د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

ولسي جرګه: د امریکا-طالبانو تر هوکړې وروسته لویو لارو کې ناامنۍ زیاتې شوي


ولسي جرګه
ولسي جرګه

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي او د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي د دې هيواد لويې لارې تر بل هر وخت نا امنه شوې دي.

ولسي جرګه وايي غلو، ډاکوانو او وسله‌والو په دې لارو خلکو ته تګ راتګ ستونزمن کړی دی.

د دې جرګې لومړي مرستیال محمد مېرزا کټوازي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۰۱» ازادي راډيو ته وویل د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تر هوکړې وروسته د لویو لارو په اوږدو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د کابل- لوګر لویه لار
د کابل- لوګر لویه لار

هغه زیاته کړه: "ولسي جرګې ته د لویو لارو د ناامنۍ شکایتونه هره ورځ راځي او خلک په رښتیا هم په لویو لارو په ځانګړي ډول، د کابل-جلال‌اباد، کابل-هرات، کابل-کندهار، کابل-خوست او کابل-مزار په لویو لارو د ناامنۍ پېښې ډېرې زیاتې شوي دي، اصلاً بدبختي دا ده چې وسله‌والو طالبانو جګړې ته زور ورکړی او غواړي چې د جګړې په زیاتېدو سره د سولې په بین‌الافغاني خبرو اترو کې خپل امتیاز زیات کړي."

د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې د لویو لارو د ناامنۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنې ښکاره کړې.

دوی د کابل-لوګر، کابل-کندهار، کابل-ننګرهار او دغه‌شان د بغلان-مزار، بغلان-کندز او کندز-تخار ترمنځ په لویو لارو سفر کول له خطره خالي نه‌ګڼي او له افغان امنیتي بنسټونو غوښتنه کوي چې باید د دغه لویو لارو امنیت ټینګ کړي.

دوی زیاتوي: "زما نوم شېر محمد دی د کابل-جلال‌اباد لویه لاره ډېره نا امنه شوې، دغه لاره ډېره مهمه ده، ټرانزیتي لار ده او څو ولایتونه له یو بل سره وصلوي، پر دغه لار د لغمان په سیمو کې دولتي چارواکي، مأمورین او نور خلک ځورول کېږي او بریدونه پرې کېږي."

بل تن وویل: "نصرت‌الله ابراهیمي د کندز اوسېدونکی یم، د کندز-تخار او کندز-بغلان د لویې لارې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت د اندېښنې وړ دی، په دې لارو طالبان هر وخت راوځي، د پلټنې لنډ مهالې پوستې جوړوي، موټر تلاشي کوي او خلک له ځانونو سره وړي."

د پکتیا د مرکز ګردېز اوسېدونکی عتیق‌الله بېنوا وايي، د کابل-ګردېز په لویه لار امنیتي حالت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی، جنګ، چاودنې، او د وسله‌والو راوتل هغه څه دي چې په دې لاره‌يې د خلکو سفر ستونزمن کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د لویو لارو د امنیت د خوندیتوب لپاره دغه وزارت نوې ستراتېژي جوړه کړې او د دې ستراتېژۍ په عملي کېدو سره به حالت ښه شي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "د لویو لارو د امنیت خوندي کول، زموږ لومړیتوب دی، افغان امنیتي بنسټونه د لویو لارو د امنیت د خوندیتوب په هدف بېلابېلې امنیتي برنامې لري چې د پلي کېدو په حال کې دي، د دغه پلانونو په عملي کېدو به د لویو لارو په امنیت کې د پام وړ بدلون راشي."

طارق ارین
طارق ارین

د راپورونو پر بنسټ د کابل-لوګر لویه لار تر بل هر وخت ناامنه شوې ده، د سیمې اوسېدونکي وايي وسله‌وال لویې لارې ته راوځي او په دې لار تلونکي مسافر پلټي.

د کابل-جلال‌اباد لویه لار هم په دې وروستیو ورځو کې ناامنه شوې او ترې د څو پېښو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي، یوه میاشت وړاندې د کونړ او نورستان د والیانو په موټریز کاروان هم د وسله‌والو له‌خوا جلا جلا حملې وشوې چې څو تنو ته په‌کې مرګ‌ژوبله هم واوښته.

د کابل-کندهار لویه لار هم ځای ځای او وخت په وخت د وسله‌والو طالبانو د حملو شاهده وي.

د بغلان-مزار لویه لار بیا دوه ورځې وړاندې د چشمه شېر په سیمه کې د دوه ورځو لپاره د وسله‌والو طالبانو په ولکه کې وه او په دې لاره هم د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د بغلان-کندز لار هم له څه مودې راهیسې ناامنه شوې.

په افغانستان کې چې د هوا او الوتکې له لارې له یو ولایت نه بل ته امکانات محدود دي او د دېریو اوسېدونکو اقتصادي وضعیت هم ښه نه‌دی د ځمکې له لارې سفرونه ډېر دي چې بې له شکه ناامني یې په وړاندې لوی خنډ دی او خلک‌یې اندېښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG