.
دا د امریکا د پوځ لخوا لومړنی راپور دی چې په لیبیا کې د ترکيې لخوا د پوځيانو د ځای پر ځای کېدو په اړه جزییات ورکوي.

پنټاګون وایي، ترکیې ۳۵۰۰ سوریایي جنګیالي د لیبیا د حکومتي ځواکونو د ملاتړ لپاره هغه هېواد ته استولي دي.

د امریکا دفاع وزارت په یوه راپور کې ویلي چې دغه جنګیالي د ۲۰۲۰ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې لیبیا ته استول شوي دي.

لیبیا دا مهال د یوه یاغي قومندان خلیفه حفتر پر ضد په کورنۍ جګړه کې ده.

د امریکا پوځ وایې دغه ۳۵۰۰ سوریایي جنګیالي د ترکیې لخوا د ۲۰۲۰ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې لیبیا ته استول شوي دي.

د امریکا ددفاع وزارت دا راپور اسوشیتدپرس خبري آژانس د جولای پر ۱۷ لیدلی دی.

دا د امریکا د پوځ لخوا لومړنی راپور دی چې په لیبیا کې د ترکيې لخوا د پوځيانو د ځای پر ځای کېدو په اړه جزییات ورکوي.

د راپورونو له مخې د ترکیې دا ډول اقدامات هغه څه دي چې په لیبیا کې یې د جګړې د مسیر له بدلون سره مرسته کړې ده .

لیبیا په شمالي افریقا کې هغه هېواد دی چې حکومت یې په نړیواله سطح پېژندل شوی دی.

له ۲۰۱۱ کال وروسته چې د دې هېواد پخوانی واکمن معمر القذافي د ناټو په ملاتړ مظاهرو په نتیجه کې له واکه لیرې او ووژل شو، لیبیا په کورنۍ جګړې کې ښکېله ده.

اوسمهال د لیبیا په کورنۍ جګړه کې حکومت د دې هېواد په ختیځ کې د خلیفه حفتر په نوم د یوه یاغي قومندان سره په جګړه دی.

دغه قومندان ځانته یو پوځ جوړ کړی او د لیبا ملي پوځ یې بولي.

اوسمهال د لیبیا په کورنۍ جګړه کې حکومت د دې هېواد په ختیځ کې د خلیفه حفتر په نوم د یوه یاغي قومندان سره په جګړه دی.
اوسمهال د لیبیا په کورنۍ جګړه کې حکومت د دې هېواد په ختیځ کې د خلیفه حفتر په نوم د یوه یاغي قومندان سره په جګړه دی.

ترکیې د لیبیا د حکومت پلوه وسله والو سره مرسته کړې ده او دغه راز قطر او ایټالیا هم د طرابلس د حکومتي ځواکونو ملاتړي دي.

بلخوا روسیې د یوې پوځي قراردادي ډلې په مرسته چې ویل کېږي له کریملین سره تړاو لري، په لیبیا کې یاغیانو ته مرسته کړې ده.

فرانسه، مصر، اردن او عربي متحده امارات هم د خلیفه حفتر د ځواکونو ملاتړي دي.

ملګرو ملتونو او لویدیځو چارواکو پر روسیې او ترکیې دواړو انتقاد کړی چې په لیبیا کې د خپلو متحدینو په پوځي ملاتړ یې په دې هېواد کې تاوتریخوالی لا ډېر کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو مسکو تورن کړی چې په لیبیا کې یې پوځي جټ الوتکي ځای پرځای کړي دي.

مسکو بیا په لیبیا کې د کومي قراردادي ډلې د ځای پر ځای کولو او هم هغه هېواد ته د الوتکو استول ردوي.

د پنټاګون نوی راپور وایې چې ترکیې زرګونو هغو وسله والو ته چې په طرابلس کې له مېشتو ملیشو تر څنګ د خلیفه حفتر پر ضد جنګېږي، مالي مرسته کړې او هغوی ته یې د خپل هیواد د تابعیت ورکولو وړاندیز کړی دی.

خو دا راپور وایې داسي شواهد نشته چې له اسلامي دولت ډلي او یا القاعده او نورو وسله والو سره د سوریې د یادو جنګیالیو تړاو وښیي، د دې پر ځای دوی وایې ښایي دغه کسان له ایډیولوژی نه بلکه د مالي دلایلو له کبله هڅول شوي وي.

وروسته له هغه چې انقرې په لیبیا کې ځواکونه ځای پرځای کړي د طرابلس ځواکونو د پلازمېنې له څنډو او نورو مهمو مرکزونو څخه د خلیفه حفتر وسله وال په شا کړي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د سولي خبرو له لاري د دغو لانجو پر هواري ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG