د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین


ارشیف، افغان ماشوم ته د واکسین تطبیق یو انځور
ارشیف، افغان ماشوم ته د واکسین تطبیق یو انځور

له څو میاشتو ځنډ وروسته نن په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د واکسین کمپاینونه پیلېږي.

دا په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي چې ورڅخه د پولیو یا ګوزڼ ناروغي نه یوازې دا چې ورکه شوې نه ده بلکه پېښې یې په دې وروستیو کلونو کې مخ په زیاتېدو دي.

په افغانستان کې د پولیود واکسین کمپاین په ختیځو درېیو ولایتونو، ننګرهار، کونړ او لغمان کې ترسره کېږي چې په ترڅ کې یې له پنځو کلونو کم عره ماشومانو ته د پولیو یا د ګوزڼ ناروغۍ ضد دوه څاڅکي واکسین ورکول کېږي.

د جلال اباد ښار یوه څنډه
د جلال اباد ښار یوه څنډه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې دا یو فرعي او ځانګړی کمپاین دی، څلور ورځې دوام کوي او په ترڅ کې به په دغو درېیو ولایتونو کې لسګونو زره ماشومان واکسین شي.

د پولیو دغه فرعي کمپاین وروسته له هغې ترسره کېږي چې په افغانستان کې له شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې، د کرونا وبا د خپرېدو له امله د پولیو د واکسین کمپاینونه په ټپه درېدلی و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د واکسینونو د عامه پوهاوي مشر ډاکتر ګلا خان ایوب ازادي راډیو ته وویل، دغه کمپاین د کرونا خپرې شوې وبا ته په پام د روغتیایي سپارښتونو او نورو تدابیرو په ترڅ کې ترسره کېږي او رضاکارانو ته په دې اړه ځانګړی پوهاوی ورکړل شوی دی.

ښاغلي ایوب وویل چې د پولیو بل فرعي کمپاین په اګست میاشت کې په پام کې نیول شوی چې د سویلي ولایتونو په ګډون په ۱۴ ولایتونو کې به تطبیقېږي.

د پولیو د واکسین دغه فرعي کمپاین داسې مهال ترسره کېږي چې په افغانستان کې په دې وروستیو کلونو کې د پولیو پېښې زیاتې شوي او د دې څرک هم نه لګېږي چې په دې نژدې راتلونکې کې به دغه وژونکې او فلج کونکي ناروغي کابو شي.

د روان ۲۰۲۰ کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ۲۹ نوې پېښې ثبت شوې چې ۱۹ یې په جنوبي ولایتونو پورې تړلې دي.

په ورته مهال د افغانستان ګاونډ پاکستان کې چې د افغانستان په څېر د پولیو د ناروغۍ ډېرې پېښې ثبت شوي، نن د پولیو د واکسین درې ورځنی کمپاین پیلېږي او په ترڅ کې یې چارواکي هیله من دي چې شاوخوا اته لکه ماشومانو ته دغه واکسین ورکړل شي.

په دې هېواد کې هم د پولیو د واکسین کمپیان څو میاشتې درېدلی و.

له یوې خوا د دغه کمپاین پر کارکونکو او ساتونکو په ډېرو سیمو کې حملې شوې او له بلې خوا هم د کرونا وبا د خپرېدو له امله چې د دې هېواد روغتیایي خدمتونه یې تر فشار لاندې راوستي، دغه کمپاین په ټپه درېدلی و.

د پاکستان د پولیو د ناروغۍ د مخنیوي د چارو مشر رعنا محمد صفدر وویل، د پولیو د کمپاین کارکونکي به د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي تدابیر په پام کې نیسي، فزیکي واټن او نورې طبي سپارښتنې به مراعاتوي.

ّپاکستان کې روغتیايي کارکونکی یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکولو پرمهال.
ّپاکستان کې روغتیايي کارکونکی یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکولو پرمهال.

پاکستان هیله من وچې د پولیو ناروغي په ۲۰۱۸ کال کې له خپلې خاورې ورکه کړي.

په دې کال د پولیو دولس نوې پېښې شوې چې ورپسې په ۲۰۱۹ کال کې هم زیاتې شوې.

د روان کال د جنوري له میاشتې راهیسې په دې هېواد کې د پولیو ۵۸ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د پولیو ډېرې پېښې هم له افغانستان سره په پوله خیبرپښتونخوا ایالت کې ثبت شوي دي، چېرې چې نن د پولیو د واکسین دغه نوی کمپاین پیلېږي.

دغه کمپاین دغه راز د بلوچستان ایالت په ځینو سیمو کې هم ترسره کېږي.

د افغانستان ډېر ولایتونه له دغو دواړو ایالتونو سره ګډې پولې لري.

یو شمېر متخصصین په پاکستان کې د پولیو د نویو پېښو د زیاتېدو ملامتي د ماشومانو پرمیندو او پلرونو اچوي او وایي نه پرېږدي چې ماشومان یې د دغې ناروغۍ په وړاندې واکسین شي.

پاکستان د تېر ۲۰۱۹ په ډېسېمبر کې چې د پولیو د پېښو شمېر له سلو زیات شوی و، د پولیو یو پنځه ورځنی کمپاین ترسره کړ.

طالبانو او نورو ډلو هم چې پولیو د لویدیځ یوه دسیسه بولي او وایي په دې توګه پټ معلومات راټولوي، ډېر ځلې د پولیو ضد کمپاینونو پر ټیمونو او د هغو پرساتونکو حملې کړي دي.

د تېر کال په وروستیو کې وسله والو طالبانو په پاکستان کې د پولیسو دوه افسران چې په خیبرپښتونخوا ایالت کې یې د پولیو د واکسین د ټیم ساتنه کوله، په ډزو ووژل.

XS
SM
MD
LG